افغانستان

د تخار د امنیت آمر په تالقانو ښار کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۰ل): د تخار ولایت د امنیت آمر محمدابراهیم اندیش تیره شپه په تالقانو ښار کې د یوې نښتې پرمهال وژل شوی دی.

سیمه ییز سرچینې وايي، د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر محمدابراهیم دور اندیش بیګا د شپې یوه بجه د تالقانو ښار په درېیمه حوزه «ګولايي باغ» سیمه کې د یو کس د نیولو لپاره عملیات کول، چې په خپله د برید ښکار شو.

ابراهیم دور اندیش د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت د پخواني آمر رازمحمد دور اندیش د تره زوی ؤ، چې تازه د خپل تره د زوی پرځای د امنیت آمر ګومارل شوی ؤ.

کابو شپږ میاشتې مخکې د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د کمانډو عسکرو په عملیاتي قوې د طالبانو د لیزري قطعې په برید کې د ۸۰ کمانډو عسکرو سره یوځای ددې ولایت د امنیت پخوانی آمر رازمحمد دور اندیش هم وژل شوی ؤ، چې وروسته د چارواکو لخوا د هغه د تره زوی د امنیت د آمر په توګه وګومارل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x