تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه(۳) د ډاکټر نجيب الله او روسيې ترمنځ د بدګومانۍ واټن

شهرت ننګيال

د شوروي پوځونو له وتلو، امریکا کابل کې په ځانگړو مراسمو د خپل سفارت په تړلو غوښتل د رژیم سقوط باوري کړي… ځکه خو يې د سفارت له انگړ د خپل بیرغ په ډراماتیک کوزولو د ډاکتر نجیب الله نسکورېدل اعلان کړل…

روسانو غوښتل د هېواد ختيځ او جنوب سيمو د سولې تر نامه لاندې وسله وال ځواکونه کابل ته ولېږدول شي چې د کابل دفاع شونې شي، که داسي ونشوه دغه ټول ځواکونه د هېواد په شمال کې ځای پر ځای او شمال د هېواد د پلازمېنې په توگه اعلان شي، په دې توگه به شمال د پوځي او گوندي ځواكونو فعال مركز او د جنوب د ازادولو غښتلی سنگر وگرځي.

ډاکټر نجیب د دغه پلان په وړاندې منفي دريځ درلود او هغه يې په يوه بله بڼه د هېواد د وېشنې هڅه گڼله.

له همدې ځایه وه چې د ډاکتر نجیب او روسيې تر منځ د بدگومانۍ واټن زیاتېده. ډاکټر د دلوې ۲۶ مه د ملي ژغورنې ورځ وگڼله او د ۱۳۷۰ لمریز کال د جدي په ۲۵مه يې خپله وینا کې وویل: د بهرني يرغل پر وړاندې د افغانانو ملي پاڅون د دلوې په ۲۶ نېټه بریالی شو. په همدې مهال د روسيې سفير له ډاکتر نجیب سره د بېړنۍ لیدنې غوښتنه وکړه او دی يې د روسيې پر ضد په لمسون تورن کړ.

ډاکټر د ډپلوماتیکې پوستې له پلټنې چې د روسانو له خوا کېده ډډه وکړه او د دغه پوستې د لېږد کرښه يې د شوروي اتحاد پر ځای هندوستان وټاکه.

له بلې خوا د مسکو او ایران له نژدې کېدو ډاکټر نجيب ته داسې اطلاعات ورسېدل چې په روسيه کې له چاپېدونکو افغانيو يو شمېر په حیرتان کې ځينو دولتي او مخالفو قوماندانانو ته ورکول کېږي چې يو شمېر نورې پر ډالرو له بدلېدو وروسته زېرمه کېدلې.

له دې پرته له قرارداد نه د باندې وسلې او مهمات هم حیرتان ته لېږدول شوي وو، له همدې ځایه وه چې ډاکتر نجیب په کابل کې د مسکو سفیر ته د مزار له قونسل شکایت وکړ…

د ایران رول:
ایران د تېلو د ناپایه زېرمو په لرلو روسيې ته لکه سعودي د امریکا لپاره حيثيت درلود ځکه خو د افغانستان په ربړه کې د يوه ځواکمن لاس په لرلو فعال پاتې شو.
په دې لړ کې له امریکا سره د ایران دښمني هم د شوروي اتحاد دریځ پیاوړی کاوه چې د ایران لپاره ښه چانس گڼل کېده.

فرانسه هم له مسعود او ایران سره د ښو اړیکو له مخې پر دغه لیکه مله شوه، همدا فرانسه وه چې خمیني د شاهنشاه پر خلاف ترې د انقلاب قومانده ورکوله. ایران يوه بله کړۍ کې (د سلطانعلي کشتمند، عوض نبي زاده، خادم بېگ او جنرال غلام سخي په ځايولو سربېره)) نصر، پاسداران، نهضت اسلامي، شورای اتفاق، دعوت اسلامي، جبهه متحد اسلامي… ډلې په وحدت گوند کې راټولې کړې، ایت الله محسني د ایران فشار ته غاړه کېنښوه… دده په خبره د وحدت ځینې مشران له کابل دستور اخلي… ځکه خو پېښور ته د خپلو تشکیلاتو په لېږد اړ کړل شو.(۱۵ مارچ ۱۹۹۱ فرنټیر پوست)

د سلطانعلي کشتمند ورور اسد الله کشتمند چې په ایران کې د ډاکتر نجیب شارژدافير و، بې له دې چې رژیم، سفير او د بهرنیو چارو وزارت په جریان کې واچوي له ايراني لوري سره د سلطانعلي کشتمند ځانگړي مراسم تاوده ساتل، پر دغه ټکي له خبرېدو سره ډاکټر نجيب، کشتمند له صدارت نه گوښه او فضل حق خالقيار يې د هغه پر ځای صدراعظم وټاکه، کشتمند هم له گوند نه خپله استعفا اعلان او په يوه مرکه کې وویل: ((له فکري اړخه له وحدت گوند سره تړاو لري خو تشكيلاتي اړیکي يې ورسره نه شته.))
په دې توگه يوې خوا ته آمریکا، سعودي او پاکستان او بلې ته ایران، روسيه او فرانسه يوې نوې لوبې ته د خپلو لوبغاړو تر شا ودرېدل، مسعود او رباني له دواړو غاړو سره د تفاهم او اړیکو کانالونه پرانستي وو.

راتلونکی عنوان:
له څلوېښتم لښکر سره اوربند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x