افغانستان

طالبان د اپریل په ۱۶مه د استانبول کنفرانس کې ګډون نه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۰ل): طالبان وايي، د روانې اپریل میاشتې په ۱۶ مه نیټه د افغان سولې په تړاو د استانبول کنفرانس کې ګډون نه کوي.

دا څرګندونې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم د نن ټکي اسیا د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د اپریل میاشتې له ۱۶مې نیټې وروسته په دغه کنفرانس کې د ګډون په اړه یې لاهم سلا مشورې روانې دي.

ډاکټر محمدنعیم داسې ویلي: « د استانبول کنفرانس کې د ګډون په اړه  دوه نکتې د یادونې وړ دي: اول هغه تاریخ چې په رسنیو کې ددې کنفرانس د جوړېدو لپاره یعنې ۱۶ د اپریل ویل کیږي، په نوموړي تاریخ مونږ نه شو کولای یاد کنفرانس کې ګډون وکړو.»

د اپریل میاشتې له ۱۶مې نیټې وروسته په دغه کنفرانس کې د ګډون په هکله ډاکټر محمدنعیم داسې څرګنده کړې: «البته له پورته یادې نیټې وروسته په یاد کنفرانس کې د ګډون په هکله زمونږ مشورې روانې دي، چې کله مونږ پرېکړې ته ورسیږو، په اړه به یې رسنیو ته خبر ورکړو.»

طالبان په داسې مهال د افغان سولې په تړاو د استانبول کنفرانس کې د امریکا لخوا په ټاکل شوې نیټې له ګډون څخه انکار او د راتوتلونکې نیټې په هکله هم د مشورو خبره کوي، چې ټاکل شوې وه څلور ورځې وروسته دغه کنفرانس دائر شي.

په دغه کنفرانس کې د برخه اخیستو لپاره د کابل حکومت او سیاسي ګوندونو یوه متحده طرحه هم چمتو کړه او تیره  ورځ یې د ملي پخلاینې عالي شورا ته وسپارله؛ خو داسې ښکاري چې طالبان له دې کنفرانس وړاندې دا یقیني کول غواړي چې آیا امریکایان په ټاکلې نیټه خپل پوځیان له افغانستانه وباسي او که څرنګه؟

شنونکي په دې باور دي، چې طالبان به د مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې وګوري چې امریکایان څومره د دوحې تړون په عملي کولو کې جدي دي او که چیرته په ټاکلې نیټه ټول بهرني پوځیان له افغانستانه ونه ایستل شي، ښايي طالبان یې په وړاندې یوځل بیا ټوپک ته لاس کړي او په هغه صورت کې کیدای شي چې طالبان له امریکايي جهت سره له هر ډول خبرو څخه لاس واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Thank you Mujahid Dr. Naeem Talib Jan. You made a correct decision May Almighty Allah support you in every single step you are taking it. Forget about talks. You did talk for the last 10 years and you did sign a deal a year ago but it did not work Also, when they were invading Afghanistan, they did not talk at all with you. Bush, Kharzai and Gilam Jam without any mercy started slaughtering Muslim Afghans Just come back to home. If Mujahid Omer was alive, he would not have talked at all. May Almighty Allah give him all the… نور لوستل »

احمد

اسلامي امارت دير خه سياست مو ونيولو چه د ترکیه جلسه مو اشتراک په حساس وقت کی لغوه کرلو او ( الله ج د تاسو ته په سیاسی میدان کی کامیابی هم نصیب کری ) بله دا یوه خبر د مشوره لپاره مشرانو ته وریادوم که د مئ (۵) میاشتی پوری اشغالگر ونه وتل نو بیا له هغه وروسته مزاکرات هیس فائده نه لری او آمریکایان او ناتو فقط زور او قوت پیژنی په خبرو باندی د چا سره وفا نه کوی یوازینی لار د آمریکایانو وتلو لپاره نظامی (جهاد) لار دی او کوم دلیل چه آمریکایان نیسی چه فوج… نور لوستل »

Adam Khan

It looks like this was a clear message from Allah to move out of talks.
Anybody knows that which Angel is responsible for these kinds of messages

عبدالواحد اڅګزۍ

دکفاروسره کنفرانسونه هسی ځانونه خطایستل دی کمی ژمنی چه اشرفغنی دکمفاین پروخت دملت سره وکی یوه یی هم نکه عملی ځان یی په درواغوارګ ته ورساوی اوس ځان دواشنګټن محافظه کاربول خپل ملت اوملک یی په بمباریو اوتوپولوټی لوټی کۍ ځوانان یی شهیدان سیاسری یی کونډی ماشمان یی یتیمان کړل له دی جنایت کارانوسره کنفرانسونه هم جنایت دۍ داشرفغنی اوبایدن یوزهنیت دۍ هیڅ وعده اوثابته ایډیالوژی نلری لکه دخوبه چه خبری کوی بیله جهاده بله لارنده پاته.په احترام عبدلواحد اڅګزۍ

طوطی

اڅکزی ته: طالبانو له کی چی هیڅ وژنه نده کړی. ولاړ شه هلمند او د ارزګان کلی وګوره یو ځوان پکی نشته څومره ښځی دی چی پکار یی بس ځان ورته ټینګ کړه. همداسی د پښتنو خلکو په هر کلی او کور کی نارینه نشته کچیری یی هغه به یو بوډا وی چی هیڅ یی له لاسه پوره ندی. یو وار وردګو جغتو ته ولاړ شه وګوره د پښتون نسل مو برباد کړه.

شالو

په ځای پرکړه ده.

ډاکټر احرار

زموږ هم دا امید و طالب مشران الحمدلله له پوره درائیت او خپلواکۍ سره د اسلام او وطن په ګټه پریکړی کوې.
افغانستان به هیڅکله جمهوریت ونه مني جمهوریت پخپله د استعمار او اشغال په معنی ده.
بل امریکایان باید د تیر یو کلن زیار نتیجه موږ ته راکړي او خپل عسکر وباسی هسي نه د ترکیی غونډه د اشغال د دوام لپاره بهانه کړې.
که پر ټاکلی نیټه تړون ته درناوی ونلري دوهم ځل اعتماد نده پکار که امریکایان تړون ته متعهد پاتي شې او خپل فوځونه وباسي بیا هم مذاکرات کولای شو
ډاکټر احرار

Adam Khan

DA ISTANBUL CONFERENCE
AW KA TALIB TA DAMOONA GHOARAWAL

PAM KAWA DR. NAEEM TALIB JANA TA TAH GHOAREEDALLY DA DUSHMAN TAKTIKOONA DI

https://www.youtube.com/watch?v=2sEVWgBI7ME

الحاج استاذ بیانزی

فکر کوم چه امریکا لمړی د یو بل داسی سکولر حکومت جوړونی هڅی لری چه طالبان به یی هم برخه وه لکه د بن سکولر غلامه اداره کی چه یی پرونی تش په نامه جهادی رهبران ننویستل. شکه په دی وتوانیږی دا یی هغه لویه لاسته راوړنه چه د شلو کلو په نظامی ډګر کی یی نه ده ترلاسه کړی اوس به یی ترلاسه کړی او دوی به د نهای بریاوو سره له ا فغانستانه ووځی ( بیا اړه نشته چه وی ) او که په بل سکولر غلامه اداری جوړولو هڅی یی ګټه ونه لری نو نظامی حضور ته… نور لوستل »

Adam Khan

Mujahid Dr. Saib Naeem Sallamoona

Rozha de mubarak shah.

I am so happy after reading all these supportive comments. Trust me all Afghans are praising you for the historical decision you made – rejecting the Istanbul Conference

Wrarah Gulla! Just come back to Afghanistan please

طوطی

دا خو ما څو ورځی مخکی وویل چی طالبان به د می میاشتی پوری په هیڅ غونډه کی برخه وانخلی. طالبان هیڅکله سوله نغواړی دوی ##دی هر څه چی پاکستانیان ورته وایی هسی کوی.

دوکتور غروال

د طالبانو نه ګډون د اپریل میاشتی ناستی په هکله : بلی یو څوک لکه امریکا او انګلیس موجوددی چی د پنجابی پاکستان تخریبکاره شیطانت ته د پای ټکۍ کیږدی اما دا دواړه  مملکتونه دا نه غواړی او د فریبیو توطیو لپاره ئي پنجابی پاکستان مخ ته کړۍ دی ، جو بایدن یو وخت واضح ویلی وو چی امریکا ته پاکستان د افغانستان څخه ډیر زیات اهمیت لری ، ددی صلحی ډرامی باندی افغان ملت ته دوکه ورکول کیږی ، دا کاملآ ښکاره دی چی د قاتلانو او اجنبیو غلامانو تر مینځ صلحه هیڅوخت د ملت صلحه نشی کیدای ، که… نور لوستل »

Back to top button
12
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x