افغانستان

پاکستان بیا په کونړ راکټي بریدونه کړي

نن ټکی آسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۲۵مه ۱۳۹۳): د هېواد په ختیځ کونړ ولایت کې سیمه ییر چارواکي وايي چې د پاکستاني ځواکونو له لوري په کنړ ولایت تر ۶۰ زیات راکټونه ویشتي.

د کنړ ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیلي د راکټي بریدونو پخلی کړی او ویلي يې دي چې دغه بریدونو د پاکستاني ځواکونو له لوري په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په منوره، دانګام او شیګل ولسوالیو شوي.

د سیدخیلي په وینا په برید کې چاته ځاني تلفات نه دي اوښتي خو مالي تلفات ځایي خلکو ته اوښتي.

د پاکستان له لوري د افغانستان په حریم تیري د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې کړکیچنې کړي.

ولسي جرګې څو وار جګپوړي نظامي چارواکي د دغو بریدونو په اړه استجواب کړي.

افغانستان څو وار د پاکستان سفیر د دغو بریدونو په اړه احضار کړی او مستقیما يې هم له پاکستانه غوښتي څو دغه بریدونه بند کړي خو تر  دې مهاله د بریدونو د بندیز په اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x