لیکنېنظــر

ګډ حکومت او پوښتنليک «دوهمه برخه»

سیف الله خان کیمور

امریکایان بیا په خپل نوبت خپلې ګټې په ګډ حکومت کې لټوي. دا ګټې لږ ترلږه درې دي.لږ پرې تم کېږو.

الف: د دوحې تړون څخه عدول:
میاشتې میاشتې کېږي چې بایډن د دوحې د تړون د بیا ارزولو خبرې کوي. او په ښکاره وایي چې دده له پاره په ټاکلې نیټه د قواوو ایستل نا شوني دی. واضحه خبره ده چې دی په خپل دې بیان کې صادق نه دی.
دې ډول بهانو هغه وخت یو نسبي منطق درلودلای شو چې د مۍ تر میاشتې لږتر لږه هغه تعداد عسکر چې ایستل یې د ده په سست حساب ممکن وای ایستلي وای.
د لوژستیکې ستونزو یادونه بایډن په داسې حال کې کوي چې په کابل کې امریکایي نظامي مسؤلینو یو ځل په صریحو الفاظو وویل چې دوی کولای شي چې هر وخت چې بایډن وغواړي په مسؤلانه ډول له افغانستان څخه خپلې قواوې وباسي.

په دې وسیله دې نظامیانو په افغانستان کې ددې نه ختمیدونکې او بدنامې جګړې  د دوام مسؤلیت برعکس د بایډن د اظهاراتو په امریکا کې سیاسي تصمیم ګیرۍ او سیاسي لیډرشپ ته منسوب کړ.
غني هم یو ځل وویل چې دوی په نظامي ساحه کې امریکایی قواو ته نه بلکه د امریکا مالي مرستو ته اړتیا لري. په دې معنی چې د مالي امکاناتو په موجودیت کې حکومت په خپله او یواځې جنګ کولای شي. د امریکې عامه ذهنیت خو د کلونو راهیسې د افغانستان ددې اوږدې جګړې د اختتام غوښتونکې دی.

د افغانستان د ملت عظیمې قربانۍ چې د یو ازاد او مستقل افغانستان د تاسیس له پاره يې ورکړې او ورکوي یې، ددې خبرې واضح دلیل دی چې دلته مطلق اکثریت د اشغال پایان ته په بې صبرانه ډول ورځې شپې شماري.

د امریکایي عسکرو د تعداد په باره کې وروستنی حساب دروغ چې امریکایي مطبوعاتو څه موده وړاندې راښکاره کړه او هغه دا چې دا تعداد په افغانستان  کې اصلا ۲۵۰۰نه بلکه ۳۵۰۰  دی هم د تشویش خبره ده. َځکه دا نه ده معلومه چې دا  ۱۰۰۰ تنه له پخوا یعنې د ټرمپ د ادارې له وخته په افغانستان کې موجود وه او امریکایي نظامیانو او ناټو هغه وخت یعنې د جنورۍ په نیمایي کې د ټرمپ ادارې ته د اصلي تعداد په باره کې دروغ ویلي وه او که د بایډن ادارې د ناټو هیوادونو د تشویش رفع کولو په منظور چې ۲۵۰۰ امریکایي عسکر په ټول هیواد کې د جاسوسۍ او هوایي پوښښ لپاره کافي نه دي، دې هیواد ته دا زر تنه له دې وېرې چې د طالبانو شکوک راپورته نه کړي په پټه رالیږلي دي.
دا د حیرانتیا خبره مه بولۍ، دې ورانې کنډوالې ته هرڅوک چې وغواړي بې له ثبت او رجستر څخه داخلیدلای شي.

ملل متحد او په خاص ډول ځینو هیوادونو ته لکه پاکستان او ترکېې ته د کشالې د حل په باره کې رول ورکول د زرو عسکرو زیادت، د بایډن د ادارې ګونګ او مبهم موقف، لوژستیکي بهانې، د ټرمپ او د هغه د کردار او سلوک څخه سخت نفرت، د جرمني د قواوو تازه تمدید، د ترکيې د کنفرانس په باره کې تاوده کوښښونه او داسې نور ډیر دلایل موجود دي چې په اساس یې د افغانستان په باره کې د بایډن د پټې سیاسي اجنډا تصور وکړو. بایډن هڅه کوي چې دده له خوا دا نوې شروع شوې پروسه د دوحې د تړون په نسبت چې نوښتګر یې د ټرمپ اداره وه چټکه، قاطع او جالبه انځور کړي، وحشیان د مخلوقاتو پرې راواړوي، د دوحې پروسه شاته پریږدی او ددې بې پایانه جګړې اختتام او کریډت په خپله او د خپل ټیم په ګټه سجل او اینده انتخاباتي تنور ته د سونګ څه مواد برابر کړي.

ب:تداوم
د نظامونو د تغیر سره سره عادتاً د دولت مسؤلیتونه دوام کوي. معمولاً راتلونکي نظامونه د دولت مخکينیو تعهداتو ته وفادار پاتې کېږي. په دې معنی چې تداوم د دولت خصلت دی چې د نظامونو له بدلون سره اړه نه لري. دا ډول عنعنه که وجود هم ولري هر ځای او په هر حالت کې د تطبیق وړ نه ده. د  بیلګې په ډول د اتاترک ترکيې له عثماني ترکېې څخه ځان بیخي جلا باله. هیڅکله هم د اتاترک ترکېې د لکونو ارمنیانو د قتل عام مسؤلیت په غاړه وانه خیست.
جرمنیان هم د هټلر کشتار په ځان پورې نه تړي. ناصر هم د سویس کانال  او شتمني یې عامه شتمني اعلان کړه. په دې معنی چې کله د دوه نظامونو ترمنځ توپیر واضح او څرګند وي نظامونه له ماضي سره خپل پریکون اعلانوي. دا ډول ټول شرایط ( د مسلکي او وطن دوست افغانانو مشورو ته ضرورت دی) د افغانستان په مسئله کې موجود دي. افغانستان د یو بې ساري نړيوال ښکېلاک څخه راوځي. راتلونکی نظام باید مستقل او په هره ساحه کې سورن Sovereign وي.
له ماضي سره پریکون اړین دی. اینده نظام باید خپلې ملي منافع د خپلې فلسفې او عقیدوي ویژن په رڼا کې د پخوانیو دولتونو په بین المللي تعهداتو کې ولټوي او که لازم ولیدل شي له سره یې وارزوي.
دا مسئله مهمه ده ځکه داسې ډیر ستراتژیک، امنیتي او دفاعي تړونونه شته چې له لومړۍ ورځې یې په دیوال ویشتل په کار دي. دا موضوع یواځې بهرنی اړخ نه لري په داخل کې هم داسې ډیر څه شته چې الغا‌ء یې په اولیتونو کې راځي.
د وزیر اکبر خان، میر مسجدي خان، او امان الله خان مډالونه که د پیټریاس له اوږو نه شو را کښته کولای په داخل کې خو یې راکښته کول په کار دي. په سلګونو نور مسایل شته چې  ذکر یې د کلام اوږدول دي. بایډن غواړي چې د ګډ حکومت له لارې خپلې شرمیدلې ماضي ته په افغانستان کې د قانونیت او مشروعیت پرتوګ ور واغوندي، انقطاع په کار ده.

ج: په نوو ټرمونو او بل مناسب وخت کې د اشغال پای:
امریکایان غواړي د طالبانو مذاکراتي درایت له سره و ارزوي او که وکولای شي د دوحې د تړون د بې اعتباره کولو له لارې له طالبانو سره په یو ورته Deal معامله وکړي، کریډت یې خپل ځان او خپل ټیم ته ورکړي او په دې ډول د مغرور ټرمپ څخه خپل انتقام هم واخلي. امریکایان غواړي چې ووایي چې دوی په خپله خوښه راغلي وه او په خپله خوښه بېرته ولاړل. د طالبانو حملې په فیل د ماشو حملې وي چې چندان مؤثریت یې نه درلود.

نتیجه:
که د مې د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې امریکایان او د هغوی حشرباڼي د جرمنیانو په شمول وتل نه غواړي د استانبول په کنفرانس کې د طالبانو اشتراک تاوان کوي.
که امریکایان د خروج په باره کې خپل موقف نه ښکاره کوي د غونډې په تعویق اچول په کار دي، تر څو د مې په لومړۍ نیټه د دوی موقف څرګند شي.
که طالبان د امریکایانو د مجبوریت په اساس دوی ته د امتیازاتو په مقابل کې د یو لنډ وخت له تمدید سره موافقه کوي او اطمینان موجود وي چې دا بهانې بیا نه تکراریږي شاید د یو بل احتمالي اوږده جنګ څخه یې اضرار کم وي. د لازمو معطیاتو په نه شتون کې دا تول او ترازو دلته ممکن نه دي. خو لاندې نقاطو ته نظر په کار دی.

امریکا  په افغانستان کې جنګ ته دوام نه شي ورکولای. تر دې نورې ګرمې او راروانې جبهې هم شته. ایران، اوکراین، تایوان او حتی ترکېه تر یوه حده د بایډن د اسپ دوانۍ اینده میدانونه دي. دی د امریکې تر ټولو ضعیف ریس جمهور دی. قرضو، وبا، تجاوزونو، داخلي انشقاق او بربنډ راسیزم د امریکې ملا ماته کړې او دا لړۍ لا روانه ده.
دا هیواد نور نه شي کولای په دې پراخه نړۍ خپلې بادارۍ ته دوام ورکړي.
دا که د میاشتو خبره نه وي په کلونو کې خو یې د تحقق امکان ډیر زیات دی.

د افغانستان مسئلې وښودله چې ملل متحد نه بې طرفه دی او نه کوم مستقل هویت لري. دې ارګان هر ځای بې له استثنا د استعمار پای دوی کړی ده.

د افغانستان په ارتباط یې درې نقطو ته لنډه اشاره کوو.
دوی په افغانستان د امریکا او د ایتلاف د قواو تجاوز چې د ۲۰۰۱کال د اکټوبر په اومه واقع شو څو میاشتې وروسته یعنې په دسمبر کې تایید او تصویب کړ.

په ۲۰۱۴ کال کې یې د ایساف د مشن د اختتام څخه وروسته د ماموریت قاطع مشن د امنیت په شوری کې تایید او تصویب کړ.

د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ په میاشت کې یې د دوحې تړون تایید او تصویب کړ. اوس بیا ترکيې ته منډې وهي. د ملل متحد رول د پلان جوړول نه بلکه د جوړ شوو پلانونو عملي کول دي.

ترکيې هم د یو ستر اسلامي دولت په حیث د افغانستان په باره کې خپل مسؤلیت نه دی اداء کړی. اردوغان ته په کار ده چې لږ تر لږه مخکې له دې چې د افغانستان په باره کې د خیر د خبرو میز ته کېني له افغانستان څخه خپل شپږسوه سرتیري چې د ناټو په چوکاټ کې فعالیت کوي وباسي او د دوستم له حمایت څخه لاس واخلي.

د ترکيې او امریکا اختلافات نن سبا هر چا ته ښکاره دي اګر چې دا دواړه هیوادونه په افغانستان او اوکراین کې یو د بل همکار دي داسې ښکاري چې امریکا د ترکيې په کنفرانس بل ځای قهریدلی اردوغان ته شیریني په خوله کې وراچوي.

و من الله التوفیق

پرسشنامه:
۱: د راتلونکي مشارکتي د سولې د حکومت د وظایفو لایحه؟
۲:د را تلونکي مشارکتي سولې حکومت  وخت باید څومره وي؟
۳:تشکېلاتي ساختار به څنگه وي؟
۴:رهبري به یې څوک کوي؟
۵:څنگه به د نوي اساسي قانون لپاره تصمیم نیول کېږي؟
۶:د اوسني امنیتي او دفاعي قواو لپاره ښه تدابیر نیول په کار دي او د ادغام پروسه څنگه عملي سي؟
د مشارکت لپاره کوم معیارونه باید په نظر کې ونیول سي؟
۷:کوم ډول ضمانتونه باید وشي چې دغه پروسه د عمل په ډگر کې ناکامه او د اینده مشکلاتو سره مخ نشي.
۷: دغه مشارکتي د سولې حکومت د راتلونکې دایمي حکومت لپاره کوم مسولیتونه لري؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x