ځانګړي راپورونه

د استانبول راتلونکې غونډې د نهه ما‌ده‌ييزې اجنډا مهم ټکي څه دي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۰ل): نن ټکی اسيا د ترکيې استانبول ښار کې د افغانستان سولې په اړه راتلونکې احتمالي ناستې لپاره د امريکا، قطر، ترکيې او ملګرو ملتونو هغه نهه ماده‌ييزه اجنډا تر لاسه کړې، چې د کابل حکومت او طالبانو ته سپارل شوې ده.

د استانبول راتلونکې احتمالي غونډې په اړه جوړه شوې اصول نامه نهه مادې لري، چې مهم ټکي يې تلپاتې اوربند، خپلمنځي همکاري، سياسي مشارکت، د انتقالي حکومت رامنځته کول، د ټولو افغانانو برابر حقونه، د اقتصادي پرمختګ پلان، له ګاونډيو او نړيوالو هېوادونو سره د اړيکو ساتل او د جګړې د بيا پېښېدو مخنیوی په کې شامل دي.

دا په داسې حال کې، چې طالبان وايي، دوی لا هم په دې ناسته کې د ګډون او يا نه ګډون پرېکړه نه ده کړې.
د دې اصول نامې متن نن ټکی اسيا د خپلو لوستونکو لپاره ژباړلی دی.

۱ـ ټول افغانان له دغو جنجالونو او منازعو زړه ستړي دي، موږ د دوی هغې غوښتنې ته درناوی لرو، چې د جګړې د پای ته رسولو هيله لري او ژمنه کوو، چې د افغانانو له هيلو سره سم د سياسي مشارکت او تلپاتې اوربند له لارې د سوله‌ييز افغانستان د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې کوو.

۲ـ دواړه لوري موافق دي، چې خپلمنځي شريک کارونه پر يوه بل له تورونو لګولو پرته په سوله‌ييزه فضا کې تر سره کړي، تر څوه يوه سوله‌ييز، يو موټی، باثباته، خپلواک، اسلامي او د افغانانانو رښتيني استازولۍ لرونکي افغانستان ته ورسيږي.

۳ـ اسلام د افغانستان رسمي دين او د ملي يووالي سرچينه ده، سياسي مشارکت به د اسلامي اصولو په رڼا کې ترسره کيږي.

۴- موږ داسې يوه شريک حکومت ته ژمن يو، چې د ولس استازولي وکړي، پراخ بنسټه، ولس ته د منلو وړ او ځواب ويوونکی وي او د اساسي قانون په رڼا کې عمل وکړي. موږ موافقه کوو، چې په عاجله توګه، چې د ټاکلي وخت لپاره داسې يوه انتقالي اداره رامنځته شي، چې ټولو لوريو ته د منلو وړ وي، تر څو وکولی شي، چې د نوي حکومت رامنځته کولو او د روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره لاس په کار شي.

۵ـ د افغانستان پراخ تنوع د افغانانو لپاره د ځواک او فخر سرچينه ده، راتلونکي سياسي ترتیبونه بايد د همدې تنوع د تقويې لپاره ترسره شي، دا ترتیبونه بايد د ټولو اتباعو د مساوي حقونو لپاره له هر ډول توپيري چلند پرته ترسره شي. ښځې بايد د ژوند په ټولو ډګرونو کې مساوي شرکت ولري او حقونه يې بايد د اسلامي ارزښتونو او د ملګرو ملتونو د مکلفيتونو سره سم وساتل شي.

۶ـ موږ د ټولو افغانانو د بشري حقونو د ملاتړ لپاره ژمن يو، موږ د جګړې ټولو لوريو د ميليونونو کسانو قربانۍ ته درناوی لرو او د دې ټپونو د پټۍ کېدو لپاره د زړه له کومې هڅې کوو، کوم، چې د جګړو له امله رامنځته شوي او له همدې امله خپلمنځي يو بل منلو او زغملو لپاره باید زمينه برابره شي.

۷ـ راتلونکی حکومت دې د اقتصاد او متوازن ټولنيز پرمختګ لپاره پلانونه جوړ کړي، تر څو د افغانستان ولس له بې وزلۍ او فقر څخه راووځي او په باعزته سوله کې ژوند وکړي.افغانستان به نړيوالو مرستندويانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي، د بشري مرستو کوونکو ټولنو همکارانو ته به اجازه ورکړل شي، چې ټولو افغانانو سره مرستې او همکاري وکړي.

۸ـ افغانستان دې د سيمې له هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره دوستانه اړيکې جوړې کړي. موږ ژمنه کوو، چې دا تضمين ورکړو،چې افغانستان به د نورو هېوادونو لپاره د ګواښ او تهديد په سرچينه نه بدليږي او هېچا ته به اجازه ور نه کړل شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف وکاروي او په عين حال کې موږ دا ژمنه هم کوو، چې د هر بهرني ګواښ او خطر پر وړاندې به د افغانستان مرسته کوو.

۹ـ  موږ د سولې بهیر او مذاکراتو لپاره د پورته اصولو د عملي کولو، عبوري نظام ته د لاس رسي او بالاخره  داسې يوه تلپاتې سياسي نظام ته د زمينې برابرولو، له هر ډول تاوتريخوالي پرته د متقابل احترام د تعهد له مخې د افغانستان اسلامي جمهوريت مرکچي پلاوي ته د څلور اړخيز پلاوي نظرونه او وړانديزونه وسپارل، چې لاندې موارد هم په کې شامل دي.

٭ د اسلامي مبارک دين، تاريخ او د خلکو عنعنات د افغانستان د ملي وحدت بنسټ دی.

٭ د سيمې او ګاونډي هېوادونه بايد افغانستان ته د بهرنيو جنګيالو له واردولو مخنیوی وکړي.

٭ د افغانستان سرنوشت او سياسي راتلونکی باید د ازادو او رڼو ټاکنو له لارې تر سره شي.

٭ هر وخت، چې افغانستان کې سوله او کراري رامنځته شوې، له لنډې مودې وروسته بېرته داخلي جګړه پيل شوې، نو اړينه ده، چې د داسې پېښو د مخنيوي لپاره بايد تضمين موجود وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

چې کله امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ نو له یرغل او بمباریو سره هم مهال یې د بن فرمایشي غونډه جوړه کړه تر څو خپل اشغال ته د خپلو ګوډاګیانو په مټ پرتوګ ورواغوندي. مګر دوی د بن کنفرانس لپاره اورکم یا اوربند وکړ،،، مګر دوی په بمباریو کې د استاد رباني (الله تعالی دې عدل ورسره وکړي) په غوښتنه بمباری زیاتې نکړې؟؟ طالبانو ته ښایي تر څو په بالمثل توګه امریکایان له افغانستان څخه وتلو ته اړ کړي په داسې توګه چې نور به اورکم مورکم نه وي او د مقاومت له شدت سره هم مهاله به د دوی… نور لوستل »

طوطی

نو اوس کچیری څوک مسلمان وی او د افغانانو وژنه نغواړی پدی مادو کی کوم د اسلام ضد خبره ده چی څوک به یی نه منی. هغوی چی نه منی مسلمانان ندی او باید د هغوی پر ضد جهاد وشی. نور بس ده لږ شرم پکار ده تر څو به د دنیا والو د شرخند سبب ګرځو؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x