لیکنېنظــر

ګډ حکومت او پوښتنليک «لومړۍ برخه»

سیف الله خان کیمور

د ګډ حکومت په باره کې د اوه پوښتنو یوه پوښتنليک ګوتو ته راغله. محتوی او  احتمالي منبع یې له همخیاله دوستانو سره شریکه  او تر ژور بحث لاندې ونیول شوه. د پوښتنو تفصیلي ليست ددې سند سره ضمیمه دي چې لوستل یې ددې تبصرې د لوست او بهتر پوهیدلو لپاره یو مقدماتي شرط بلل کیږي. د بحث خلاصه  او د دوستانو دریځ په لاندې ډول د لوستونکو مخې ته د غور لپاره ږدو.

اول: د پوښتنلیک له محتوی څخه داسې معلومیږي چې د پوښتنو طراح غني ته د بلینکن له لیک څخه چې منځپانګه یې درې مهم نقاط دي؛ الهام اخلي. دا درې نقاط د هغو لوستونكو لپاره چې د انګریزي ژبې سره بلدتیا نه لري او هم هغوی ته چې  د اصل لیک د لوست موقع تر اوسه په لاس نه ده ورغلې د بلینکن له بې ټاپې او بې تاریخه خو امضاء شوي لیک څخه  دلته رانقلوو.

بلینکن که څه هم په دې لیک کې کاږي چې دوی په افغان حکومت او طالبانو خپل نظریات تحميلول نه غواړي خو داسې انګیري چې دا لیک به دواړو خواو یعنې حکومت او طالبانو ته دا موقع په لاس ورکړي چې په لاندې درې جهتونو کې خپل کورنی کار سرته ورسوي او په چټکۍ مخ په وړاندې ولاړ شي.

کاري استقامتونه دادي:
الف: په هغه بنیادي اصولو کار کول چې د افغانستان د راتلونکي اساسي قانون او د حکومتولۍ د ترتیباتو اساس او بنیاد جوړوي. په دې ترتیب بلینکن په خپل لومړني افشا شوي مکتوب کې د موجوده نظام د مدافعینو په ستونو کې په تکرار تکرار او شد او مد ویل شوې خبرې، شعارونه او بیانونه چې ګویا دوی له نظام (قانون اساسي) څخه دفاع ته په کلکه متعهد او په سر یې هیڅ ډول معاملې ته اماده نه دي، وچې کړي.

واضح ده کله چې د یو سند بنیادي اصول تر پوښتنې لاندې راشي سند ته هیڅ ډول اعتبار نه پاتې کیږي. د دې لیک دا کاري استقامت چې هیڅ ډول استنباط ته ضرورت نه لري په صریحو الفاظو کاږي چې نور نو امریکایان خپلو تازه ټاکل شوو اهدافو ته د رسیدو په خاطر د افغانستان د اساسي قانون څه پروا نه ساتي.

د مسئلې د بیخي وضاحت لپاره همدومره لیکل بس دي چې ووایو ددې اصولو څخه هدف چې بلینکن یې د ترکیې په کنفرانس کې تغیر غواړي، هغه اصول دي چې د موجوده اساسي قانون په مقدمه کې ذکر شوي او د موجوده اساسي قانون بنیاد جوړوي.

ددې اصولو تغیر د نوي اساسي قانون د تدوین او د یو نوي نظام د تاسیس په معنی دی چې امریکایان یې اوس په ترکیه کې د ښکیلو اړخونو او ځینې نورو هیوادونو سره په شریکه تر غور او څیړنې لاندې نیول غواړي.

دا هغه څه دي چې د طالبانو له اساسي غوښتنو څخه ګڼل کیږي. دې تغیر ته د امریکایي لوري حاضریدل په دې معنی دي چې امریکایان دې نتیجې ته رسیدلي دي چې یو نظام چې نه ټینګیږي ټینګول یې خوشې خواري او د شګو جوړ قصرونه دي چې د دهر د سیلیو (طالبي غورځنګونو) په مقابل کې د دریدلو نه دی.

د بایډن اداره خو اوس په ښکاره وایي چې د دوی د دینوي ادارې تازه ټاکل شوې پالیسي داده چې نور نو په نړۍ کې دوی یعنې امریکایان خپلې غوښتنې د نړۍ په  نورو هیوادونو د نظامي لارې تحمیلول نه غواړي.

بناء افغانان چې د موجوده اساسي قانون تغیر غواړي او د تغیر له پاره یې سرښندنې کړي او کوي یې په نوي اصولو، بنیادونو او د حکومتولۍ په ترتیباتو موافقت د دوی خپل کار دی او حمایت یې کوي.

د امریکا د دفاع وزارت د یو لوړپوړي چارواکي د خولې خبره ده چې امریکا د یو مصئون افغانستان له لارې په افغانستان کې دیموکراسۍ ته ژمنه ده. ددې بیان پیغام دادی چې امنیت اولیت او دیموکراسي د وخت خبره ده.

ب: د یو نوي او ګډ یعنې اشتراکي حکومت د رامنځته کولو په لار نقشه کار کول. که څه هم د الف له فقرې داسې ښکاري چې امریکایان د افغانانو د بې مثاله قربانیو په مقابل کې ظاهراً عقب نشیني کوي خو دا عقب نشیني یواځې په نظامي ساحه کې ښکاري.

برعکس د سیاسي جګړې میدان یې نور هم ګرم کړی او غواړي چې هغه څه چې امریکایانو د نظامي طاقت د استعمال له لارې تر لاسه نه کړل اوس یې د نورو په وسیله او له سیاسي لارې لاسته راوړل غواړي.

امریکایان کوښښ کوي د طالبانو مذاکراتي درایت او هوښ د دوحې له تړون څخه د انحراف او د مسکو، ترکیې او نورو ورته غونډو له لارې یو ځل بیا تجربه کړي. نو ځکه یې د خنزب شیطان په دویمه فقره یعنې د ګډ حکومت په طرح کې پټ کړی چې درانه عواقب به یې په خپل ځای لوستونکو ته وړاندې شي.

ج.د یو جامع او دایمي اوربند د ټرمونو په رامنځته کولو کار کول. ښکاره ده چې اوربند کول په هغه صورت کې چې خارجیان د مۍ په لومړۍ نیټه نه ووځي د تسلیمۍ په معنی دی.

برعکس که خارجي عسکر وځي نو بیا د کابل حکومت سره په اور بند خبره کول د مذاکراتو د موفقیت د تضمین په صورت او هغه هم په یو محدود او له پخوا تعین شوي زماني چوکاټ کې یو ممدوح عمل څه چې یو دیني مکلفیت او د افغانستان د پراخو پرګنو څلویښت کلن ارمان دی.

د اورکم منل د اعتماد سازۍ په موخه توجیه کیدای شي خو ترڅو چې جهاد د تعین شوو اهدافو د لاسته راوستلو له پاره یواځینۍ وسیله وي، اوربند په خپلو تیرو کړنو د بطلان د کرښې کش کول دي. ددې لپاره چې خپل مطلب په ښه ډول افاده کړو پورتنیو دریو نقاطو ته په یو بل نظر وګوري او هغه دا چې:

د الف فقره طالبانو ته امتیاز دی.
د ب فقره د امریکا غوښتنه ده چې تفصیل یې وروسته راځي.
د ج فقره د کابل د ادارې غوښتنه ده.

برسیره پر دې د پوښتنو طراح په شپږمه پوښتنه کې په واضح ډول د ادغام د مسئلې د مطرح کولو له لارې د یو څه ظاهري تغیراتو په صورت کې د موجوده سیاسي نظام بقا لږ تر لږه  په موجوده شرایطو کې مناسبه بولي.

له هیچا پټه نه ده چې د ادغام په کلمه کې د نوي عنصر د ذوب او تحلیل مفهوم پروت دی. طراح په دې وسیله طالبان د یوې نوې پدیدې په حیث په اوسني فاسد نظام کې ذوب کیدلو ته راکاږي. دغه تصور د حکمتیار له فکر سره هم اړخ لګوي چاچې صرف څو ورځې وړاندې د افغانستان په عسکري نظام کې د خپلو جهادي ملګرو د ادغام غوښتنه وکړه.

د بلینکن د لیک او ددی پوښتنلیک تر منځ مستقیم ارتباط  او د پوښتنو څرنګوالی چې د ګډ حکومت په محور را څرخیدا ښکاره کوي چې طراح په خورا مهارت له پوښتونکو څخه د ګډ حکومت د رد حق اخلي.  ځکه پوښتنې داسې ترتیب شوي چې جوابول یې په ضمني ډول د ګډ حکومت منل افاده کوي.

دویم:د ګډ حکومت مسئله چې د ترکیې په کنفرانس کې مطرح کیږي دوستانو په تفصیل وڅیړله او د افغانستان په لنډ تاریخ کې یې مثالونه او د دی ډول حکومتونو د ناکامۍ او موفقیت سجل ته ځغلنده نظر وشو چې عصاره یې په لاندې کرښو کې وړاندې کیږي.

الف: ګډ حکومت د افغانستان په تاریخ کې چندان ښه سابقه نه لري. د خلقیانو او پرچمیانو ګډ حکومت سره له دې چې د یوه اخور څاروي وه تر دریو میاشتو لږ دوام وکړ. روسانو هم ونشو کولای دې ګډ حکومت ته  چې د خلق او پرچم ترمنځ د هغه ایتلاف په نتیجه کې چې د ثور له کودتا څخه لږ او ډیر شپږ میاشتې د مخه منځ ته راغلی وه نجات ورکړي.

دا اختلافات ډیر ژر دومره  ډیر ژور شو چې پرچمیانو د افغانستان سفارتخانې په څو هیوادونو کې پریښودلې، دولتي ادارې یغارت او له خپلو سفارتخانو څخه ډکې منګلې اروپایي هیوادونو ته خدای خبر په کوم نوم وتښتیدل. دوی بیا یواځې د روسانو له راتګ څخه وروسته چې امین یې مړ کړ او خلقیان یې تر ډیره بریده په دولتي دستګاه کې څنډې ته کړه یو یو د جبهه یي پدر وطن له جنډې سره له دې او هاغه ځایه را ښکاره او هیواد ته راننوتل.

ب:د مجاهدینو عبوري حکومت چې په حقیقت کې د مجاهدینو یو ګډ حکومت وه د ډیرو د یاد خبره ده. حکمتیار ته د مجددي له اخلاقه وتلې ښکنځلې او د کابل په هوایي میدان کې د مجددي د طیارې ویشتل د پیښور د عبوري حکومت بنیادونه له همغه لومړۍ ورځې ولړزول.

په کابل کې تر شپیتو زرو مرګ او د کابل د ښار کنډواله کېدل چې انځورونه یې اوس هم زړونه دردوي د همدغه ګډ حکومت د تاسیس مستقیم نتایج وه.
که تاریخ څه رازده کوي نو هغه دادي چې د طالبانو او امریکایي مشربه افغانانو ګډ حکومت هیڅ عملي جنبه نه لري.

لوستونکي پوهیږي چې په امریکا کې هم دا ډول حکومت چلیدلای نه شي. ټرمپ چې لږ تر لږه تر اویا میلیونه زیات پلویان لري نشي کولای د ټوېټر له لارې خپل پیغامونه خپلو پلویانو ته واستوي.

د بایډن اداره خو حتی په خپلو مخالفینو د داخلي ترورستانو نوم ږدي. ګډ حکومتونه خصوصاً په افغانستان کې یواځې د هالیووډ د فلمسازانو د خیال کار دی. دا ډول حکومتونه ولو چې (فرض محال محال نیست) د امنیتي ستونزو د مخنیوي لپاره  یواځینۍ میسره لار وبلل شي د تصمیم نیولو په پروسه کې له سختو ستونزو سره مخ کېدونکی دی.

د یوې فلج شوی او غیر مؤثرې ادارې رامنځته کول او تحمیلول به په دې هیواد کې دولتي روزانه چارې په ټپه ودروي او دولتي ارګانونه به ونه شي کولای چې خلکو ته ضروري خدمات وړاندې کړي چې دا ډول سیناریو خامخا د دولت ضد احساسات تقویه کوي او خارج ته توجیه شوی قهر داخل ته راګرځوي. په خپل وار نوي مشکلات او حتی امنیتي ستونزې زیږوي.

ج: د غني او عبدالله ګډ او ویشلو حکومتونو چې نه قانوني مشروعیت لري او نه عملاً د هیواد د ستونزو لپاره کومه نسخه او تدبیر وړاندې کولای شي د تېرو اوه کلونو راهیسې د افغانستان د خلکو په څټ د امریکایي جبارانو له خوا تپل شوې چې نتیجه یې د عیان بیان دی. بش او د هغه نا اهله عمالو د بن  په کنفرانس  کې هیواد په اقوامو وویشه چې له عواقبو یې تر ننه ټول هیواد کړیږي اوس چې د بایډن نوبت دی،  دی یې اوس سیاسي قدرت د طالب او سیکولر په نوم خدای خبر په کومه کنډه ویشي.

دریم: مطرح ګډ حکومت یواځې امریکایانو د کابل حکومت او احتمالاً یو تعداد هغه افغانانو ته چې د مختلفو وجوهاتو له نظره د اوسنۍ امریکا تپلی نظام له محدودې بهر پاتې شوی مستقیمه ګټه لري.
هغوی چې په نظام کې موجود دي خپله بقا او هغوی چې له موجوده نظام څخه فعلاً خارج دي نوی ګډ حکومت ته د یو فرصت په نظر ګوري چې ګټه پورته کول ترې غواړي.

حکومت او د دوی هم خیاله افغانانو ته که په داخل د نظام کې دی او که په خارج کې د افغانستان د کړاو ختمول چندان اهمیت نه لري بلکه په نوي سيټپ کې اشتراک  او یا هم په واک کې پاتې کېدل دي چې تر هر څه لومړيتوب لري.
د فساد په نتیجه کې د ګټلو ثروتونو (جیب ته راوړنو) حمایت او هضم دې نه د کړکېچ بنیادی حل چې کابل ورته په طمعه دی. شایع فکر دا دی چې دا ډول مغرضانه اهداف په موجوده حالاتو کې  یواځې په قدرت کې د اشتراک او یا پاتې کېدنې له لارې شونی دی نو ځکه د کابل اداره په نیم زړه د ترکيې په کنفرانس کې اشتراک کول غواړي. صالح اوس هم  هغه قانون اساسي ساتي چې بلینکن د خپل لیک په یوه کرښه باد باد کړ او کرزی له طالبانو غواړي چې غني ته د خپلې دورې د اختتام چانس ورکړي. هغوی چې له قدرت څخه فعلاً بهر دي د سیاسي نظام برخه وه او دي.
د دواړو ګډه  ګټه د دوحې د تړون په بې اعتباره کولو کې ده. دوی دواړه ډلې د امریکایي نظام  او نظامي شتون سره په هیواد کې هیڅ ډول ستونزه نه لري او نه ورته د پردیو باداري په خپل هیواد کې کوم مشکل ښکاري.

په داسې حال کې چې ټولو ته معلومه ده چې د طالبانو بنیادي غوښتنه له لومړي سره د معضلې د خارجي  بعد حل مخکې له دې چې د مسئلې په داخلي اړخ فکر وشي، یعنی تر څو چې پردی قوتونه په افغانستان کې موجود وي او د امریکا د نوي حکومت موقف د دوحې د تړون مطابق د عسکرو د خروج په مورد کې ښکاره او څرګند نه وي، په دې ډول کنفرانسونو کې د طالبانو اشتراک د مکارې امریکا په غوړیدلي دام کې غورځیدل دي.
ښکاره ده چې په تیرو څو کلونو کې طالبانو د خارجي قواوو د خروج په لار کې اوږد مزل کړی او ډیر څه یې عملا د دوحې د تړون په شکل کې تر ګوتو کړی دی چې تطبیق او تعقیب یې په جدیت سره په کار دی.
د دوحې تړون ته د امریکا د ادارې وفاداري اوس د شک خبره ده. ښکاري خو داسې چې د امریکا نیت دی، دې تړون ته صاف نه وي. څرنګه کېدای شي چې جرمنیان دې بې د امریکایي شنه څراغه خپل حضور په افغانستان کې د لسو نورو میاشتو لپاره تمدید کړي. که څه هم ددی مدت الغا‌ء او تمدید دواړه هر وخت ممکن او صرف یو تخنیکي کار دی، البته پر طالبانو د فشار یوه وسیله خو ددې ته د ګازرې او ډانګي پالیسي (Sticks and carrots) وایي.

که له یوې خوا طالبانو ته د ترکيې په کنفرانس کې د نوي نظام د تدوین او تاسیس امکان ځلوي له بلې خوا د جرمني د ډانګي په وسیله(د فوځیانو تمدید) د دوحې تړون ګواښي.
د کلام خلاصه داده چې هیڅوک علم غیب نه لري اینده له هر چا پټه ده خو دومره ویل کېدای شي چې هغه خلک موخو ته د رسیدو چانس لري چې خپلو اهدافو ته وفادار پاته شي، بر عکس هغوی چې ثبات نه لري او اهداف بدلوي را بدلوي د موفقیت چانس بیخي نه لري. د اهدافو بدلول د اهدافو د نه شتون په معنی دی. بې هدفه شخص یا اشخاص د همیشه لپاره د تردد او حیرانتیا په بې پایانه بیابان کې ستړی او سرګردان ګرځي.

نوربيا……

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

الفت او عبدالباقی صاحبانو ستاسو ددې لیکنې له محتویاتو سره سل په سلو کې موافق یم،، لکه چې تاسو ورته اشاره کړې په پوښتنلیک کې ګډ حکومت د نورو پوښتنو په متن کې په مهارت سره د یو ټولمنلي اصل په توګه یاد شوی دی،، مثال یې داسې دی لکه یو څوک چې نه غواړي ستاسو سره په سفر کې ملګرتیا وکړي اما تاسو ورسره د لارې په اوږدو کې د خوراک په انتخاب باندې بحث کوی. د ناهیلی ځای خو دا دی چې د سولې په طرحو کې چې له هرې خوا د باران د څاڅکو په توګه را… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x