ټولنیزه برخه

مسلمانو ښځو “میرمنو” ته څو خبرې

خالق یار احمدزی

ګرانو خویندو، میندو تر هر څه وړاندې مې سلامونه نیکې هیلې او احترامات قبول کړئ او په دوهم قدم کې دعا کوو چې الله ج مو د عزت لوپټې همداسې درنې او مستورې وساته!.

نن غواړم تاسو ته څو څرګندونې وکړم، خو هیله ده خاطر مو پرې دروند نه کړئ او په غور یې راسره ولولئ.

قدرمنې خورکۍ!
الله جل جلاله پر تا د ضروري احکامو او فرائضو علم فرض ګرځولی، لږ تر لږه باید د لمانځه، اوداسه، د قرآنکریم لوست او د ورځني ژوند پر مهمو مسائلو کافي پوهه ولرې او په دې برخه کې ستا بې علمي، بهانه نه شي جوړیدای.

لکه څنګه چې ستا خلقت د کور د یوې محترمې امیرې په حیث شوی او ستا میړه “خاوند” تاته په خوراک، څښاک، پوښاک او کور موندلو کې مکلف ګرځول شوی، ته هم باید د هغه د کور ښه ساتنه او پالنه وکړې؛ باید د کور په چارو او د خپلو ماشومانو خدمت کې فعاله ونډه واخلې، په دې برخه کې نه د ستړیا احساس وکړې او نه د چا پیغورونه دې په اړوند چارو کې د خنډ اوځنډ لامل جوړ شي.

خورکۍ! ته د هغو خلکو په څرګندونو هم مه تیروزه چې تا له نارینه سره مساوي او یو رنګې بولي او تاته د حقوقو نه درکولو له امله خلک ملامتوي او ته هم په دې برخه کې د بیځایه ګیلو او پلمو لټه مه کوه.

که په دې برخه کې مې په څرګندونو نیوکه لرې، نو هیله ده د اوسنیو ساینس پوهانو او روغتیاپالانو څیړنې وګوره او بیا د ځان د کنترول هڅه و کړه.

قدرمنو میرمنو!
تاسو په دولتي چارو کې د کمې ونډې اخیستو له امله نیوکې مه کوئ! هغه نارینه چې ستاسو په کمرنګه فعالیت اوښکې تویوي، هغوی ستاسې دوستان نه؛ بلکې د جنسي غریزې وږي لیوان دي.

که تاسو په تجربې سره هرې دولتي ادارې، روغتیایي مرکز، رسنیزو ادارو، حقوقي مراکزو، د امنیتي ځواکونو لیکو او نورو هغو بنسټونو ته چې ښځې په کې کارمندانې دي، سر ورښکاره کړئ، وبه وینئ چې له ۸۰تر ۹۰سلنه میرمنې له ډول ډول جنسي ځورونو سره مخ دي.

هوکې! زه ستاسو د کار او دندې مخالفت نه کووم، البته له سړیو سره ګډ کار حتما دا ناوړه پایلې له ځانه سره درلودای شي.

مسلمانو میرمنو! که یې شوق او وړتیا لرئ نو کار، دنده او لوړې زدکړې، په هغو اصولو ترسره کړئ چې ستاسو اسلامي عقیده، عنعنات او کلتور یې ایجابوي، نه دا چې په دیموکراتیکه بڼه میدان ته را وړاندې شئ.

هوکې!
هغوی چې دا استدلال کوي چې ګواکې د ښځینه روغتیاپالانو په نشتون کې مونږ نارینه ډاکټرانو ته اړ کیږو، په خپل ځای کې سم دی او مونږ باید ښځینه روغتیاپالانې، ډاکټرانې ولرو، خو که اړتیا وه نو د فقهې مستنداتو پر بنیاد، د اړتیا پرمهال نارینه ډاکټر هم د نامحرمو میرمنو درملنه، عملیات او روغتیایي کتنه کولای شي.
ته دمیراث مسلم حق لرې او باید په خپل ټول توان او له هرې ممکنه لارې یې له پلار، ورور او نورو هغو څخه چې شریعت یې تاته په میراثي مال کې حق درکړی، واخلې.

خورکۍ!
له خپل خاوند سره دې په مینه ژوند تیروه، ستا یواځنۍ ټولواک او حقدار چې دی، هغه ستا خاوند دی چې باید په هیڅ ډول حالاتو کې یې مایوسه، خپه او زړه بدی نه کړې.

دغه راز، د خاوند د خپګان یو لامل، د هغه له مورکۍ”ستا خواښې”، خورګانو او نورو د کور غړو سره ستا خشن چلند جوړیدای شي، چې باید کله هم داکار ونکړې، د هغه مور خپله مور بوله او د کور د میرمنو او نورو غړو قدر یې ساته.

داسې پالیسي کله هم مه غوره کوه، چې خاوند له خپلې مورکۍ او د کور له نورو غړو زړه توری او جدایي ته یې وهڅوې..

له نامحرمو کسانو سره خواله او بېځایه روغبړ مه کوه او په ټوله کې له هغو شیانو پرهیز وکړه چې، خاوند دې پرې خپه کیږي.

خپل ځان دې یواځې خاوند ته سینګاروه، کله هم چې له کوره بهر وځې باید مستوره او محجبه، حیاناکه واوسیږې.

د خواښې او د کور د نورو مشرانو میرمنو په شتون کې له ګاونډیانو او کلیوالو میرمنو سره تعلقات مه ساته، یواځې هغو چارو ته پاملرنه وکړه چې ورځني ژوند کې درسپارل شوي دي.

هیڅکله په خوراک، پوښاک او کور کې چې ستا حق هم دی، خپل غریب میړه ته فرمایشونه مه ورکوه، ځکه هغه تاته په دومره څه راوړلو مکلف دی چې تر وس یې پوره وي..

د خپل پلار کور ته د تګ پرمهال، هڅه مه کوه چې د ترونو، کلیوالو او نورو خپلوانو کره د میړه د اجازې پرته ولاړه شې، البته که د هغه اجازه هم وه، نو له خپلو د آکا “تره” زامنو، د ماما، خاله او عمه له زامنو او نورو نامحرمو سره له ستړې مشې پرته زیات روغبړ مه کوه..

که د خپل اوښي”زوم” سره روغبړ کوې، دومره افراط مه کوه لکه د هغه یوه محرمه ښځه یې چې کوي، ځکه ته ابدي نه؛ د هغه لپاره په مؤقته توګه محرمه یې چې هغه هم یواځې ستا د خور له ژوند پورې تړاو لري.

له لعنت ویلو، دروغو او غیبتونو ځان ساته، ځکه د میرمنو له لوړو عادتونو همدا دي چې هیڅکله یې پریښوودلو ته تیارې نه وي.

د خپل ځان، کورنۍ او خپلو ماشومانو نظافت ته جدي پاملرنه کوه، ځکه دا هر څه ستا د اصلیت په هکله خلک پریکړې کولو ته هڅوي.

له خپلې ژبې او غږ سره دې احتیاط کوه، هره خبره خورا په ادب او چوکاټ کې کوه او هڅه کوه غږ او خبرې دې نامحرم وانه وري، ځکه ستا غږ عورت بلل شوی او له امله یې خلک په فتنو کې هم اخته کیږي.

کله هم چې له کوره بهر وځې، نو له خوشبویي لګولو، د شورجوړونکو کالیو، بوټونو، بنګړیو او ټولو هغو وسایلو له کارولو ډډه وکړه چې د نامحرمو خلکو توجه /پاملرنه ستا پر لوري جلبوي.

هیڅ پریکړه کې توندي مه کوه، د خپلو اولادونو د تعلیم او ښې روزنې خیال ساته او ترڅنګ یې خپل درسپارل شوي کار ته غور کوه او په مینه یې سرته رسوه.

په کورني ژوند کې جنجال پاروونکي حرکات او خبرې پریږده او په کمه خبره د کورنۍ غړي مه خپه کوه، ځکه دا ښایي د کور د افتراق او اختراق لامل جوړ او خوښي مو په غم بدله کړي.

تر هرڅه زیات دې ورځنیو اذکارو، تلاوت او د اړینو دیني کتابونو مطالعې ته وخت ورکوه.

د صالحو اولادونو د راتګ دعا کوه، هیڅکله د مایوسي په ټغر مه کینه او له خپل میړه سره په الفت وخت تیروه.

د واده د انتخاب حق ستا خپل دی، کله هم تحمیلي پریکړې ته تن مه ګده، خو د مور او پلار پریکړه کې له ایښودل شوي خیر څخه هم سترګې باید پټې نه شي.

د ژوند د ملګري په انتخاب کې باید جرأت مندانه پریکړه په ډاګه واوروې، خو بیا هم که له سرچپه برخلیک سره مخ کیدې، نو بس د تقدیر پر پریکړه صبر وکړه او په خشن برخورد سره، ځان د ټول عمر لپاره د خلکو د خندا مه جوړوه.

قدرمنو میندو خویندو! په دې هیله چې زما څرګندونې درباندې سختې نه وي تمامې شوې، له تاسو بښنه غواړم او د دعاء غوښتنه درڅخه کووم.

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x