نظــر

له ولس، طالبانو او حکومت نه څو ګيلې….!

جلال الدین تاجوال

دا چې موضوع ډیره اوږده نه شي نو داسي لیکم،

له پنځو شپږو کلو را هیسي کتاب لولم، له خلکو سره (همفکره او مخالف فکره) سره بحثونه کړم، سیاسي لیکني لولم سیاسي خپرونې ګورم مطلب داسي ناخبره انسان نه یم.

د پورته لیکني می هدف دا ده چي موضوع ته په اسانۍ سره ورسیږو، که عوام دي (باسواده او بې سواده) که د کابل ادارې اتباع دي، که د اسلامي امارت مجاهدین (طالبان) دي؛ له ټولو یو څو ګيلې لرم:

۱- عوام:
هر چیرې چې تغیر راغلی هر چیرې چې کار شوی ملت کړی، په یوه طریقه نه په یوه طریقه د اسلامي نظام د احیاء لپاره کار کول خپل ایماني او اسلامي مسولیت نه بلل، له حالاتو ځان نه خبرول، د تغیر هڅه نه کول، د ثابت فکر او دریځ نشتون، داسي فکر او حرکت چي د دین او وطن علیا مصالح خوندي کوي همکاري او ترقي ته کار نکول، بعضې خو د دین له ډیرو مهمو مسایلو سره تعرف نلري د تعرف هڅه نه کول، د تیر تاریخ د اشتبهاتو په خاطر (چې مجاهدین مرتکب شول) د اسلامي نظام غلط تصویر لرل، د دوست او دښمن نه پېژندل، د هر څه لپاره د پاکستان استخبارات مسؤل بلل د مړه ملت نښې او زما ګیلې دي.

۲- د کابل ادارې اتباع:

نظامي مسولین او قضائیه قوه:
تاسو پوهیږئ نه که مو ځانونه ناپوه اچولي دي، تاسو له ځان سره فکر نکوئ چې موږ پر کومه لاره روان یو؟ داسې نه وایاست چې موږ د اسلامي نظام د راتګ لپاره ستر خنډ یو؟ تاسو د نظام پر کفري والي نه پوهیږئ؟ یوویشت کاله وروسته چې هر څه وینئ بیا هم اشغال، غلامي، د واشنګټن د دفاع په خاطر مرګ دغه اصطلاحات څنګه دي….؟

ملکي بخش:
په تاسو کې کیدای شي مخلص او په وطن مین خلک وي، تاسو بعضو ته کیدای شي شریعت د کار کولو اجازه درکړي، تاسو په اسلامي نظام د مسلمان مسؤلانه ژوند لپاره څه ترتیب لري؟
تاسو ته وایو چې ولې اخلاص نه کوئ؟ ولې مو د دنیا په خاطر د اولاد د نفقې په خاطر ډېر اسلامي او افغاني اصول تر پښو لاندې کړي؟
ولې مو رشوت او بدبختي عامه کړې؟ الله ج سره د مخامخ کیدو وام نلرئ؟

ملکي ( صحت، زراعت، اقتصاد، حج اوقاف، تعلیم، بیارغونه….)

۳- ا.ا مجاهدین
موږ ستاسې یو او تاسي زموږ یاست، پر مقدس جهاد مو برکت شه، الله ج مو جهاد، شهادتونه، تکالیف چې خاص د الله ج رضا لپاره مو کړي وي قبول کړه، څوک چې د مجاهد (طالب) له نامه څخه که امیر وي که فرد وي که پوه وي که ناپوه غلطه استفاده کوي، د شریعت خلاف کارونه کړي د امیرالمؤمنین د امر متابعت نه کوي، د پردو سړي وي، الله ج دې هدایت ورته وکړي که د هدایت نه وي الله ج دې په دنیا او اخرت کې وشرموي.

د اسلامي حرکت د افرادو په حیث ایا لاندې صفات لرو؟
د دین فهم که ډیر نه وي د ضروري مسایلو لرو؟ په شته علم مو عمل کړی؟ سیرت مو ویلی او څومره مو تطبیق کړی؟ سلف صالح داسې و؟ خپلوی خو به مو نه وی پاللي؟ له عوامو سره تعامل داسې وي؟ شریعت زموږ پر مزاج، غوښتنو او غوسه برلاسی دی؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x