لیکنېنظــر

افغان اسلامي حکومت جوړونه کې د امریکا څو مخي

الحاج استاذ بیانزی

له سوړ جنګ نه وروسته متعددو استعماري قدرتونو نه په یوه نړیوال استعماري قدرت کې د دې  لپاره ننوتل چې د مظلوم بشریت استثمارولو کې یو استعماري قدرت د بل استعماري قدرت په ضد بیرغ پورته نه کړي، د تقابل په ځای به استعماري ګټې متناسبا سره ویشي او لا به یو بل ته کریډيټ ورکوي.
د مظلوم بشریت د قانوني استثمارولو لپاره یې له پېړیو پېړیو هر پلانګذاري او سرمایه ګذاري کړې وه چې نړیواله شاهنشاهي یا د ځمکې خدایي تر لاسه کړي.

له دوهم نړیوال جنګ وروسته د نړۍ پرمخ تللو استعماري او اتومي بمو جوړونکي هیوادو ( امریکا، روس چین، فرانسه او برطانیا ) د امنیت شوری جوړه کړه چې د نړیوالو مهمو پېښو اخري تصمیم نیونکی او د ملګرو  ملتو هغه فیصلې چې د دوی هر یو په ګټه نه وي بې له منل شوو اسنادو او معقولو دلایلو به یې هر یو د ویټو کولو یا لغوه کولو حق لري، د ملګرو ملتو په رأس کې به قرار لري، د ملګرو ملتو سره به د میړه او میرمنې په شان اړیکې لري، د ملګرو ملتو ټولې پریکړې به د امنیت شوری تصدیق ته اړه لري.
د امنیت شوری او ملګري ملتونه د نړیوالې شاهنشاهۍ نمونه یي هڅې دي، د همدې نړیوالې شاهنشاهۍ لپاره امریکا د نړۍ وچو او لمدو کې تر ۸۰۰ زیاتې نظامي هډې لري، نړیوال بینک په مالي بندیزونو مطلوب هیوادونه تسلیم، نظامي کودتاګانې او لا په زور مطلوب هیوادونه اشغالوي.

نظم نوین جهاني د امنیت شوری ۵ غړي په نظامي تړون کې له ځانه سره ملګري او نور یې تسلیم کړل، یواځنی مقاومت چې ورته احساسیدلو هغه اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول د افریقا شمال اسلامي هیوادو، منځني ختیځ او افغانستان کې و، ځکه یې د سپټمبر فاجعه جوړه او د غچ اخستنې په نوم یې لومړی افغانستان او بیا  عراق اشغال او له هغه وروسته یې د عرب پسرلی په نوم زړې مهرې په نوو بدلې کړې یعنې څه چې یې غوښتل هغه یې ترلاسه کړل، منځني ختیځ کې یې هم د پام وړ لاسته راوړنې ترلاسه او د اسراییلو د رهبرۍ لاندې یې دوهمه اضلاع متحده جوړه کړه.

له بده مرغه نړیوال استعمار د لویو قدرتو هدیره هیواد ( افغانستان )کې د ملا ماتونکي ماتې سره مخ شو. جبراً یې اسلامي امارت سره دوحه کې د امریکایانو د وتلو مهالویش توافق لاسلیک کړ، چې د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې به د ټولو قراردادیانو په شمول له افغانستانه وځي، دغه توافقنامه کې دا هم لاسلیک شوي وو چې [ په امریکا او متحدینو به له افغانستانه برید نه کیږی، طالب بندیان به خوشې کیږي، بین الافغاني مذاکرات او سرتاسري اوربند به تر سره کیږي] دا هم ورسره یاده شوې چې له ټولو مادو یوه هم که نه وی ترسره شوې ټولې نه دي ترسره شوي.

امریکا له اوله د نړیوالې شاهنشاهي جوړولو لپاره تاسیس شوی، د مالي، نظامي، استخباراتي او تبلیغاتي له مخې پوره پیاوړتیا او خپلواکي لري، د هر هیواد یا ګروپ سره چې کوم تړون لاسلیک کړي، که یې په ګټه نه و له هغه تړونه په اسانۍ ځان باسي لکه د ایران له فرجام تړونه چې په شا شوه. د اسلامي امارت سره یې تړون هم که د امریکا په ګټه نه و د فرجام به شان له تړونه په یوه بهانه په شا کیږي.

حیرانونکی!!!
په یوه اونۍ کې یې زموږ هیواد د څو لکو فوځیانو، ټینکونو، الوتکو، بې شمیره وسلو او وسائلو په مټ اشغال کړ، اوس څو زره پوځ په ۱۴ میاشتو کې نشي ویستلی ولې؟
له طالبانو دوه درې میاشتې تمدید د څه لپاره غواړي چې نور افغانان او مجاهدین ووژني؟

بین الافغاني مذاکرات باید د هیواد د قاطع اکثریت سره تر سره شوي وی مګر طالبانو د دې لپاره چې روغه جوړه کې یې انعطاف ښودلی او  امریکایانو ته د پاتې کیدو نورې بهانې ونه زیږول شي د غلامۍ ادارې نااهله او بې صلاحیته ټیم یې هم ومنلو چې مذاکرات ورسره پیل کړي( په یو شرط چې د حکومت په نوم به یې نه پیژني).

برخلاف، امریکا غلامې ادارې ته دستور ورکړو چې د څو اوونیو په ځآی څو میاشتو کې بندیان ایله کړي او مذاکراتي هیئت یې هم د مذاکراتو وړتیا او صلاحیت نه درلود او قصداً وخت کشي کېدله، امریکا کولای شول د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې یې هم د خپلو پوځونو ویستلو کې له عجلې کار اخستی وی او هم یې په غلامه اداره مذاکراتو کې د عجلې فشار اچولی وی. د هر تمدید وروسته به د بل او بل تمدید غوښتنه  لري.

که امریکا رښتينې وي ۱۴ میاشتې هم د امریکایي، هم د ناټو او هم د قراردادي فوځونو د وتلو لپاره کافي وخت وو او هم به د اسلامي حکومت جوړونه او هم به سرتاسری اوربند ترسره شوی وی او هم به د طالبانو پاتې بندیان خوشې شوي وای او افغانستان به د یو خپلواک هیواد په توګه له جنګ او فساد پرته عادی ورځنی ژوند پیل کړی او سیمه به هم له هر ډول ستونزې او بې امنیو بیغمه شوې وای.

برخلاف، امریکا د دوحې تړون په خلاف لومړی ماسکو غونډه جوړه او له هغه وروسته استانبول کې د بن د غونډی په شان غونډې جوړولو هڅې پیل کړي چې د بن په شان بله غلامه او  سکولر اداره په افغانانو تحمیل کړي.

زما د ارزونو  له مخې امریکایان رښتوني نه دي، هڅې لري هغه څه په روغه جوړه کې ترلاسه کړي چې شل کاله جنګ کې یې نه دي ترلاسه کړي، نو نباید طالبان د ترکیې د بن په شان غونډه کې ونډه ولري او یا د حالاتو د ارزونو لپاره که په ټیټه کچه پلاوی ورواستوي سمه به وي اصلاً د ماسکو او استانبول غونډې د دوحې تړون د نقضولو او کمرنګه کولو لپاره دی، امریکا د کابل غلامې ادارې ته یو څه، طالبانو ته بل څه، پاکستان او ناټو (دوهم کلاس غلامانو) ته بل څه او د هر چا سره بل او بل ډول تعامل لري، حتی د بایډن خبرې د امریکا د دفاع او خارجه وزیر سره توپیر لري.

په دې واسطه عامه اذهان مغشوشوي او په دې واسطه هڅې لري چې افغانستان کې د اوسنۍ غلامې ادارې په ځای بله غلامه او سکولر اداره جوړه او له هغه وروسته به د نړیوالې شاهنشاهۍ اعلان وشي مګر دا به یې خوب او خیال او مهال وي، سره له دې چې انګریزان تر ټولو هوښیار او نړیوال استعماري قدرت دی مګر افغانستان هم د لویو قدرتونو هدیره هیواد دی په همدې هدیره کې یې د پروني استعمار مړی خښ شوی او پرون پکې د روسانو د قدرت مړي خښ دي او نن به د انګریزانو د نړیوال استعمار مړي خښږي.

ان شاء الله.

ومن الله التوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ویتامیانو په ۱۹۷۳ کال
چه د آمریکا سره د وتلو تعهد وکرلو

نو ۶۰ ورزی یی آمریکا ته اجل تعین کرلو
او په ۶۰ ورزو( ۲ میاشتی ) کی یی اتول اشغالگر وباسل

مجاهد

احمد صاحب، هو ستاسی خبره سمه ده مګر د هغه وخت کمونست وارسا پکت د روسانو په مشرۍ د امریکا سره په نهایی دشمنی او تقابل کی قرار درلود حتی امپریالیزم د چینایانو او روسانو ګډ دشمن وو د وارسا پکت ورځ له بلی د پیاوړتیا او ناتو پکت د کمزورتیا سره مخ وو یعنی کمونستانو جغرافیا ورځ له بلی مخ په زیاتیدو او د ناتو جغرافیا مخ په کمیدو وه تردی چه غربیانو د زمکی په مخ د کمونستانو سره د مقابلی توان نور نه لیدلو د اسمان ستورو ته یی پناه وړله په دغه حساسو شرایطو کی یی… نور لوستل »

عبدالمصور

سلامونه ماته ملکری وایی چی سه کو ی دمره غم یی دی درسره دملت خپل کاربه کوی خونه کیږی هرسه وکړم حالت داسی دی چی زان خبر کړی بیا چی نن ټکی اسیاته کینم دیرجالب اوپه زړه پوری مطالب لری هرورز ۴ یا ۵ ساعته په کی مطالعه کوم حتی چی کورته لاړشم زه له تولو مننه کوم الله ج دی پوره پوره اجر درکړی ټولو چلوونکی ته . استاد محتر م ، په همدی کی چل دی دوی به هم دامیرالمومنین دپیروانو او شاکردانوعزم نه وی لیدلی یوه خبر کوی خو پخه یی کوی بیانو چل ول ته په… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

عبد الصبور ورور سلامونه او نیکی هیلی! ستاسی فرموده سمه او د نن ټکی اسیا اسلامی پانی سره مو هره ورځ ۴ تر ۵ ساعته د مطالعی وخت تیرول ستاسی د قدر وړ او عبادت دی. دا د الله ج دین دی هغه ذات یی خپله ساتی طالبان هم وسیله ده اصل د خالق لایزال په واک کی ده، الله ج دومره مهربانه دی چه زموږ لیکنی ستاسی لوستنی هم په عبادت او سپیڅلی جهاد کی شمیری صرف چه ښه نیت ولرو او له ریا کاری لیری پاتی شو. تاسی دی معجزی ته وګوری چه د یو ګروب طالبانو چه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x