شعـــــرونه

زړه دې نه خوږېدو؟/ حيدري

محمد اغا حيدري

تازه غوټۍ دې خزان کړمه زړه دې نه خوږېدو؟
چې دې شهید په قرآن کړمه زړه دې نه خوږېدو؟

له خواږه خوبه دې راویښ کړمه په توره شپه کې
بيا چې مظلوم دې روان کړمه زړه دې نه خوږېدو؟

د ژوند کتاب کې دې ملګری وم په یوه حجره کې
زه په پردو دې تاوان کړمه زړه دې نه خوږېدو؟

اول دې ما سره قسم باندې وعدې وکړلې
بیا دې په لارو حیران کړمه زړه دې نه خوږېدو؟

په دغه لار راته په مخ کې وو ډیر ستړی مزل
چې دې ایثار په بیابان کړمه زړه دې نه خوږېدو؟

له ما دې واخیست د ژوند حق او زولنې دې کړمه
هم دې لایق د زندان کړمه زړه دې نه خوږېدو؟

چې زما عزت دې کړلو لوټ د خپل عزت لپاره
د بل په خوله دې نادان کړمه زړه دې نه خوږېدو؟

په ډیر وحشت دې زما له زړه کړلې لوخړې پورته
چې په بمونو دې وران کړمه زړه دې نه خوږېدو؟

هم دې خفه هم دې یوازې کړم په نیمه لاره
هم دې مجرم د جانان کړمه زړه دې نه خوږېدو؟

دا یو تپوس زه حیدري! درنه ګیله کې کوم
چې دې کافر په جهان کړمه زړه دې نه خوږېدو؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x