نظــر

غربي رهبران وايي!

لیکوال: جلال العالم

ژباړه: نعيم پرهېز

د اسلام او انسانيت پر وړاندې د کفارو د دسيسو او پلانونو ځينې ټکي چې له “رهبران غرب چه میگوید” کتاب څخه را اخیستل شوي دي.

۱- د اسرائيلو پخوانی صدراعظم وايي: هغه څه چې ډېر ترې وېرېږم؛ په عربې نړۍ کې نوي محمدي پیروان را پیدا نشي.

۲- د اسرائيلو بقا/ګټه د هغو کسانو په ځپلو/ نابودولو کې ده چې پر قران يې منګولې ټينګې کړې دي.

۳- زموږ تمدن ته رښتينی ګواښ هغه دی چې، کله مسلمانان د نړۍ نظام بدلوي ښايي نوی تمدن جوړ کړي. يو ژورنالیست وپوښتل چې مسلمانان په خپلو کې په اختلاف/ شخړه بوخت دي، په ځواب کې يې وویل شول، وېرېږم چې په دوی کې داسې څوک پیدا نشي چې خپل اختلافات/شخړې زموږ خواته توجیه کړي.

۴- کفار وايي موږ باید اسلامي نړۍ ته هر هغه څه چې غواړي ورکړو او په بدل کې يې فني او صنعتي تولید ځواکمن کړو، تر څو دوی په خپلو پښو ونه درېږي.

۵- د فرانسې نهم پادشاه لويس وویل: دا نا ممکنه ده چې پر مسلمانانو واکمن شو، خو دا امکان لري چې د سياست له لارې پرې برلاسي شو. په دې شرط چې لاندې کړنې پلي کړو/شي:

الف: د مسلمانانو رهبرانو کې نفاق پیدا کول، که دا کار پلی شو تر ممکن حده به پراختیا ورکړو، تر ځو مسلمانان کمزوري شي.

ب: په اسلامي هيوادونو کې د بډې ورکولو، فساد او ښځو له لارې د حکومتي ادارو فاسدول، تر څو په دې سره د حکومت او ملت تر منځ واټن پیدا شي.

ج: او داسې نورې مکارانه لارې لکه: مرمادیوک باکتول وايي: د مسلمانانو لپاره په اوس وخت کې دا امکان شته چې د تېر په څېر په هماغې پخوانۍ چټکۍ سره خپل تمدن په نړۍ کې خپور کړي، خو په دې شرط چې خپل پخواني اخلاق وکاروي.
خو دا منځنۍ نړۍ نشي کولای د دوی د تمدن د روح پر وړاندې مقاومت وکړي.

۶- زویمر وايي: په داسې حال کې چې مسلمانان له مسیحي ښوونځيو کرکه لري/کوي باید غیر دیني ښوونځي جوړ کړو. او مسلمانانو ته په دې ښوونځيو کې د داخلېدو زمینه برابره کړو، ځکه دا ښوونځي دي چې موږ (صلیبیانو) سره د زده کوونکو د اسلامي روحيې پر نابودولو/ځپلو کې مرسته کوي.

۷- یو تبشيري وايي: اړينه ده چې مسلمانان او عرب په اختلافاتو/ شخړو کې وساتل شي، تر څو له قوت او اغېز پرته پاتې شي.

آرنولد تويتي په خپل کتاب کې وايي: شک نشته چې اسلامي يووالی ویده دی، خو پر موږ لازمه ده ترڅو په یاد ولرو، چې بالاخره یوه ورځ به له خوبه راپاڅيږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

اسلام یودۍ اسلام یودۍ هرڅوک چه ډلی کی جوړوی په قرآنکریم کی مشرک ورته ویل سوۍ دۍ دینونه چه شیعه اوسونی اونوردی ډلی دی تررسول الله (ص)یوه نیمه پیړۍ وروسته راغلی دی مفسیدونو داسلام دکمزوری کولودپاره جوړکړی دی دقرآنکریم داحکامومخالف دی ،ترتابعینوتنهاپرقرآ نکریم عمل کیدۍ دینونه بدعت دی،تنهاقرآنکریم باید په ترجمه یادسی اوپراحکاموعمل وسی الله په قرآنکریم کی فرمایی:نصیحت وکه په قرآن سره هغه چاته چه زمادوعدی بیریږی(۵۰سوره ق آیات ۴۵) مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَ اتَّقُوهُ وَ أَقِيمُوا الصَّلاةَ وَ لا تَكُونومن المشرکین-۳۰ سوره الروم آیات ۳۱-۳۲ رجوع کونکی دده طرف ته اووه ویریږۍ له ده نه اوقایم کۍ لمونځ اومه کیږۍ… نور لوستل »

ډاکټر احرار

وسلمانانو ته شرم پکار ده چې بیا هم له یهودو د خیر طمع لري او د دوی تقلید کوي په سیاست او روزنیزو چارو کی بیا هم د دوي نصاب او فرهنګ خپلوي
ډاکټر احرار

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x