
د مسلمان علماو نړیوالې ټولنې د افغان حکومت او طالبانو څخه د جګړې درولو غوښتنه وکړه / د خبرپاڼې متن
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴وری، ۱۴۰۰ل): د مسلمان علماو نړیوالې ټولنې چې مرکز یې په قطر کې دی، پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې په ځانګړي ډول د روژې په مناسبت دي جګړه ودروي او غوښتنه یې کړې چې دواړه لوري دي د الله تعالی پر کتاب او د رسول الله علیه وسلم پر سنت باندي او مسلمانو علماو ته په رجوع باندي یوه حل ته ورسیږي.
اتحاد علماء المسلمین په دغه مناسب یوه خبرپاڼه نشر کړې چې پکښي په افغانستان کې د بهرنیانو وجود اشغال بلل شوی دی، اوسنۍ جګړه افغاني بلل شوې، او مسؤولیت یې د کابل حکومت او طالبانو ته راجع شوی دی.
خبرپاڼه په لاندي ډول ده:
د مسلمان علماو نړیواله ټولنه په ډیر درد او خفګان د اسلامي امت په ډیرو هیوادونو کې د تفرقې، جګړې، منازعې او اختلافونو حالت ته ګوري، چې له امله یې دغه امت ضعیف شوی، وروسته پاته شوی او د نړیوالو جګړو لپاره میدان ګرځېدلی دی، چې له امله یې د اسلامي امت دښمنانو ته په دغو هیوادونو کې تمه پيدا شوې او د مسلمانانو په خپلو پیسو او امکاناتو یې د هغوی هیوادونه تر اشغال لاندي کړي دي. او سربېره پر هغه په دغو هیوادونو کې مختلف مشکلات زیږیدلي، په اقتصادي، ټولنیز او سیاسي برخو کې، او همداسي داسي یو فقر، جهالت، ناروغي او بی روزګاري عامه شوې چې مخکې يې مثال نه وو، لکه په سوریا، یمن او نورو کې.
یو له هغو دردناکو جګړو څخه، په افغانستان کې جګړه ده، دغه هیواد چې د علم، فقه او پرمختګ مثال وو، د تیرو څو لسیزو راهیسي جګړه په کښي روانه ده، د روسانو پر خلاف د کامیابه جهاد وروسته دغه ولس نه دی په ارامه شوی، او بیا د امریکا له خوا اشغال شو او پر وړاندي يې جګړه پيل شوه، چې له امله یې د امریکا تر اشغال لاندي د مړو او ټپیانو شمیر زیات شو او په وروستیو کې يې نور هم زور اخیستی دی.
ددغه دردناکه وضعیت پر وړاندي د مسلمانو علماو نړیواله ټولنه د خپل مشرتابه، سکرتریت او غړو په نمایندګي د افغانستان حکومت او د طالبانو تحریک ته لاندي توصیات کوي:
۱- د الله تعالی په خاطر غوښتنه ځیني کوي چې جګړه ودروي، په ځانګړي ډول د روژې په میاشت کې چې د صیام، قیام، قرآن او لیلة القدر میاشت ده، تر څو مسلمانان وتوانیږي چې د امن په فضا کې خپل دیني شعایر تر سره کړي.
۲- غوښتنه ځیني کوي چې د مسلمانانو تر منځ روانه جګړه بس کړي، ځکه دغه افغانۍ جګړه یوازي د افغانانو ژوندونه اخلي.
پر هیڅ چا د یوه مؤمن قصدي وژلو ګناه پټه نه ده، الله تعالی فرمائي: (مَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا) النساء: 93
او نور شرعي دلیلونه شته چې بیله حقه د مومن وژل د لوی جرمونو څخه بلل کیږي، آن تر دې چې یو انسان په ناحقه ووژل شي نو مثال یې داسي دی لکه ټول انسانیت چې يې وژلی وي، الله تعالی فرمائي: (أَنَّهُ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ) المائدة: 32،
او نبي صلی الله علیه وسلم فرمائي: “لا يزال المؤمن في فسحة في دينه مالم يصب دما حراماً” رواه البخاري في صحيحه
ځکه نو د الله تعالی، د وینو حرمت او روژې په حرمت غوښتنه کوو چې جګړه ودروئ، په ځانګړي ډول په دغه مبارکه میاشت کې.
۳- د علماو ټولنه غوښتنه کوي چې یوه عادله او شامله سوله دي د الله تعالی پر کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سنت وشي، او ددغه امت رباني علماو ته دي رجوع وشي، لکه الله تعالی چې فرمائي: (وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ) النساء:83
الله تعالی د علم او پریکړي کولو مسؤولیت علماو ته راجع کړی، هغه علماء چې فهم او استنباط کولای شي د واجباتو، اوسنیو حالاتو او راتلونکو توقعاتو.
۴- د علماو ټولنه د دواړو اړخونو څخه د خپل منځي شامل پخلاینې غوښتنه کوي چې د ټولو لپاره د امن او امان سبب شي، داسي پخلاینه چې د افغانستان د ټولې خاورې څخه د اشغال د خاتمې سبب وګرځي.
۵- د علماو ټولنه د افغانستان حکومت او طالبانو تحریک ته د افغانستان د امنیت ساتنې او د هر انسان د وینو کامل مسؤولیت راجع کوي، دوی به د الله تعالی پر وړاندي مسؤول وي، ځکه نو دوی باندي واجب ده چې د دغه نیک مسلمان ولس د خیر او ښې ګڼې لپاره لاس په کار شي.
د الله تعالی څخه سوال کوو چې د دغې مبارکې میاشتې راتګ د خیر، برکت او په افغانستان، یمن او ټولو اسلامي هیوادونو او مسلمانانو کې د جګړې د دریدو سبب وګرځي، او په اسلامي امت کې خیر عام شي، تر څو بیا ورته خپل عزت، قوت، رحمت او عدل را وګرځي، الله تعالی ښه اوریدونکی او قبلوونکی دی.
دې ملایانو صاحبانوته دې وویل شي چې داشغال په خلاف جګړه جهاد ده او دا خپل منځي جګړه بلکل نه بلله کیږي ، یوه ډله د ډیموکراسي او کفري قانون ملاتړ کوي اونه تر تیریږي اوبله ډله بیا د قرآن حاکمول غواړي اونه تر تېریږي چې په سترګو ړوند په غوږو کوڼ وي محض مسلمان وي هغه ته هم ددې جګړې حقیقت ښه څرګندیږي نو ستاسو ولي سترګي تړل شوي چې د روس په خلاف جګړه مو جهاد بلله اودامریکا په خلاف جګړه بیا جهاد نه بولئ ، ډئر افسوس
دا غوښتنه ډیره په ځنډ نه سوه رامخته؟ لس و پنځه لس کاله وړاندي یې ښه خت وو. اوس که دوئ وغواړي که ونه غواړي د افغانستان جګړه به دریږي. کله چي بهرني ځواکونه د افغانستان څخه ووځي نو د ارګ د اوسیدونکو ملیشې به د څه لپاره جګړه کوي او ته وا په دې وزارتونو کي به څومره وخت درنګ وکړای سي؟ د یوه وخت ډوډۍ پکښي نه پیدا کیږي.غورزي به لکه هغه د پخوا توپکیان.
د داسو علماو خبرو ته څوک غوږ هم ننیسی. په افغانستان کی د حامد الحق او د ملا فضل# فتوی ګانی چلیږی. ګوری چی څنګه یی طالبان د ترکې له غونډی څخه راوګرځول. پاکستان هیڅ کله نغواړی افغانستان آرامه شی بناآ خپل نیابتی جنګ ته به ادامه ورکوی. کچیری افغانستان آرامه شی بیا نو هاخوا پښتونخوا کی څلویښت میلونه پښتانه دی چی د # دړې وړې به وباسی.
جهادڅه وخت اِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللّـٰهُ عَنِ الَّـذِيْنَ قَاتَلُوْكُمْ فِى الدِّيْنِ وَاَخْرَجُوْكُمْ مِّنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوْا عَلٰٓى اِخْرَاجِكُمْ اَنْ تَوَلَّوْهُـمْ ۚ وَمَنْ يَّتَوَلَّـهُـمْ فَاُولٰٓئِكَ هُـمُ الظَّالِمُوْن.سوره الممتحنه ۹معنی:بیشکه منع کوی تاسوالله له هغو خلکونه چه جنګ کوی ستاسوسره ددین په حقله اودوی یستلی یاست تاسی دکورونو ستاسی اوامداد یی وکۍ ستاسوپه یستلو کی چه تاسودوستی وکړۍ ددوی سره اوڅوک چه دوستی وګری له دوی سره نوهم دغه خلک ظالمان دی. تاسوڅنګه عالمان یاست زموږ پرملک دکفارواوربل دۍ زموږخپل کمونسټ کفارچه ځانونه دواشنګټی محافظه کاربولی بیله کمه دلیله دواشنګټن دکفاروسره یوځای زموږکلی بمباروی اوپه آوانویی ولی سپینږیری ،زنانی اوماشمان شهیدانوی اوکلی اوکورونه یی… نور لوستل »