افغانستان

د پغمان په ارغندي کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ نښته شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ نښته کې ویل کیږي چې یو شمېر دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

دا نښته تیره شپه ناوخته د پغمان ولسوالۍ پورته ارغندي په «حاتم خیلو» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې طالبانو د دولتي عسکرو په یوې قرارګاه برید وکړ.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې په دغې نښته کې ۲ عسکر وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

له بل پلوه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په یاده نښته کې ۸ دولتي عسکرو ته د مرګ ژوبلې اووښتو خبر ورکړی دی.

طالبانو وروسته له هغه د کابل لویدیځ د پغمان په ستراتيژیکې ولسوالۍ کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ، چې تیره اونۍ طالب مشرانو خپلو پوځي قومندانانو ته سپارښتنه وکړه، چې د ملکي خلکو پرضد د امریکايي او دولتي عسکرو د ګډو عملیاتو د مخنیوي لپاره په متقابلو اقداماتو لاس پورې کړي.

دا په تیرو ۸ ورځو کې څلورم لوی برید دی چې طالبان یې په پغمان ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو پرضد ترسره کوي او هغوی ته مرګ ژوبله اړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x