افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له متحدینو سره د افغانستان په اړه غږېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۰ل): د امریکا د بهرینو چارو وزیر «انتوني بلینکن» بروکسل ته ځي او هلته د ناټو سازمان له غړو هیوادونو سره د افغانستان او د افغان سولې اړوندو موضوعاتو په اړه غږېږي.

رویټرز خبري‌ اژانس د یوه دولتي چارواکي له قوله لیکلي، بلینکن به روانه اوونۍ بروکسل ته ولاړ شي او هلته به د امریکا د دفاع وزیر سره په ګډه د ناټو سازمان له غړو هیوادونو سره د افغانستان او ایران په موضوعاتو خبرې وکړي‌ او په اوکراین کې د روسیې په فعالیتونو به وغږېږي.

د افغانستان په اړه بروکسل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر داسې مهال دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي‌ توافق په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت را لنډ شوی، خو امریکايي لوری له خپلې کړې ژمنې په شا شوی ښکاري او ټینګار لري، چې د لوژستیکي او تخنیکي ستونزو له امله نشي کولای ټول پوځیان د می میاشتې تر پیلېدو بهر کړي.

امریکایي لوری مني، چې د ناټو سازمان د غړو په ګډون ټول متفق دي، چې د افغانستان جګړه نظامي‌ حل نه لري‌ او له سیاسي‌ لارې باید ددې کړکېچ پای ته رسولو ته کار وشي.

بل لور ته طالبان بیا ګواښ کوي، چې که بهرني عسکر په ټاکلې نېټه له افغانستانه ونه وځي،‌ په وړاندې به یې تونده جګړه پیل شي‌ او د ناوړه پایلو مسئولیت به یې د امریکا په غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x