افغانستان

دولتي عسکرو په بلخ کې ۹ ملکیان «شهیدان» او بندیان کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۰ل): د بلخ ولایت په شولګرې او بلخ ولسوالیو کې د خلکو په کورونو د چاپو او عملیاتو پرمهال دولتي عسکرو ۹ تنه ولسي خلک «شهیدان» او بندیان کړي دي.

ځايي خلک وايي، دولتي عسکرو پرون د یکشنبې په ورځ د شولګرې ولسوالۍ په «صدمیش» سیمه کې د خلکو په کورونو چاپه وهلې، د تلاشۍ په پلمه یې د خلکو کورونه تلاشي کړي، قیمتي توکي یې غلا کړي او ۳ تنه ملکیان یې په خورا قساوت سره په «شهادت» رسولي دي.

د خلکو په خبره دولتي عسکرو ددې ترڅنګ د ګڼو کورونو دروازې او کړکۍ هم په بمونو الوزولي او ولس ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

ددې ترڅنګ تیره شپه د خاص بلخ ولسوالۍ په «هېواد» سیمه کې دولتي عسکرو په هغو کورونو چاپه او شپني عملیات ترسره کړي، چې د خلکو د مالونو د «لوټلو» او وهلو ټکولو ترڅنګ یې ۶ تنه ملکي وګړي له ځانونو سره بندیان کړي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې کمانډو عسکرو د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د ملکي خلکو په کورونو د تصفیوي عملیاتو په «پلمه» چاپې او شپني عملیات زیات کړي، چې له امله خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو ترڅنګ «رواني» ناروغۍ هم پیدا شوي دي.

دوه اونۍ مخکې د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د امریکايي استخباراتو (سي آی اې) قراردادي ملیشو ضربتي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو او دوکانونو د عملیاتو پرمهال ۲۰ ملکيان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو په «شهادت» رسولي او لسګونه نور یې ټپیان کړي وو، کومه پېښه چې په پراخه کچه وغندل شوه د څېړلو غوښتنه یې هم وشوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x