تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه(۵) د رژيم دننه ډلبندۍ

شهرت ننګيال

د رژیم دننه ډلبندۍ:
۱۹۸۸ د دسمبر په لومړیو کې عبدالحميد محتاط له کابل مزار او له هغې د دريو څرخکو په بدرگه تخار ته ولاړ، د تالقان – په خواجه غار کې له کېناستو وروسته چورلکې بېرته مزار ته ستنې شوې – دلته محتاط او داؤد د ارباب سکندر په ملتيا د احمدشاه مسعود له يوه قوماندان گدا سره وکتل، له يوې لنډې دمې وروسته یې د فرخار ورسج کې دری ورځې له احمدشاه مسعود سره تېرې کړې.

محتاط دنده لرله شوروي دكتورين احمدشاه مسعود ته تشریح کړي – ده احمدشاه مسعود ته پر دې ټینگار کاوه چې د ډاکتر نجیب الله پر ځای له شوروي اړخ او رژیم له ځانگړيو کړیو سره اړیکي او پوهاوی پاموړ گڼي – ده مسعود دې ته ور مات کړ چې له شوروي لوري سره مخامخ ليده كاته وكړي – موافقه وشوه چې د گورباچوف له ځانګړي استازي جنرال ورینیکوف او کابل کې شوروي سفير يوري ورنتسوف سره وگوري.

محتاط ژمنه وکړه چې دوو اونیو کې به يې له شوروي لوري سره مخامخ ناستې ته زمینه برابره کړي، چې جنرال ورینیکوف او يولي ورنتسوف پنجشیر کې له مسعود سره کیني.

مسعود د کابل حیرتان لارې د پرانېستو ژمنه ورکړه – دغسې يې د تالقان ذخیره باغ کې د ځای پر ځای شوې پوځي قطعې کلابندي ماته کړه. جنرال ورینیکوف د يوه ماهر روسي نقاش په گوتو د احمدشاه مسعود جوړ شوي انځور چې پر سپین اس سپور لیده کېده او د يوې ښکلي تابلو بڼه يې لرله د سوغات په توگه چمتو کړ – انځور دومره ښکلی او طبیعي ښکارېده لکه ژوندی مسعود د سړي په وړاندې دی.

عبدالحمید محتاط د مسعود پر وړاندې نجيب الله د ده پر قومي او قبیلوي گرایشاتو تورن کړ – ده د مسعود پر وړاندې دا خبره راپورته کړه چې گني «نجیب الله با مبتذل ترین نوع غرور ملي که در ساختار عقب مانده نظام اقتصادي و اجتماعي جامعه قبیلوي پشتونها نهفته است آغشته است – وی همیشه به این مباهات دارد که بگوید: تاسو د هغو ننگياليو پښتنو بچیان یاست …

محتاط، احمدشاه مسعود ته د ده په وینا له هغو توطئو پرده پورته کړه چې گني نجيب الله غواړي يو ځل بيا افغانستان کې د قبیلوي نظام پایښت باوري کړي، ځکه خو دا اړینه ده چې له شوروي اړخ سره اړیکو او تفاهم ته ور وگرځو او د نجيب الله د قبيلوي نظام د پایښت توطئه شنډه کړو.

۱۹۹۰ کې چې احمدشاه مسعود له تخار، پنجشير ته خپل هېډ کوارټر ولېږداوه، بهرنیو چارو وزیر عبدالوكيل ته يې ليک ولېږه – د لیک را لیک فضا محتاط برابره کړې وه – دلته وه چې د ډاکتر نجیب الله پر خلاف په کور دننه توطئو څپې توپاني کړی شوې.

د شوروي او احمدشاه مسعود تر منځ پوهاوي او اړیکي نورې هم وغوړېدې – د شوروي د څلوېښتم لښکر قوماندان جنرال گروموف مني چې له افغانستان د عسکرو له وتلو دمخه له مسعود سره توافق ته رسیدلي، خو د توافق پر څرنگوالي څه نه وايي، يوازې دا ټکی را اخلي چې مسعود به نور پر شوروي پوځیانو برید نه کوي او شوروي به د ده الوژستیکي مرسته کوي.

څومره چې د مسعود ځواکونو غوښتي وای له شوروي کتارونو خوراكي لوژستیکي مواد پخپله خوښه ترلاسه کولای شوای، اړیکي دومره وغوړېدې چې شوروي قرارگاه د نظار شورا قوماندانانو په لاسلیک د ټولو اسنادو په مجرا وركولو مكلفه گڼل کېده.

راتلونکی عنوان:
بې تعبيره خوبونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x