افغانستان

بلخ کې ۱۵ دولتي عسکر مړه او اسیران شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۰ل): د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د طالبانو په یو برید کې ۱۵ دولتي عسکر مړه او اسیران شوي دي.

په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند هم دا پېښه تاییدوي او زیاتوي چې طالبانو تیره شپه د چمتال ولسوالۍ په «سرآسیاب» پوستې برید کړی، د کومې له امله چې هلته سخته نښته رامنځته شوې ده.

د شاهین قول اردو ویاند جګړن حنیف رضايي وايي، په دغه نښته کې د پنځو دولتي عسکرو او اوو طالبانو د وژلو خبر ورکړی؛ خو یوې بلې امنیتي سرچینې بیا ويلي، چې د تیرې شپې په نښته کې ۱۰ دولتي عسکر وژل شوي او ۵ تنه نور طالبانو له ځانونو سره اسیران کړي دي.

طالبانو هم ددې خبر په تایید سره ویلي، چې دغه پوسته یې ځکه د برید هدف ګرځولې چې یاده پوسته د ولسي خلکو د ځور او تکلیف سبب جوړه شوې وه.

د بلخ ولایت مرکز مزاشریف په لویدیځ ۳۴ کیلومترۍ کې پرتې د چمتال ولسوالي اړوند سیمه کې طالبان په داسې مهال د دولتي عسکرو یو مرکز ویجاړوي، چې له تیرو څو ورځو راهیسې د دولتي عسکرو لخوا په کې پوځي عملیات پيل شوي او ملکي خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه په کې اووښتي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x