لیکنېنظــر

د ارګ ميشتو وارخطايي!

احمد منصور

د سولې خبرو له شروع کېدو سره سم د کابل په ادارې خصوصاً په ارګ ميشتو لاره ورکه د سختې ورخطايي په حالت کې دي تر څنګ يې په دې هڅه کې دي چې په هر ډول وي د سولې پروسه سبوتاژ کړي په ولس مېشتو ځايونو، مساجدو، مدارسو د شعيه ګانو په مجالسو او د سکانو په درمسال يې بريدونه وکړل علماء سياسيون، مدني فعالان او ژورنالستان يې خپل اهداف وګرزول هڅه او کوښښ يې دا وه چې د دې ټولو جناياتو پړه په طالب واچوي او نړۍ ته داسې وښايي چې طالب سره مذاکرات او ناستی عبث عمل ده موخه يې دا وه تر څو له طالب سره د جګړې په پلمه مرستې راټولې او خپل شخصي اکاونټو کې يې جمعه کړي خو دغه د سولې ضد کوښښونو يې هېڅ نتيجه ورنه کړه.

دا چې اوس اُميدونه او هيلې د افغانانو پيدا شوي چې د کوم هدف لپاره يې قرباني دا کلونه ورکړې چې هغه اسلامي نظام ده نافېذ به شي ارګ مېشتو بيا هڅه شروع کړې چې منفور جمهوريت بيا په اولس د يو کامل نظام په توګه ومني هغه جمهوريت چې افغانان يې ووژل هغه جمهوريت چې ځوان کهول يې د عياشۍ فحاشۍ لور ته وباله هغه جمهوريت چې د افغانانو کورونه يې کنډواله کړل هغه جمهوريت چې جوماتونه مدارس يې شهيدان کړل هغه جمهوريت چې په ټولنه کې منفور او رټل شوي خلک چې غله چرسيان د افغانانو له هيلو او آرمانو سره لوبې کوونکي يې پرې واکمنان کړل هو همدغه واکمنان غواړي بيا افغانانو ته په خوږو کې زهر ورکړي په همدې موخه يې په ټول هېواد کې د ميلونونو پيسو په لګښت له جمهوريت څخه د ملاتړ او يا جمهوريت سره د مينې تر نومونو لاندې غونډې دايروي او نړۍ ته داسې ښايي چې افغانان اسلامي نظام نه بلکې جمهوريت غواړي.

په همدې لړۍ کې يې پرون په شمال کې له جمهوريت څخه ملاتړ تر سرليک لاندې غونډه دايره کړې وه چې د چنګيز غني لومړي مرستيال امرالله صالح په ګډون لسګونو د ادارې نارينه ، ښځينه چارواکو او د هېواد له يو شمېر ولاياتو  د پيسو  د ورکړې په لالچ راوستل شوي چرسيان پوډريان د لارو کوڅو لنډغر او هغه ښځې او نارينه چې د څو روپو د پيدا کولو په هدف په هېڅ هم بند نه دي او هر ناروا عمل ته لاس اچوي.

ياده غونډه چې په لايف ډول خپرېده او ترکومې اندازې چې ما وڅارله د ادارې چارواکو ورخطايي پکې له ورايه ښکارېده او داسې څرګندونې يې کولې  ترې جوتېده چې نور يې درک کړې چې د محوې حالت ته نېزدې يو د جمهوريت له برکته پړسيدلي صالح يو ځل بيا طالب ته خوله ور واچوله  او داسې څرګندونې يې وکړې چې د خندا او حيرانتيا وړ وې خنديدونکې ځکه وې چې د دوي په اصطلاح د يو حکومت دويم کس سره نه ښايېدې او د حيرانتيا ځکه وې چې د هېواد په يو داسې حساسو شيبو کې يې وکړې چې  د سپين سباوون هيلې او اُميدونه تر پخوا ډېر شوي.

صالح په خپلو خبرو کې د پينځه زره بنديانو آزادول خپله تېروتنه وبلله: حال دا چې طالب نه له دوي غوښتي ول او نه د دوي په واک کې ول دوي يې تنها حارثان ول نور د آزادولو او نه آزادولو واک له امريکا سره وه امريکا چې خپله ماته د کاغذ پر مخ له طالبانو سره منلې وه په هغه کاغذ کې يې لومړی د ۵زره او بيا د بين الافغاني مذاکراتو له شروع کېدو سره  سم يې د ۷ زرو بنديانو آزادېدل په ټيټو سترګو منلي وه.

که ومنو چې بنديان يې په واک کې ول نو غني ولې په تېره دوره کې يو شمېر ورځو ته په احترام او يا د سولې په اُميد يو اسير يې هم نه ده آزاد کړی او نه په دغې دوره کې  چې تقريباً يو کال يې پوره کېدونکی ده سولې په خاطر د هېواد له هېڅ کوم زندان يې د کوم اسير د آزادولو فرمان نه ده صادر کړی صالح ته دې وويلی شي چې د خلکو په سترګو کې د خاورو اچولو هڅې مه کوی د کوم واک خبره کوې که تا واک درلودی څو ورځې دمخه چې تاسو د پاکستان د پارلمان مشر په شمول د پارلمان څو غړي مو کابل ته بللي وه له هوايي ډګر مو تر پارلمان پورې د پاکستان د پارلمان مشر انځورونه را ځړولي او بيا امريکا د هغوي الوتکې ته د ناستې اجازه ورنه کړه او پاکستانی پلاوی بېرته پاکستان ته لاړل آيا تاسو  له امريکايانو دا وپوښتل چې ولې  زمونږ رابللي مېلمانه مو بېرته ستانه کړه؟ نه ټولې نړۍ وليدی چونګ مو هم د امريکا پر وړاندې  ونه کړ برعکس مو ځان ته د خټو پوزې جوړولو کوښښ وکړ او ادعا مو وکړه چې په هيوايي ميدان کې چاوديدونکي توکي ول ځکه پاکستانۍ الوتکې ته مو د ناستې اجازه ورنه کړه  تاسو داسې انګيرلې چې دا اولس واښه خوري ستاسو په پوچو خبرو د سولې ضد هڅو باندې به نه پوهيږي په دې پوه شی چې اولس حالات څاري او ستاسو هره د هېواد ، دين او عناناتو په وړاندې کړنې له ځان سره ياداشت کوي او يو وخت به درسره حساب کوي.

صالح يادې غونډې کې نورې ماشومانه څرګندونې هم وکړې که له جمهوريت غني ملاتړ کوي حق يې ده چې ويې کړي ځکه همدغه جمهوريت وه چې غني يې د اولسمشرۍ تر چوکۍ را ورساوه کنې اولس خو دا  بيخي نه پېژانده همدغه جمهوريت وه چې غني خپل د ښځې، لور او زوي اکاونټو ته په ميلونو پيسې ور ولېږدولې همدغه جمهوريت وه چې غني او ښځه يې خارج ته له پيسو ډک بکسونه لېږي تر څو خپله بوديجه يې خوندي شي که د جمهوريت غوښتونکی غل صالح وي بايد له جمهوريت سره مينه وکړي ځکه د همدې جمهوريت له برکته صالح له نيست هست شو که پرون يې ځان ته  سيګرت نه شوای اخيستی نن زوي ته واده د کابل تر ټولو مجلل هوټل کې کوي او جالبه دا چې د زوي د واده په مناسبت ټول کابل بنده وي  که خلک د مريضۍ له امله مري که د خلکو کارونه له تاوان سره مواجې کيږي بس چې د ده د زوي واده په آرامه فضاء کې وشي ټامي  صالح بايد جمهوريت له لاسه ور نه کړي خو زما په آند دا هڅې يې بې پايلې دي ځکه امريکا ته نورې دا څهېرې د منلو نه دي د امريکا اړتيا وه هغه وخت خپلې ګټې يې په ارګ ميشتو تضمينولې امريکا د دوي په ذريعې خپل اهدافو ته يو څه ورسېدل د دوي مثال د هغو يک بار مصرفه اشياوو ده چې خلک ترې يو ځل ګټه واخلي بيا يې ايسته وار کړي او يا د کاغذ تشناب په څېر ده چې يو ځل استعماليږي بيا نه جمهويت هېڅ افغان ته د منلو نه ده دوي تنها ځانونه تېرباسي او خپل مالونه مصرفوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x