شعـــــرونه

جنګ نه کرکه/ فدا محمد نومير

فدامحمد نومير

جنګ، جګرې ځپلی ناقراره يم
ستا د لاسنيوي څخه بيزاره يم

کونډې، يتيمان راته په ‌‌‌‌‌‌ډاګ ژاړي
پروت پر ميږتون شپه تر سهاره يم

پرې مې ږده چې جوړه مې جونګړه کړم
ښار، کلي، وطن کې بې ازاره يم

نه مې دی ليدلی جنګ، جګړه کې خير
خوار يمه، يتيم يم او بې پلاره يم

زما د ورور په وينو نور مزې کوي
څه مې ده ګناه، چې زه فراره يم

کرکه مې له توپ او ماشينګن څه سي
زيات او کم څلويښت کاله ناداره يم

څله ځوروې مې لږ څه رحم کړه
ستا په څېر اولاد لرم لا چاره يم

غواړم د انسان په شان ژوندون وکړم
زه هم لکه نور غوندې سيالداره يم

واوره د نومير غزل د زړه په غوږ
صلحې، ارامۍ ته بې قراره يم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x