افغانستان

د امريکا لوی درستيز: د مې مياشت تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د ټولو ځواکونو ويستل ممکن دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۰ل): د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال مک کانويل ويلي، د مې مياشت تر لومړۍ نېټې دوی کولی شي، چې خپل ټول پوځيان او وسائل له افغانستانه وباسي.

دا په داسې حال کې، چې د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون له مخې بايد د مې مياشت تر لومړۍ نېټې ټول بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي او اوس دغې نېټې ته يوازې درې اونۍ پاتې دي.

امريکايي جنرال هيله ښوولې، چې په درې اونيو کې هم دوی خپل ټول پوځيان له افغانستانه ويستلی شي.

جنرال مک کانويل ويلي، ولسمشر جو بايډن تر اوسه د ځواکونو ويستلو په اړه خپله پرېکړه نه ده اعلان کړې، خو په افغانستان کې امريکايي قوماندان بايد د هر ډول پرېکړو لپاره تياری ولري او موږ داسې يو پروګرام لرو.

جنرال مک کانويل ويلي، چې د امريکا پوځي قومندانان بايد په داسې ځای او موقعيت کې وي، چې لوړپوړو چارواکو ته د ټولو امريکايي پوځيانو د بشپړ وتلو په صورت کې د لوژوستيکي چارو په اړه مشوره ورکړل شي.

د امريکا لوی درستيز دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ولسمشر جو بايډن تر دې وړاندې په خپلو څرګندونو کې ويلي و، چې ښايي د مې مياشت تر لومړۍ نېټې د ټولو امريکايي ځواکونو ويستل له تخنيکي پلوه ستونزمن وي.

د مې تر لومړۍ نېټې د ټولو امريکايي ځواکونو وتل د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون يوه مهمه برخه ده.

د متحده ايالتونو پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ تر پايه د امريکا او طالبانو د شوي تړون له مخې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر له ۱۸۰۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راښکته کړ او بايد د مې تر لومړۍ نېټې په افغانستان کې د ټولو بهرنيو پوځيانو شمېر صفر ته راښکته شي، خو د جو بايډن د وروستيو څرګندونو له مخې د ځواکونو ويستلو وروستۍ نېټه له شکونو سره مخ شوې ده.

دا په داسې حال کې، چې د امريکا دفاع وزير لايډ اسټن تر دې مخکې ويلي و، چې دی په لوژوستيکي چارو او د کډو په بارولو کې ډېره تجربه لري او کولی شي، په لنډ وخت کې خپل ټول پوځيان او وسائل له افغانستانه وباسي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن او دفاع وزير لايډ اسټن د ناټو غړو هېوادونو له چارواکو سره د وروستيو سلامشورو لپاره د بلجيم پلازمېنې بروکسل ته تللي دي.

ناټو ويلي، چې له امريکا سره يو ځای افغانستان ته تللي او يو ځای به ورسره وځي.

طالبانو په خپلو تکراري څرګندونو او اعلاميو کې ويلي، چې امريکا بايد د دوحې تړون سره سم خپل ټول پوځيان پر ټاکلې نېټې له افغانستانه وباسي او که له يادې نېټې سرغړونه کوي، نو د هر ډول جګړې او زيانونو پړه به د امريکا پر غاړه وي.

خو د کابل حکومت چارواکي هڅه کوي، چې د امريکا او ناټو چارواکي د خپلو ځواکونو په پاتې کولو قانع کړي او د دې لپاره يې پراخې رسنيزې او ډيپلوماټيکې هڅې پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x