د روژې مبارکه میاشت

د روژې فقهي مسائل(۱) ایا په ستن لګولو روژه  ماتیږي که نه؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر

۱۷۰ سوال: ایا په ستن (انجکشن) لګولو سره روژه  ماتیږي که یا؟

په شریعت محمدي صلی الله علیه وسلم کي په هر هغه شی باندي روژه ماتيږي چي په مستقیم ډول سره و دماغ او یا هم و ګیډې ته داخل سي، که په غیر مستقیم ډول سره یو شی داخل سي په هغه سره روژه نه ماتیږي لکه غسل کول، په لمبیدلو سره هم هغه اوبه چي د پوستکي د کوچنیو مساماتو څخه و بدن ته داخلیږي او انسان خونک کیږي او تنده یې په ماتیږي په دې ټولو سره روژه نه ماتیږي داځکه چې دا په غیر مستقیم ډول د اوبو داخلېدل دي و بدن ته.

په دې باندي د عالم اسلام ټول علماء کرام په یوه خوله  سره دي چې په ستن سره روژه نه ماتیږي دا ځکه چې که په رګ کي ولګول شي او یاهم په غوښه کي نو دارو درمل و رګونو ته ځي او په غیر مستقیم ډول سره و دماغ او ګیډې ته ځي، په دې هکله تر ټولو زیاته څېړنه مفتي اعظم مفتي  محمد شفیع رحمة الله علیه کړې ده د اسلام او نوي ساینسي څېړنو په رڼا کي، له ده سره د هندوستان، الازهر شریف، سعودي عربستان او د نړۍ ټول علماء کرام په یوه خوله دي.

علماء کرامو د ستنې لګول پر دې باندي قیاس کړېده لکه په شریعت کي چي یو څوک لړم ووهي روژه نه په ماتیږي په همدې ترتیب سره په ستنې لګولو باندي که هغه د غوښې ستن وي(I.M) او یاهم د(I.V)رګ وي په دې ټولو باندي روژه نه ماتیږي.

(کما فی الهندیه: و ما یدخل من مسام البدن من ا لدهن لایفطر ، هکذا فی شرح المجمعږ هندیه: ج۱ ص ۲۰۳ – رشیدیه کوئټه، وهکذا فی رد المحتار: (او ادهن او اکتحل او احتجم) ( وان وجد طعمه فی حلقه) ای طعم الکحل او الدهن کما فی السراج و کذا لو بزق فوجد لونه فی الاصح ، بحر قال فی النهر لان الموجود فی حلقه اثر داخل من المسام الذی هو خلل البدن والفطر انما هو هو الداخل من المنافذ (لم یفطر) رد المحتار: ج۳ ص ۴۱۲/ مطبعه رشیدیه، هکذا فی منهاج السنن شرح جامع السنن اعلم انه لیس بین العین و بین الدماغ و الحلق منفذ والدمع یخرج الی العین بطریق الترشح من المسامات کالعرق، والمفطر یخرج الی العین بطریق الترشح من المسامات کما صرح به فی البحر و شرح المجمع وغیره. ولذا لا یفطر الادهان والغسل و هذا یدل علی ان الدواء الداخل فی الباطن بتوسط الحقن والابرة لایفطر سوآء کان ادخلت الابرة فی اللحم اوالعرق لان هذا الدواء و ان وصل الی اللحم والعرق بالمنفذ لکنه یدخل الباطن بوساطة المسامات دون المنافذ لعدم المنفذ … منهاج السنن شرح جامع السنن: ج۲ ص ۲۰ مطبعه حقانیه بیشاور)

دا مسئله تاسې په لاندنیو فتاواو کي هم کتلای  هم شئ:

۱- امدادالفتاوی ټوک ۲ پاڼه ۱۷۶

لیکوال: حکيم الامت حضرت مولانااشرف علی تهانوی رحمة الله علیه

۲- درس ترمذی ټوک ۲ پاڼه ۶۲۷

لیکوال: مفتی محمدتقی عثمانی صاحب

۳ – فتاوی دارالعلوم زکریا ټوک ۳ پاڼه ۲۹۲ حضرت مولانا مفتی رضاء الحق صاحب، جنوبی افریقا/ زمزم پبلشرز کراچی / ۲۰۰۷

لیکوال: مفتی رضاء الحق صاحب

۴ – جامع الفتاوی پاڼه ۴۱۴ / حضرت مولانا مفتی مهربان علی صاحب/ اداره تألیفات اشرفیه ملتان/ ۱۴۲۹ هق

۵ – فتاوی مفتی محمود ټوک ۳ پاڼه ۴۸۹/ فقیه ملت مفکر اسلام مولنا مفتی محمود / جمعیة پیلیکیشنز لاهور/ ۲۰۱۰

۶ – کتاب الفتاوی ټوک ۴ پاڼه ۳۹۰/ لیکوال: مولانا خالد سیف الله خالد/ زمزم پبلشرز کراچی / ۲۰۰۷

۷ – کفایت المفتی ټوک ۴ پاڼه ۲۵۴/ لیکوال مسک الهند مفتی اعظم محمد کفایت الله دهلوی رحمة الله علیه/ دار الاشاعت کراچی/ ۲۰۰۱

۸ – فتاوی فریدیه ټوک ۴ پاڼه ۱۲۹ محدث کبیر مفتی اعظم مفتی محمد فرید صاحب/ دارالعلوم صدیقیه زروبی ضلع صوابی/ ۲۰۰۷

لیکوال: مفتی فریدصاحب

۹ – احسن الفتاوی ټوک ۴ پاڼه ۴۳۲ / فقیه العصر مفتی اعظم مفتی رشید احمد صاحب/ ایچ ایم سعید/ ۱۴۲۵ هق

۱۰ – خیرالفتاوی ټوک ۵ پاڼه ۷۵

لیکوال: مولانامفتی خیرمحمدصاحب

۱۱ – فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک ۶ پاڼه ۲۵۹/ مفتی اعظم عارف بالله حضرت مولانا مفتی عزیز الرحمن عثمانی/ دارالاشاعت کراچی/ ۲۰۰۲

۱۲ – فتاوی رحیمیه ټوک ۷ پاڼه ۲۶۴/ حضرت مولانا حافظ قاری مفتی سید عبدالرحیم صاحب لاجپوری/ دارالاشاعت کراچی/ ۲۰۰۹

۱۳ – جواهرالفقه ټوک ۷ پاڼه ۴۴۲

لیکوال: مفتی اعظم پاکستان مفتی محمدشفیع رحمة الله علیه

۱۴ – فتاوی محمودیه ټوک ۱۰ پاڼه ۱۴۷ / فقیه الامت حضرت مولانا مفتی محمود حسن ګنګوهی رحمة الله علیه / دارالافتاء جامعه فاروقیه کراچی)

د عربو دعلماء فتوا د ستنې لګولو په هکله:

د عربو د علماء کرامو فتواوي چي انجکشن (ستن) روژه نه ماتوي.

د سعودي مفتی اعظم الشیخ صالح العثیمین پخپل کتاب کي لیکي:

وعلى هذا فالإبر في العضلات، أو في العرق لا تفطر حتى لو أحس بطعمها في حلقه

مجموع فتاوى و رسائل الشيخ محمد صالح العثيمين المجلد التاسع عشر – كتاب مفسدات الصيام.

وسئل الشيخ ابن عثيمين في فتاوى الصيام (ص۲۲۰) عن حكم حقن الإبر في العضل أو الوريد أو الورك ؟

فأجاب :

حقن الإبر في الوريد والعضل والورك ليس به بأس ، ولا يفطر به الصائم ، لأن هذا ليس من المفطرات ، وليس بمعنى المفطرات ، فهو ليس بأكل ولا شرب ، ولا بمعنى الأكل والشرب ، وقد سبق لنا بيان أن ذلك لا يؤثر ، وإنما المؤثر حقن المريض بما يغني عن الأكل والشرب اهـ .

د مصر د علماء کرامو فتوا:

وأوضحت الفتوي أن شرط نقض الصوم أن يصل الداخل إلي الجوف من منفذ طبعي مفتوح ظاهرا حسا: والمادة التي يحقن بها لا تصل إلي الجوف أصلا, ولا تدخل من منفذ طبعي مفتوح ظاهرا حسا, فوصولها إلي الجسم من طريق المسام لا ينقض الصوم.

مؤسسة الاهرام- مصر

د الازهر شریف علماء کرام لیکي:

إن كان القصد من الحقن التداوي فإن الصائم لا يفطر بها في أظهر أقوال أهل العلم

يقول فضيلة الشيخ عطية صقر رئيس لجنة الفتوى الأسبق بالأزهر ـ رحمه الله ـ في كتابه أحسن الكلام في الفتوى والأحكام:

قال العلماء: حُقنة الشّرج مُفطرة لدخولها إلى الجوف من منفذٍ مفتوح واشترط مالك أنْ تصلَ إلى المعِدة أو الأمعاء، فإن لم تَصل فلا يبطُل بها الصّيام.

د عالم اسلام د علماء مشر علامه یوسف قرضاوي لیکي:

الشيخ القرضاوى يميل إلى الرأي الثاني الذي يقول أصحابه بأن الإبر المغذية لا تفطر ، فيقول:

هناك نوع من الإبر يصل بالغذاء مصفى إلى الجسم، كإبر الجلوكوز فهي تصل بالغذاء إلى الدم مباشرة، فهذه قد اختلف فيها علماء العصر، حيث أن السلف لم يعرفوا هذه الأنواع من العلاجات والأدوية، ولم يرد عن النبي – صلى الله عليه وسلم – ولا عن الصحابة ولا عن التابعين ولا عن العصور الأولى شيء في هذا الأمر، فهذا أمر مستحدث ؛

الشیخ دکتور محمد بن عبدالغفار الشریف لیکي:

الإبرة إذا كانت في العضل أو في الوريد أو في جدار البطن ولم تصل إلى الجهاز الهضمي مباشرة فإنها لا تفطر الصائم، أما إذا وصلت إلى الجهاز الهضمي مباشرة فإنها مفطرة إذا كانت أثناء النهار.

نور عرب علماء کرام لیکي:

أما إذا كانت للتداوي لا للتغذية فالأظهر أنها لاتفسد الصيام ، لأنها لاتخل بقصد الشارع ، ولاينطبق عليها حد مايفطر به الصائم . والله أعلم .

رقم الفتوی: ۸۵۷مرکز الفتوی

شیخ ابن باز رحمة الله علیه لیکي:

سئل الشيخ ابن باز (۱۵/۲۵۷) عن حكم من حقن حقنة في الوريد والعضل أثناء النهار بشهر رمضان وهو صائم وأكمل صومه ، هل فسد صومه ووجب قضاؤه أم لا ؟

فأجاب :

صومه صحيح ؛ لأن الحقنة في الوريد ليست من جنس الأكل والشرب ، وهكذا الحقنة في العضل من باب أولى ، لكن لو قضى من باب الاحتياط كان أحسن .

د عربو نړیوال علمي مرکز اللجنة الدائمة لیکي:

وسئلت اللجنة الدائمة (۱۰/۲۵۲) عن حكم التداوي بالحقن في نهار رمضان سواء كانت للتغذية أم التداوي ؟

فأجابت : يجوز التداوي بالحقن في العضل والوريد للصائم في نهار رمضان

نور بیا….

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x