تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه (۴) له څلوېښتم لښکر سره اوربند

شهرت ننګيال

له څلوېښتم لښکر سره اوربند:
په ۱۹۸۰ كال كې احمدشاه مسعود له شوروي څلوېښتم لښکر سره اوربند وكړ – دا چې د اوربند زمینه د چا په هڅو را منځته شوه، منځگړي يې څوک وو، ډېرې خولې ډېرې خبرې – ځینې رپوټونه په دغه موخه کابل ته د احمدشاه مسعود راشه درشه په گوته کوي، چې د تأمل وړ گڼل کېږي، خو د عبدالحميد محتاط، دستگیر پنجشیري رول او اغېز پاموړ حقیقت را ختلی شي.

د مجاهدينو تر منځ له حکمتیار پرته له شوروي لښکرو سره د احمدشاه مسعود اوربند کوم غبرگون را منځته نشوى کړى، حزب اوربند د جهاد او د مجاهدینو پر ضد توطئه وگڼله، چې په مټ یې مسعود د مجاهدینو ځپلو فرصت تر لاسه کړ،..

دلته وه چې شورویانو، جنوب، لویدیز او ختیز کې د جگړې اور ژبغړانده او دغو سیمو کې د نویو او پراخه بریدونو ستراتیژي پلې کړه.

د اور بند تړون کې مسعود ژمنه کړې وه چې شوروي پوځي کتارونه به دده له واک لاندې سیمو خوندي تېرېږي، پر وړاندې يې شوروي اړخ مسعود ته د لوژستیکي او خوراکي توکيو مرستو ته خپله ژمنتیا څرگنده کړې وه.

لکه دمخه مو وویل له حزب اسلامي پرته جهادي تنظيمونه پټه خوله پاتې شول – په داسې حال کې چې له رژیم سره د اړیکو شک نه بښونکی جرم او ملي خیانت پېژندل کېده او دغسې يو تور د ژوند بيه او د رټلو او ترټلو نغد سند گرځېدی شوای، خو احمدشاه مسعود د مجاهدینو، پاکستان او نړيوالو لخوا له کومې پرې، گوتڅنډنې او گوتنیونې سره مخامخ نشو، له همدې فرصت په گټه اخيستو مسعود د نظار شورا تشکیلاتو او جمعیت د برمته کولو مخه ومونده او د رژیم دننه يې د کودتاگانو زمینه تر لاسه کړه…

راتلونکی عنوان:
د رژيم دننه ډلبندي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x