روژه د بدلون میاشتټولنیزه برخه

روژه د انساني اصلاح ښه موسم دی

محمد نبي سلطاني

کله چې موږ خپل عبادتونه د پوهې له مخې پر ځاى کوو نو يوه ډېره مهمه اغېزه به زموږ د ايمان په ټينګېدو کې ولري، ځکه نو د نورو عبادتونو په څېر د روژې په فرضيت کې هم ډېر حکمتونه نغښتي دي.

الله جل جلاله د روژې اجر نه دی محدود کړى، بلکې د نبي کريم صلى الله عليه وسلم په  واسطه يې و انسانانو ته زېرى ورکړى دی، چې روژه  خاص ما لره ده او زه په خپله د هغې اجر  ورکوم.

په لاندې آیت کې الله جل جلاله فرمايي، چې دا د هدایت او لارښوونې میاشت ده:

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ. ( سورة البقرة الاية ۱۸۵)

ژباړه: د روژې مياشت هغه مبارکه مياشت ده، چې قرآن کريم  پکې نازل کړل سوى دی، چې د انسانانو لپاره د لارښوونې، هدايت او په حق او باطل کې د فرق کولو وسيله ده.

همدا ډول د روژې د حکمتونو په اړه نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:

وعن ابى هريرة رضى الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : قال الله عزوجل کل عمل ابن آدم له الاصيام  فانه لي  و انا  اجزي به  والصيام  جنة فاذا کان يوم  صوم احدکم فلا يرفث ولايغتب فانه سابه احد او قاتله  فليقل  اني صائم والذي نفس محمد بيده لحلوف فم  الصائم اطيب عندالله من  ريح  المسک للصائم  فرحتان يفرحهما  اذا  فطر فرح  بفطره و اذا لقي  ربه فرح بصومه. ( متفق عليه)

ژباړه: له حضرت ابوهريره رضى الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  وفرمايل:
الله تعالى فرمايلي دي، د انسان هر عمل  د دۀ لپاره دی، پرته له روژې  څخه چې هغه  صرف زما لپاره ده او  زه به د هغې جزا ورکم، روژه يو سپر دی، نو کله چې له تاسې څخه د يو شخص د روژې  ورځ  وي؛ نو ناکاره ويناوې او غيبت دې نه کوي او که څوک ښکنځل ورته وکي يا جنګ ورسره وکي نو دى بايد ورته ووايي چې زما خو روژه ده او قسم په هغه ذات چې دده په لاس کې زما نفس دی، د روژه لرونکي د خولې بد بويي د الله جل جلاله په نزد د مشکو تر بوى هم ډېره پاک ده، د روژه لرونکي لپاره د خوښۍ دوه وخته دي، چې په هغو کې دى خوشحاله وي، کله چې دى خپله روژه ماتوي، نو په خپل روژه مات خوښ وي اوکله چې خپل  رب ته ورسي(د هغې جزا وويني) نو په خپله روژه باندې به خوشحاله وي.

دلته پوښتنه دا ده چې په روژه کې دومره حکمتونه او فضائل نغښتي دي، نو موږ ته په کار څه دي او څه بايد وکړو او دغه مبارکه  مياشت بايد څخه ډول  تېره کړو؟

د روژې هدف يوازې د انسانانو  وږي او تږي ساتل نه دي، بلکې روژه  زموږ بدن، روح، حواس او نور غړي روزي او له موږ څخه مرستندویه، زړه  سواند، مهربان او يو غوره  انسان  جوړوي.

روژه له موږ سره مرسته کوي، څو له ګناهونو او  ناوړو کارونو څخه لاس  واخلو.

له يوه پلوه دغه خوښي چې زموږ ګناهونه بخښل کېږي او له بله پلوه  د دې  وېره چې ګناه کول د روژې ثواب کموي موږ د ګناه په مقابل کې ډېر دقيق او حساس  روزي يعنې روژه د مؤمن اخلاق اصلاح  کوي؛ رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:

وعن ابى هريرة رضى الله عنه قال: قال  النبي صلى الله عليه وسلم  من لم يدع  قول الزور  والعمل به فليس لله  حاجة  في ان يدع طعامه وشرابه. ( رواه  البخاري )

ژباړه: د حضرت ابوهريره رضى الله عنه څخه روايت دی، چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم  وفرمايل: څوک چې په درواغو وينا او په هغه باندې عمل کول نه پرېږدي؛ نو الله جل جلاله  هيڅ ضرورت نه لري، چې دغه سړى دې خوراک او څښاک پرېږدي.

روژه هرکال موږ ته خبر دارى را کوي، چې په معنويت کې د الله جل جلاله په حضور کې ياست او موږ هم د روژې په برکت تل ځان د الله جل جلاله په عبادت کې بوخت احساسوو او په هر ځاى او هر کار کې، چې يو پوهېږو، چې الله جل جلاله موږ د روژې په واسطه ځان ته کشوي.
پيغمبر صلى الله عليه وسلم د روژې د ساتنې خاصيت په يو حديث کې داسې بيانوي:

وعن ابى هريرة رضى الله عنه قال رسوالله صلى الله عليه وسلم  قال: اذا  جاء رمضان فتحت  ابواب  الجنة وغلقت ابواب  النار وصفدت  الشياطين. (متفق عليه  )

ژباړه: د ابوهريره رضى الله عنه  څخه روايت دی، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
کله چې د رمضان (مياشت) راشي نو د جنت دروازې خلاصېږي او د دوزخ دروازې بنديږي او شيطانان په ځنځيرونو تړل کېږي.

روژه زموږ حواسو او نورو  غړو ته روزنه ورکوي او د يوه سپر په څېر موږ له ګناهونو، درواغو او ناوړه خبرو څخه ساتي او همدا رنګه موږ ته د دوزخ له اور څخه خلاصون راکوي.

دا چې روژه موږ ته د هر راز ګناهونو څخه خلاصون راکوي؛ نو روژه يوازې د خوراک څښاک او ځينو نورو نعمتونو  څخه د ګټې پرېښوول نه دي؛ بلکې له هر راز بديو او ګناه څخه ځان ساتل دي، لکه څرنګه چې زموږ معده د خوراک او څښاک لذت او مزه هېروي، نو ژبه مو بايد له درواغو، د درواغو له شاهدۍ، غيبت کولو، چغلۍ، د درواغو قسم اخيستلو، فحش وينا کولو او نورو څخه هم وژغورل سي، لاسونه مو له ناوړه کارونو څخه لکه: ظلم کول، له چا سره دښمني ساتل او داسې نورو څخه، غوږونه مو د سرود او ګناه له اورېدلو څخه، پښې مو ګناه ته له تللو څخه او زړه مو له بدو  فکرونو او نيتونو څخه.

په دې توګه هغه روژه لرونکی مؤمن، چې د کور حلالو لذتونو او خوندونو ته لاس نه ور وړي که په اخلاص او شعور سره يې روژه نيولې وي؛ نو هيڅ کله به کوم حرام کار او يا ګناه ونه کړي، الله جل جلاله په همدې اړه فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. (سورة  البقرة  الاية  ۱۸۳)
ژباړه: ای هغه کسانو! چې ايمان مو راوړى دی روژه پر تاسو باندې داسې فرض سوې ده، لکه ستاسو څخه مخکې، چې پر نورو اُمتونو باندې فرض سوې وه، د دې لپاره چې تاسو د الله جل جلاله څخه وبېريږئ.
يعنې روژه  مسلمان د نفسي خواهشونو  په پرېښودلو سره عادتوي او په دې سره کولاى سي، چې خپل نفس له هغو نفساني خواهشونو او شرعي محرماتو څخه وساتي چې نفس ته ډېر عزيز او ګران وي.

روژه د انسانانو په نفسونو کې د شهواني قواوو په کمزوري کولو کې ډېر ښه اثر کوي او په انسانانو کي د تقوا او پرهېزګارۍ روحيه تقويه کوي، په روژه کې لوى حکمت د سر کښه نفس اصلاح او د شريعت د هغو احکامو اساني او سهولت دی، چې د هغو کول پر نفس باندې ګران او درانه وي تر څو روژاتي پر نفس برلاسى سي.

په يو حديث کې نبي کريم صلى الله عليه وسلم  فرمايلي دي: مؤمن هغه څوک دی، چې انسانان د هغه په ليدو سره د الله جل جلاله په ياد کې مصروف سي. (مسلم)

روژه لرونکی انسان بايد کوښښ وکړي، څو د همدې حديث شريف په رڼا کې ځان وويني.
د فسق او ناروا تر بانډارو تېر سي او د خپل ژوند ټولې شپې او ورځې په لمانځه، تلاوت، ذکر، تعليم او نورو عبادتونو تېرې کړي.

د عقل او پوهي خاوند هغه څوک دئ، چې په دې هکله صحيح پرېکړه وکړي او د لاس تړلو شيطانانو د لاس اله ونه ګرځي.
د روژې تکليفونه په خوښۍ او خوشحالۍ وزغمي، د لوږي او تندې څخه په شکايت کولو د روژې بې قدري ونه کي، د روژې ستر اجرونه او ثوابونه په نظر کې ونيسي او په پوره مينه او ولوله سره د روژې خیال وساتي؛ ځکه دا یو داسې عبادت دی، چې بل عبادت يې بديل نه سي کېدای.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx