افغانستاند روژې مبارکه میاشتنړۍ

د سه شنبې ورځ اکثرو اسلامي هیوادونو کې د روژې اوله ورځ وي

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۲۳وری، ۱۴۰۰ل): ټاکل شوې ده چې سبا د سه شنبې په ورځ د سعودي عربستان، افغانستان، پاکستان او ترکیې په ګډون په ټولو اسلامي او عربي هېوادونو کې د رمضان المبارک لومړۍ ورځ وي.

پرون (یکشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۰ل)ماښام د سعودي عربستان سترې محکمې د رمضان المبارک میاشتې لیدل غیر یقیني وبلل او اعلان یې وکړ، چې سبا د سه شنبې په ورځ(۲۴ وری) به د رمضان المبارک ۱۴۴۲هـ ق نیټه وي.

د سعودي عربستان نه وروسته د افغانستان سترې محکمې هم سبا د سه شنبې ورځ د رمضان المبارک د لومړۍ روژې په توګه اعلان کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ګاونډي پاکستان حکومت د مذهبي چارو وزارت بیا له وړاندې اعلان کړی ؤ، چې د اپریل په ۱۴ مه یعنی د چهار شنبې ورځ به پاکستان کې د رمضان المبارک لومړۍ روژه وي.

د سعودي عربستان، افغانستان، قطر، ترکیې، کویټ او موریتانیا ترڅنګ په ګڼو نورو اسلامي او عربي هېوادونو کې هم سبا د سه شنبې ورځ د رمضان المبارک د لومړۍ نیټې په توګه اعلان شوې ده.

د روژې مبارکې میاشتې له راتلو سره سم د پلازمینې کابل په ګډون په زیاترو لویو ښارونو او ولایاتو کې د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو بیې لوړې شوي، چې ورسره د هېوادوالو اندېښنې زیاتې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x