افغانستانسولې اړوند خبرونه

ترکیه کې د افغان سولې ناسته: مذاکراتي ټيمونو ته د توافق لپاره اصول سپارل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې تمه ده روانه میلادي میاشت د ترکیې په استانبول کې د افغانستان د سولې په تړاو ناسته راوبلل شي، د ملګرو ملتونو، ترکیې، امریکا او قطر له لوري د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو ته نهه مادې لرونکي اصول سپارل شوي، تر څو د ترکیې له ناستې وړاندې ورباندې مذاکراتي ټيمونه توافق وکړي او راتلونکي مذاکرات د همدې اصولو په رڼا کې مخته یوسي.

په دې اصولو کې راغلي، چې افغانان له جګړې ستړي دي ، نو ځکه دواړه لوري باید د یوه سیاسي مشارکت تامین او د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د اوربند رامنځته کېدو ته ژمنتیا وښيي او په دې توګه د افغانانو غوښتنې انعکاس کړي.

وړاندې راغلي، چې دواړه لوري باید د یوه باثباته، سوله ییز، خپلواک او اسلامي افغانستان د رامنځته کېدو په موخه ګډ کار وکړي، پر یو بل تورونه ونه لګوي او دا چې اسلام د افغانستان یوازینی رسمي دین او  د ملي وحدت سرچینه ده؛ نو ځکه باید سیاسي مشارکت له اسلامي اصولو سره سم تحقق پيدا کړي.

په وړاندې شویو اصولو کې ددې تر څنګ ټینګار شوی، چې په افغانستان کې باید ټولو اقشارو ته د ښه ژوند کولو زمینه برابره کړل شي، د هغوی حقونه ورکړل شي او په ټولو پرېکړو کې ښځو ته هم د پرېکړو مساوي حق ورکړل شي.

د اصولو په نهم بند کې ټینګار شوی، چې د مذاکراتو دواړه لوري دې د پورتنیو اصولو په عملي کولو د یوه «انتقالي حکومت» رامنځته کېدو او د «تاوتریخوالي» پای ته رسېدلو ته د زمینې برابرولو په موخه له تاوتریخوالي په تشه فضاء کې خبرې مخته یوسي.

د ترکیې ناسته چې د امریکا په وړاندیز  او د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې د ترکیې په استانبول کې رابلل کېږي، د کابل حکومت لومړی مرستیال وایي، ښايي د روانې اوونۍ په پای کې جوړه شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په تېرو دوو ورځو کې له اشرف غني، عبدالله او مخکښو افغان سیاسیونو سره د همدې ناستې په تړاو مشورې کړې دي او ټینګار یې کړی، چې د جمهوریت لوری باید له یوې واحدې طرحې سره د ترکیې ناستې ته ولاړ شي.

بل لور ته طالبان وایي، لا یې هم په دې ناسته کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې او تمه لري، چې امریکا به په دوحه کې له کړې هوکړې سره سم ټول بهرني عسکر له افغانستانه وباسي.

بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو ته د سپارل شویو اصولو اصلي متن چې نن ټکی اسیا ترلاسه کړی، په لاندې لینک کې لوستلای شی:

د ترکیې د غونډې لپاره ۹ عمومي اصول او په اړه یې د کابل د مذاکراتي ټیم نظر

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Talib Jan

There is another meeting in Istanbul. Enjoy Turkish Chicken Kebabs. Forget about free Islamic Afghanistan. It looks like the west is pouring candies in your packets. I can see you guys got big tummies. Dr Naeem looks slim but after a month he would also get a big tummy.

پوپل ستانکزی

آدم خان . ته خو گرانه چه دادوه تکی انگلش باندی داسی غره یی اول خو تاته داوایم چه English is a language not education دویم مونگ ستاسو دیموکراسی او پختو دواره ولیدل چه تاسو حتی د خپل خوارکی عسکر ناموس هم په آرامه پرینخود حتی د جنسی خواهش تمه مو هم ورنه وکره او بیا تاسو غوندی وطنفروشان هم ولاریگی او پاکو مجاهدینو ته داسی ناشایسته لفظونه اسعمالوی د شرم او حیا کوم لفظ هم ستاسو کتاب کی شته که نه ؟ ستاسو د شیخ الحدیث فاحشه خانی هم په قرغه کی خلکو ته معلومی دی او د مفتفکر… نور لوستل »

Adam Khan

POPAL SAIB SALLAMOONA ZA DA PAKHTO KEYBORD NA SHAM ISTEMALAWALLI ZACKA PA ENGLISH KI LEEKAM WAROORA ZAMA ZRAH DARD KAWI AW ZA NA GHWARAM CHI TALIB MASHRAN KHAPAL KEMATTI WAKHT PA BAHAR MALKOONO KE TER KARI TALIB MASHRAN KHAPAL WATAN PA KHABARO NA SHE AZADAWALI AW NA SHI KAWALAI CHI ISLAMI NEZAM DA GHARBIANO SARA PA KHABARO HAKIM KARI TALIBAN BAYED KHAPAL DAAWAT, ISLAMI TABLEEGH AW MOQADAS JEHAD TA DAWAM WARKRI ZAMONG TALIB MASHRAN DER SADIQ AW WAFADAR KHALAK DI KHO GHARBIAN PA KHAPALO WAADO WAFA NA KAWI AW ZAMONG TALIB MASHRANO TA DOKAH WARKAWI GHARBIAN ZAMA AW STA KOOR… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x