افغانستان

سرپل کې د هوايي بریدونو له امله ۵ ملکیان «شهیدان» شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۰ل): د سرپل ولایت په سیدآباد او الجهاد ولسوالیو کې د دولتي عسکرو د هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله لږ تر لږه د ۵ ملکیانو د «شهادت» خبر ورکړل شوی دی.

د سیمې خلک وايي، دولتي الوتکو تیره ورځ د الجهاد ولسوالۍ په «سنګ توده» سیمه کې د خلکو په کورونو او کروندو درنه بمباري کړې، چې د ۲ ملکیانو د شهادت ترڅنګ د ګڼو خلکو کورونه هم ویجاړ شوي دي.

ددې ترڅنګ د یاد ولایت  سیداباد ولسوالۍ په «زکه» سیمه کې دولتي عسکرو د تصفیوي عملیاتو په پلمه ۳ ولسي وګړي «شهیدان» کړي او ۷ تنه نور یې بندیان کړي دي.

ځايي خلک شکایت کوي، چې دولتي عسکرو دغه راز د خلکو له کورونو څخه قیمتي توکي، موټر سایکلونه، پسونه، غوايي او نور څاروي غلا کړي او هم د یو جومات په ګډون څو بابه استوګنیز کورونه ویجاړ کړي دي.

که څه هم د سرپل ولایتي چارواکي په دغو هوايي بریدونو کې ۲۶ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي؛ خو طالبان او ځايي خلک بیا د حکومتي چارواکو ناسمه بولي او په هوايي بریدونو کې په نښه شوي هدفونه ټول ملکي بولي.

باید وویل شي چې دولتي او کمانډو عسکرو په دې وروستیو کې د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د ملکي خلکو په کورونو د تصفیوي عملیاتو په «پلمه» چاپې او شپني عملیات زیات کړي، چې له امله خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو ترڅنګ «رواني» ناروغۍ هم پیدا شوي دي.

دوه اونۍ مخکې د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د امریکايي استخباراتو (سي آی اې) قراردادي ملیشو ضربتي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو او دوکانونو د عملیاتو پرمهال ۲۰ ملکيان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو په «شهادت» رسولي او لسګونه نور یې ټپیان کړي وو، کومه پېښه چې په پراخه کچه وغندل شوه د څېړلو غوښتنه یې هم وشوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x