ټولنیزه برخه

زما افغان، مسلمان او با احساسه زلمیه!!

خالق یار احمدزی

زما افغان مسلمان زلمیه! نن ستا پر مسؤلیتونو، بوختیاوو او دا چې څه باید وکړې، له څه ډډه وکړې؛ اړوند موضوعاتو باندې تم کیږم، هیله ده تر پایه راسره مل پاتې شې او په غور یې ولولې.
ګرانه زلموټیه! نن دې چې د ځوانۍ سپرلي د هیلو نوې وږمې سپړلې، نو تازه یې له سختو او ننګونکو مسؤلیتونو سره هم مخ کړی یې چې باید په آرامو مغزو او جدي توګه ورته ځانګړې پاملرنه وکړې.

زلمیه! اړینه ده چې له ماشومتوبه، تر دې مهاله دې لږ تر لږه باید لیک لوست زده کړی وي ترڅو د لارې څراغ پرې روښانه وساتې، کنه وي، لا دې هم وخت نه دی تیر، دې مهم کار ته اوګه ورکړه.

زلمیه! تر پرونه چې مور، پلار، مشر ورور او مشرې خور دې په سختي پالنه ترسره کوله، نن باید له ټولو مننه وکړې او د شکریې لپاره یې د هغوی د خدمت ترڅنګ هغه کارونه ترسره کړې، چې هغوی یې درڅخه تمه لري.

په ځانګړي ډول له پلار او مشر ورور سره په اړوندو چارو کې لازمه همکاري کوه او هیڅکله یې پرځان سخته مه تماموه ځکه د همدوی له تڼاکو لاسونو دې ترپرونه ډوډۍ ترلاسه کوله او نرم مرفع ژوند دې درلوده.

خپلو لوړو زدکړو ته پاملرنه وکړه او له ټولو هغو عبثیاتو او لاوبالي چارو په کلکه ځان وساته، چې ستا د چارو مخکې خنډ جوړوي.

خپل عبادت، ذکر او تقوا ته زیات پام کوه، له ټولو هغو چارو چې ستا او د دین ترمنځ واټن جوړوي، په کلکه ځان وساته.

هڅه وکړه په خپله کورنۍ کې مثبت انقلابیت رامنځته کړې، علم او دینداري ته هغوی سوق کړې او هغه ډول خواري وکړې، لکه پرون چې ستا والدینو له تاسره کوله.

له مخدره توکو په کلکه ځان ساته او دغه راز هڅه کوه روږدي کسان له خپل دغه بدعمل څخه را وګرځوې.

ښه اخلاق ستا تر ټولو ښه وسله ده، که غواړې د انسانانو ښکار پرې وکړې، ځان پرې ومنې او هغوی ځان ته راخپل کړې.

کوښښ کوه خپل زیات وخت دې مطالعې ته ورکړې او په هر ډول مطالعه کې له خپلو استادانو سره خامخا مشوره کوه، ځکه کله ځینې کتابونه سړی له سمې لارې هم منحرفوي.

د سیمې له جییدو علماؤ، پوهانو او له هوښیارو مشرانو سره وخت په وخت ناستې کوه او په ټولو اړینو چارو کې یې نظرپوښته.

د کور خبرې په کور کې ساته او د باندې یې له چا سره مه شریکوه او د بهر خبرې کور ته مه راوړه، ځکه لومړی یې شرمنده ګي او دوهم یې بې باوري رامنځته کوي.

هو! که له کورني جنجال سره مخ وې او کوم هوښیار مشاور نه لرې، نو که یې د سیمې یوه راز ساتونکي عالم، د کلي له تجربه کار سپینږیري او له خپل راز دار ملګري سره شریک کړې، مشکل نشته.

هرڅه کې منځلاری “معتدل” اوسه! که هرڅومره خوږ او نږدې ملګری ولرې، خپل ټول رازونه مه ورکوه، ځکه که سبا دې ممکنه دښمني ورسره راتله، نو په آساني سره دې پرضد اقدام کولای شي.
له خپل دښمن سره هم دومره دښمني او ضدیت مه کوه چې سبا که دوست جوړیده، په خپلو تیرو کړنو د شرمندګي احساس وکړې.

ټولنه کې د هغو کسانو مخه ونیسه چې عقیدوي او فکري انحراف راولي، د بې حیا، لوچکو او بې بندوباره خلکو سره په ټول توان مبارزه کوه.

پردي ناموس ته کله هم په بده سترګه مه ګوره، ځکه هغه تورې سرې، چې ته ورته په برندو سترګو ګورې، هم د چا مور، خور او عزت ده، لکه څنګه چې تاته په خپل ناموس ننګ خوند درکوي، هغه هم همداسې او ترځان غیرتي وبوله.

که څه هم د واده کولو خوښه ستا خپل حق دی، خو په دې تړاو د مقابل لوري سیال داري او د خپلې کورنۍ رضاء هم شرط ده چې باید ویې لرې.

همداراز د پردۍ نجلۍ د نکاح لپاره ته یواځې یوځل حق لرې چې هغې ته وګورې، نور درته دا نه دي مناسب چې له هغې سره تګ راتګ، ناسته پاسته او نور بې بندوباره کړنې ترسره کړې..

لکه څنګه چې پوهیږې، په اسلام کې د حرمة المصاهرة “د خسرګنۍ تحریم” مسئله مهمه ده باید په هکله یې هم خپله مالومات ولرې او هم یې له نورو ملکرو سره شریک کړې..

همیشه پر مشرانو سلام اچوه او په دې برخه کې هڅه کوه، اولویت ترلاسه کړې، ځکه دا تکبر او ځان پالنه لمنځه وړي.

له خپل ملګري او بل هرچا سره تر دریو ورځو زیات خبرې مه پرې کوه، که ناشونې وه نو سلام ور اچولو سره خپل مسؤلیت آدا کوه.

ته اوس د خپلو مشرانو وارث یې او ټول هغه مسؤلیتونه چې پرون هغوی درلودل ستا غاړې ته در لویدلي نو د پلار او نورو مشرانو خپلون او دوستان مه خفه کوه او له هغوی سره ښه ګوذاره او راشه درشه کوه.

د تاریخ مطالعه خپل عادت وګرځوه او په هغه تګلوري قدمونه کیږده چې ستا مشرانو، اسلافو پرې یون کړی دی.

د خپل دین، وطن او عقیدې ساتنې څخه کله هم مه غافله کیږه او په ټول توان هڅه کوه چې ددې لارې له سرتیرو سره ځان ملګری وساتې.

دا چې نن زه او ته د اسلام پر عقیده راټول یو، نو دا د جهادي هڅو برکت ده، نو کله هم د مجاهد له خدمت سرغړونه مه کوه، هر وخت یې ممکنه همکاري ته وردانګه او په ځاني، مالي او نورو برخو کې ځان ورسره برخوال حسابوه.

په هرڅه کې اخلاص ولره، ځکه د عباداتو د قبولیت دارومدار په اخلاص او صفاء نیت ورټول ده.

د نبوي سنتو متابع او پیرو اوسیږه او په دې برخه کې له هیچا شرم او ویره مه احساسوه.

بازارونو کې زیات مه ګرځه او د کونډو یتیمانو، مظلومانو او بې څوکه خلکو وخت پر وخت پوښتنه کوه او د خپل وس مطابق یې لاس نیوی کوه.

زراعت او دهقاني ته پاملرنه وکړه، ځکه د هیواد اقتصاد پر همدې ولاړ دی.

او په آخر کې ما لیکوال ته هم د زړه له کومې دعا کوه؛ رب دې تا هم په ټولو چارو کې بریالی لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x