دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتيا ده«اتلسمه برخه»

اسدالله رزين

ورونه نه بلول، د شهیدانو په پلاستیکي پېښو کې چا شراب نه څښل. هلته چا د (بلیک واټر) په څیر د وحشت او دهشت بیلګه يیزې ډلګۍ نه پیژندې. هغوی(صلی الله عليه وسلم) انسانیت په چولاوونو کې تږی او په هوا کې ځوړند نه و، پرې ایښی او له یوه کفره یې بل ته نه و حواله کړی.

امتي صاحبه!
هغوی(صلی الله عليه وسلم) امت د فطرت غواړي آزادي په ګلبڼ کې آرام ته پرې ښود. هغوی(صلی الله عليه وسلم) امت د قرآن او سنت په پسته غېږ کې ډاډمن پرې ښود.

امتي صاحبه!
هغه ډیر مهربانه و، د هغوی(صلی الله عليه وسلم) له امت سره د مینې دعوه هسې په ټکو کې دعوه نه وه، هغوی(ص) خپل ګران امت د وحیې په رڼا او مستقیم نظارت لاندې بلکل په نبوي مدرسه کې نهایتا ویښ، متقي، هوښیار او له نبوي حسن تدبیره برخه من، زړور، عادل، هر اړخیز او ستورو ته ورته مشرتوب چمتو کړ. ترڅو چې انسانیت شته پرې ویاړلای سي او له انبیاوو(ع) پرته له ځمکې پراخې سینې تر دوی(رضی الله عنهم) غوره څوک نه لیدلي او نه یې هم محسوس کړي دي. ان تردې چې ځنو صحابه کرامو ته خو د ټولو کائناتو مالک د جبرئیل(عليه السلام) په توسط او د محمد(صلی الله عليه وسلم) له مبارکې خولې په را وتلو مبارکو الفاظو کې سلام هم ور استولای سوای.

امتي صاحبه!
د وحیې دې هر ډول سرښندنو ته تیارو شاهدانو او د محمد رسول الله(صلی الله عليه وسلم) په روزنه کې د امت د مشرتابه لپاره بلوغ ته رسیدلو، با احساسه او وفادارو یارانو د منزل په لاره کې د عظیم اوښتون مشرتوب د نبوي لارښوونو په رڼا کې په ټول شوق صحنې، صلاحیت او کفایت ښوونې سره د دې لوی اوښتون پراخه او هر اړخیزه سیمه دارنګه له محمدي هیلو سره برابره ګرمه او مصروفه وساتله چې حتی د مبارک رحلت د لویې غمیزې د ویر فرصت هم د هیلو برخه ومنل سوه او ټول یې د هیلو په تر سره کولو او پیفام په خپرولو دارنګه په شوق او جذبه لګیا و لکه ژوندی محمد(صلی الله عليه وسلم) چې یې مشرتوب کوي. نه وقفه وه، نه سکته او په هغه تدبیر سره مخ په وړاندې روان و کوم چې یې ترې زده کړي و او لکه د محمد(صلی الله عليه وسلم)ټول ژوند دا رنګه یې پیغام او هیلې هم ور سره امانت وې او دوی د عبادت په سترګه ورته کتل.

د محمد رسول الله (صلی الله عليه وسلم) یاران عجيب خلګ و. خپلې ځاني موخې یې نه لرلې، په هرحالت کې یې د خپل ګران لارښود د موخو درناوی او د غوښتنو پوره کیدا خپل غیرت، د ایمان د تکمیل ذرایع او هم یې خپلې موخې ګڼلې.
دغو تر هر آزمویښت بریالي را وتلو یارانو، د خدای د رضا د حصول او د نبي د اطاعت مینانو د هغې بریالۍ خاکې له مخه د همت ملاوې وتړلې او ټولو حالاتو ته په کتو سره یې هوښیارې او په مننه کې نه ستومانه کیدونکې هلې ځلې پیل کړې او هغه ځای ته ورسیدل چې باید رسیدلي وای. دغو پیاوړو انسانانو خپل ټول هوسونه د محمد(صلی الله عليه وسلم) د آرمان په لاره کې هیرولای سوای.

امتي صاحبه!
دوی محمد(صلی الله عليه وسلم) پیژاند، دوی هغه په هر حالت کې لیدلی و، دوی ټولې لوږې، تندې یو ځای سره تېرې کړې وې، دوی د قوم په ټولو جفاوو کې سره ملګري وو، ټول بندیزونه یې یو ځای سره ګاللي وو، دوی د محمد(صلی الله عليه وسلم) د محبت کچه په خپلو سترګو لیدلې وه. چې هرڅه یې ترې جارولای سوای. ځکه چې دوی ته د نبي د اطاعت ارزښت ور معلوم و.

امتي صاحبه!
دې وفا شعارو او ویښ ضمیرو انسانانو د نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) هغه انسانیت جوړونکی فرمان چې اوس له دوی سره و(خیرالناس من ینفع الناس)خپلې مخې ته کیښود او د مرګ د منظر په آینه کې یې خپلې کړنې تنظیمولې، تېز خو په احتیاط یې ګامونه پورته کول او د فقیرۍ په جامه کې یې د ټولې متمدنې نړۍ دفترونه چې په هر ډول عصري وسائلو سمبال دي وارخطا او ګوته په غاښ کړل او د یوې بېلګه ادارې ویاړ یې انسانیت ته په میراث پرېښود.

ابوبکرصدیق(رض):
د هجرت په یولسم کال د ربیع الاول په (۱۸)نیټه د دوشنبې د روځې په غرمه کې رسول الله(صلی الله عليه وسلم) یارانو یې له ابوبکر صدیق(رضی الله عنه) سره بیعت پیل کړ.

د سه شنبې ورځ ټوله د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) په تکفین او تجهیز کې تیره سوه او د چهارشنبې په شپه په ټاکلي ځای کې خاورو ته وسپارل سو.
محمد بن اسحاق بن یسار فرمایي چې: ماته انس بن مالک و ویل چې کله له ابوبکر صدیق(رض) سره په سقیفه کې بیعت پیل سو، نو بیا ابوبکر صديق رضی الله عنه کيناست او عمر فاروق(رض) صحابه کرامو ته مخ ور واړاوه چې رسول الله(ص) وفات سو او له هغه وروسته په موږ کې د خلافت لپاره د غار تر یار وړ او چې بسنه وکړای سي بل څوک نسته.

عمر(رض) د نبي د یارانو په غم غمجن حالت لید، نو ځکه یې پخپلو لږو، خو معنی لرونکو ټکو کې د یارانو احساس ته د پیغام د ژوندي ساتلو تار ور وغځاوه. را پورته سئ او له ابوبکر صدیق(رض)سره بیعت وکړئ!
یاران هم په ټوله مینه را پورته سول او ټولو له ابوبکر(رض)سره بیعت وکړ.
علي(رض) او زبیر(رض)هم په یاده باره کې د مشورو په لاره کې له څه ځنډ وروسته راغلل او په ټول درناوي سره یې د ابوبکر(رض)په وړ والي په اعتراف کولو سره له ابوبکر صدیق(رض)سره بیعت وکړ.

د رسول الله(صلی الله عليه وسلم)خلیفه ابوبکر صدیق(رض) هم خپله مشهوره او تاریخي خطبه چې د مشرتابه د تاریخ حسن ده پیل او ټکي په ټکي یې ځپل ځان پکې تمثیل کړ او چې کولای یې سوای لکه چې ویې کړل د خپلو کړنو لنډه، خو جامع یادونه چې د خیر،برکت او سوکالۍ څاڅکې ترې څڅیدل بلکل د دوی په ژبه د دوی له مخې کیښودله.
خطبې دارنګه د نبي د یارانو د زړو ژباړه وکړای سوای چې دوی یې پخپل بیعت آفرین ویلو ته اړایستل.

امتي صاحبه!
اخرج ابو نعیم في فضائل الصحابه عن ابي بکر(رض) انه قال!
ای خلکو!
که تاسې فکر کوئ چې ما د رسول(صلی الله عليه وسلم)د خلافت درنه ذمه واري له هغې سره د مینې او خپلې خوښې له مخه او یا په دې اراده په ځان پورې ځانګړې کړې چې په تاسې او نورو مسلمانانو واک وچلوم. په هغه الله(ج) لوړم چې زما د روح واک ورسره دي. ما پخپله خوښه دا کار نه دي کړی او نه یوه شپه او نه هم یوه روځ د دې ذمه وارۍ د منلو هیله من یم او نه مې له خدایه په پټه او ښکاره دغه غوښتنه کړې ده، دا یو ډیر دروند بار دی چې زما په اوږو پروت دی، چې د الله له مدده پرته یې د سرته رسولو وس نه لرم، نو که تاسې د نبي په یارانو کې هر یو د دې ذمه واري د سرته رسولو لپاره تر ما وړ او کافي وینئ، له ما سره سوی بیعت له هغه سره وکړئ. او زه هم له تاسې یو یم او که د ذمه واري دا له مسئولیته ډک بار زما په اوږو پریږدئ، نو واورئ! که زه د خدای په لاره سم روان وم مرسته را سره وکړئ او که د خدای له لارې کوږ سوم نو سم مې کړئ. که د خدای او د هغه د استازي په اطاعت کې وم. اطاعت مې وکړئ او که مې سرکشي وکړه مه مې منئ.

اخرج بن راهویه و حیثمه في فضائل الصحابه(رض):
ابوبکر صدیق(رض) له ټاکل کیدو وروسته پخپل کور کې پرېشانه ناست و چې عمر(رض) ور ننوت او ابوبکر(رض) د ملامتۍ ګوته ورته ونیوله او ورته ویې ویل:
تا د دغه لوی مسئولیت په منلو اړ ایستم او د خلکو په منځ کې د پریکړې او عدالت په ستونزو کې دي وا چولم، خو عمر فاروق(رض)د رسول الله(ص) په لار ښوونو او د حالاتو باریکۍ ته په کتو کې قانع کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x