افغانستان

دولتي عسکرو په هلمند کې ۳ تنه بزګران ویشتلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې دولتي عسکرو ۳ تنه بزګران په داسې مهال ویشتلي چې په خپلو کروندو کې په کرکیلې بوخت وو.

دا پېښه پرون د دوشنبې په ورځ غرمه مهال د ګرشک ولسوالۍ په «نري مانده» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د میوند قول اردو څخه د عملیاتو په موخه راوتلو عسکرو د محمد داؤد، بهادر او ګل احمد په نومونو درې تنه بزګرانو باندې ډزې وکړې.

د ډزو په دغه پېښه کې د ګل احمد(د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ اوسېدونکی) په نوم بزګر ځای پرځای «شهید» شوی او د محمد داؤد(د نري مانده اوسېدونکی) او بهادر(د فراه ولایت بکوا ولسوالۍ اوسېدونکی) دوه نور بزګران سخت ټپیان دي، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

دا په روانه میاشت کې پنځم ځل دی چې دولتي عسکر په ګرشک ولسوالۍ کې د هوايي او مخامخ بریدونو په کولو سره ولسي خلک او بزګران په  نښه کوي او مرګ ژوبله ورته اړوي.

درې ورځې وړاندې(شنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۰ل) هم د ګرشګ ولسوالۍ په «مهاجر بازار» سیمه کې د دولتي الوتکو هوايي برید کې ۳ تنه بزګران «شهیدان» او لس تنه نور ټپیان شول.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د عامو خلکو په کورونو او کروندو «ړندو» توپچي او هوايي بریدونو کې ملکیانو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي، بلکې تردې وړاندې هم د دولتي عسکرو لخوا په ورته بریدونو کې ګڼو ملکیانو ستر مالي او ځاني زیانونه اووښتي دي.

دوه اونۍ مخکې هم دولتي عسکرو د ګرکش ولسوالۍ په مهاجربازار سیمه کې د توپچي برید پرمهال د بزګرانو یوه خونه ویجاړه کړې او ۵ تنه بزګران چې واړه ورونه وو، شهیدا کړي وو. له دې پېښې څلور میاشتې وړاندې هم د میوند قول اردو څلورمې د ګرشک ولسوالۍ په یاده سیمه کې پر ولسي بازار د توپونو او هاوانونو برید کې لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله او د ملیونونو افغانیو مالونه ورته ضایع کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x