نړۍ

امریکا: د پوليسو له لوري د تور پوستي ځوان له وژلو وروسته لاريونونه پيل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۰ل): د امريکا په منيسوټا ايالت کې د پوليسو پر خلاف وروسته تر هغه قهرجنو تور پوستانو لاريونونه پيل کړل، چې تېره ورځ يوه پوليس افسر پر تور پوستي ځوان له دې امله ډزې وکړې، چې د ترافيکي اصولو مخالفت يې کړی و.

د پوليسو په ډزو د تور پوستي ځوان له وژنې وروسته په منيسوټا ايالت کې پراخ لاريونونه روان دي.

د تېر کال په مې مياشت کې د دې پېښې ځای ته ۱۶ متره نږدې سيمه کې پولیسو د جورج فلويډ په نوم يو بل تور پوستی زيندۍ کړی و او نوموړی يې په ساه بندولو وژلی و.

د پوليسو له لوري د تور پوستي ځوان له وژنې وروسته سلګونه قهرجن تور پوستان د پوليسو د مرکز «بروکلين سنټر» مخته راوتلي او د دغه احتجاج پر مهال پولیسو پر لاريونوالو اوښکې بهوونکی ګاز، غږيز بمونه او د ربړي مرميو ډزې کړي دي.

د مينسوټا ايالت والي ټيم والز وايي، د پوليسو له لوري وژل شوی تور پوستی ځوان شل کلن و او نوم يې دوانټ رايټ و.

د وژل شوي تور پوستي ځوان مور لاريون ته د وينا پر مهال وويل، زوي يې دېته وويل، چې د پوليسو له لوري ونيول شو او دې د امنيتي ځواکونه هغه وينا هم واورېده، چې مبایل بايد وغورځوي، خو لږه شېبه وروسته يې د زوی يوه ملګري خبره کړه، چې دوانټ د پوليسو په ډزو ووژل شو.

د بروکلين سنټر پوليسو په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د ترافيکي اصولو د مخالفت له امله پوليسو له موټر چلوونکي د درېدو غوښتنه وکړه، خو کله يې، چې د هغه د نيولو پخواني فرمان ته پام شو، نو پوليسو د هغه د نيولو هڅه وکړه، خو نوموړی بېرته خپل موټر ته روان شو او دغه مهال پرې يوه افسر ډزې وکړې او ځای پر ځای يې وواژه.

د پوليسو په خپره شوې اعلاميه کې دا هم راغلي، چې نوموړي تور پوستي ځوان سره يوه بله مېرمن هم ټپي شوې، خو وضعيت کنټرول دی او اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

په ټولنیزو رسنيو کې په خپرو شوو ويډيوګانو کې ښکاري، چې قهرېدلي لاريونوال د پوليسو پر موټر ګزارونه کوي او پوليس پرې اوښکې بهوونکی ګاز شيندي.

له شاوخوا يو ساعت وروسته وضعيت نورمال شو او لاريونوالو د وژل شوي تور پوستي په ياد کې شمعې بلې کړې او پرې ليکلي يې و، چې «د ډاونټ رايټ لپاره عدالت غواړو»

د بروکلين ښار ښاروال مايک اليوت په دغه پېښه خواشيني ښوولې او له قهرېدلو لاريونوالو يې غوښتي، چې له تاوتريخوالي ډډه وکړي.

خو له څو شېبو کرارۍ وروسته، چې سلګونه لاريونوال يو ځل بيا د پوليسو مرکز مخته راغونډ شول، پوليسو پرې اوښکې بهوونکی ګاز وشينده او غږیز بمونه يې پرې وورل.

د پوليسو په برید کې دا تور پوستی په داسې حال کې وژل شوی، چې د تېر کال په مې مياشت کې هم يوه پوليس افسر افريقايي الاصله تور پوستی جورج فلويد تر خپلو ګونډو لاندې کړی و او شاوخوا نهه دقيقې يې د هغه ساه بنده کړې و او وژلی يې و.

نوموړی پوليس افسر ډريډ شوفين له تېرو څو مياشتو راهيسې په محکمه کې له څېړنو سره مخ دی.

د جورج فلويډ له وژنې وروسته د امريکا په ګڼو ايالتونو کې د توکمیز چلند او د پوليسو د ظلم پر خلاف لاريونونه شوي وو، چې بالاخره حکومت اړ شو، چې د پوليسو مرستې لپاره پوځيان هم ځای پر ځای کړي او دغه لاريونونه يې پای ته ورسول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x