شعـــــرونه

له معناوو ډک خیالونه را ژوندي شول/ خپلواک

ثاقب خپلواک

له معناوو ډک خیالونه را ژوندي شول
چې د کُن په رمز لفظونه را ژوندي شول

د اسمان پر لمن سپین د ثناء ستوري
خاورو ساه واخیسته زړونه را ژوندي شول

ترنم د الستُ مو ښه احساس کړ
په نغمو یې عالمونه را ژوندي شول

بیا مودې شوې په چوپتیا را باندي تېرې
په وجود کې مو روحونه را ژوندي شول

د مزل تابیا مو وه ، د منزل لور ته
روح چې راغلی وجودونه را ژوندي شول

را ژوندي شو،چې مو نوي ژوند کړ پېل
هغه ګونګ_ګونګ اوازونه را ژوندي شول

چې ثاقب یې ولېدلو ته لېوال ؤ
سندریز شو،پټ رازونه را ژوندي شول

ثاقب خپلواک

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x