نړۍ

برګډال دا ځل په پوځ کې دفتري کار کوي

نن ټکی آسیا(چهار شنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۳۹۳): بو برګډال هغه امریکايی عسکر دی چې په ۲۰۰۹ز کال کې د پکتیکا ولایت په یوسف خېل ولسوالي کې د طالبانو له خوا ونیول شو. له پنځه کاله بند وروسته له ګوانتانامو نه د پنځو لوړپوړیو طالب مشرانو په بدل کې خوشي شو.
ویل کېږي چې برګډال تېره ورځ ـ دوشنبه ـ په ټکساس ایالت کې په يوه پوځي اډه کې بېرته له خپل پوځ سره کار پیل کړی دی.
فرانس پريس اژانس ته د امریکا د دفاع وزارت ویاند کرنل سټیون ويلي دي چې نوموړي ته يې یو عادي دفتري کار سپارلی دی، د امریکا د دفاع وزارت ویاند وايي چې دوی لاهم په دې اړه څېړنه کوي چې برګډال څنګه ورک او څنګه د طالبانو په منګولو کې کېوت.
پخپله بوبرګډال له خلاصون وروسته تراوسه له رسنیو سره خبرې نه دي کړي، ځکه خو ځينې سرچينې د نوموړي اړوند خبرې دامریکايي چارواکو تبلیغاتي هڅه بولي او غواړي چې په دې ډول د برګډال اړوند عامه ذهنیت بدل کړي.
تر دې وړاندې باوري سرچېنو ویلي و، چې برګډال له طالبانو سره په بند کې مسلمان شوی دی، هغه به طالبانو ته روزنه ورکوله او له هغوی سره په مخامخ کېدو به يې له «السلام علیکم» څخه خوند اخیست.
د برګډال کورنۍ او ځینو امریکايي چارواکو هم ویلي وو چې برګډال له فکري اړخه طالب شوی دی. برګډال د راوان لمریز کال د جوزا په لسمه له پنځو لوړپوړو بندي طالب مشرانو سره په تبادله کې خوشي شو. نوموړی په یاده نېټه د خوست په علي شيرو کې خپلو ملګرو ته تسلیم شو.
نوموړي له طالبانو سره په بند کې څو ځلې په ويديويي او لیکلو پیغامونو کې ویلي و، چې دی پخپل امریکایتوب شرمېږي. هغه له خپلو ملګرو غوښتي و چې د څو اشخاصو د شخصي ګټو لپاره دي ځانونه نه قربانوي.
برګډال له خوشي کېدو وروسته نېغ المان کې یو روغتون ته ورسول شو او امریکايي مقاماتو خبر ورکړ چې نوموړی له فکري اړخه له خپلې کورنۍ سره د ملاقات وړ نه دی.
له بله پلوه د امریکا کانګریس امریکايي چارواکي په دې ملامت کړي دي چې ولې يې د طالبانو دغه غوښتنه چې د یو تن په بدل کې يې پنځه لوړپوړي مشران ور پرېښوودل ومنله.
پخپله برګډال له رسنیو سره تراوسه خبرې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x