افغانستان

خوست کې د نښتې پرمهال ۱۲ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۰ل): د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د ۱۲ دولتي عسکرو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

طالبانو تیره شپه د صبریو ولسوالۍ په «ګرګیري» سیمه کې د دولتي عسکرو په یوه داسې پوسته برید کړی، چې د طالبانو د وینا له مخې د خلکو په کورونو یې هاوانونه ویشتل او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي وو.

ددغه برید پرمهال طالبان وايي، چې پوسته یې نیولې او ۱۲ دولتي عسکر یې وژلي دي.

ددې ترڅنګ یادې پوستې ته د مرستندویه عسکرو په کاروان هم طالبانو برید کړی، چې په کې یو شمېر دولتي عسکرو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

طالبان وروسته له هغه د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په پوسته برید کوي، چې دوه اونۍ وړاندې د کمپاین په نوم ضربتي عسکرو د ولسي خلکو په کورونو عملیاتو او چاپو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه ولسي خلک شهیدان او ګڼ نور ټپیان کړل.

ددې او دېته ورته عملیاتو په غبرګون کې طالب مشرانو تیره اونۍ خپلو پوځي قومندانانو ته سپارښتنه وکړه، چې د ملکي خلکو پرضد د امریکايي او دولتي عسکرو د ګډو عملیاتو د مخنیوي لپاره په متقابلو اقداماتو لاس پورې کړي، چې ورسره طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د دولتي عسکرو په توپچي مرکزونو پراخ بریدونه ترسره کړل او د ګڼو مرکزونو د ویجاړولو خبر یې ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

ALHAMDO LELLAH

TORI WAHA BARAI BA MOMI
KA BARAI NA WE TALIB TAL JANAT TA ZEENA

HEKMAT YAR SAIB WHERE ARE YOU? YOU ARE SO SKINNY I THINK GHANI IS NOT GIVING YOU SILLA RICE AND SHINWARI LAMB KARAHI

YOU SHOULD BE IN THE MOUNTAINS (TOR GHAR) NOT IN KABUL YOU WERE VERY SUCCESSFUL DURING THE INVASION OF USSR BUT NOW…………….SHAME ON YOU

WHAT A SHAME FOR JOINING THE ENEMY, THE ENEMY OF AFGHAN, THE ENEMY OF ISLAM

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x