افغانستان

مزارشریف کې د شاهین قول اردو  مشر ډاکټر ترور شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۰ل): ناپېژاندو وسله والو د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مشر ډاکټر صالح محمد صمیم ترور کړی دی.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي،  ناپېژاندو وسله والو نن سهار ۶ نیمې بجې د مزارشریف پنځمې ناحیې اړوند په کارته«فردوسي» کې خالقداد ښوونځي ته څېرمه د شاهین قول اردو د مشر ډاکټر صالح محمد صمیم په موټر برید کړی.

نوموړی زیاتوي، په دغه برید کې ډاکټر صمیم له خپل موټر چلوونکي سره یوځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

د برید مسئولیت طالبانو به غاړه منلی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دغه برید کې یې د ډاکټر صالح د سپرلۍ موټر هم له منځه وړی دی.

باید وویل شي چې څه موده وړاندې د شاهین قول اردو ۵ ښځینه افسرانې هم د مزارشریف ښار په یاده سیمه کې ترور شوې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x