ادبي لیکني

شهيد محصل «لنډه کيسه»

محمدآغا حیدري

دهقان پلار خیرو ماما چې د اوړي په ټکنده غرمه کې د حاجي ګل کاکا په پټو کې یوې (قولبه) کوله ترڅو د خپل اولاد لپاره یوه مړۍ حلاله روزي وګټي په خولو کې به ډوب و، کوچنی زوی احمد چې اوس مهال شپږ کلن و خپل پلار ته به يې د غرمې ډوډی راوړله.

د خیرو ماما درې اولادونه وو، یو ځوی او دوه لورانې وې مشره لور يې ګل غوټۍ او کوچنۍ لور يې مریم نومېده، مریم له احمد نه دوه کاله کشره وه.

وختونه تېریدل، خیرو ماما به د حاجي ګل کاکا دهقاني کوله او روزانه ژوند يې روان کړی و.
د خیرو ماما چې عمر يې پردیو مزدوریو خوړلی و له بده مرغه چې له تعلیم نه هم بې برخې و نه يې غوښتل چې کوچنی زوی احمد هم د خپل پلار په څیر په پردیو مزدوریو کې لوی شي نو يې د کلي ترڅنګ د ډاکتر عبدالوکیل په لېسه کې شامل کړ.

احمد چې به د سهار له طرفه ښوونځي ته تلو، پس له وخته به يې له خپل پلار سره د حاجي ګل کاکا په ځمکه کې د دهقانۍ کارونه ترسره کول.
وختونه تیرېدل، احمد ډیر لایق او ذهین شاګرد و، په ټولګي کې اول نمره شو چې د مکتب د استادانو په زړونو کې د لیاقت له وجې خاص ځای درلود، تل به پخپل وخت ښوونځي ته تلو او خپل درسونه به يې تعقیبول.

یوه ورځ احمد له خپل پلار سره د اوبو په لګولو بوخت و نو د ښوونځي ورباندې ناوخته شوه، څو ځله د دهقانۍ کارونو احمد له درسونو څخه پاتې کړ، احمد چې تر نهم ټولګي اول نمره و نو درسونه يې په مسلسل ډول د دهقانۍ له امله تعقیب نشو کړای.

کال تېر شو، د ټولګي کلنۍ ازموینې شروع شوې، احمد چې درسونه يې پوره نه وو تعقیب کړي د ازموینو په پارچو کې به ورځنې سوالونه نیمګړي پاتې شول، کله چې د پایلو د اعلان وخت راورسېد د احمد یو ټولګیوال چې عمر نومېده د ټولګي دویم نمره و، تل له احمد سره په درسونو کې په رقابت کې و.

د پایلو د اعلان په ورځ ښوونکي لومړی د عمر نوم واخیست چې عمر د ټولګي اول نمره او احمد دویم نمره شو.

احمد ډیر خواشینی شو، کور ته راغی او په ژړغوني غږ يې مورته وویل: مورې! عمر د ټولګي اول نمره شو.

مور يې چې تل په هر لمانځه کې احمد ته د کامیابۍ دعاوې کولې او تل به يې درسونو ته تشویقولو؛ وویل زویه! خیر دی، مه خفه کیږه همت مه بایله کوشش وکړه چې بیا اول نمره شې.

اه!
څه وکړو بچیه زموږ هم غریبي ده، پلار دې هم اوس سپین ږیری ده، یوازې کارونه نشي کولای ستا مرستې ته اړتیا لري.

احمد د کارونو ترڅنګ به تل ورسره په لاس کې د مکتب یو مضمون و او خپل درسونه به يې په ډیر شوق سره ویل.

د احمد پلار خیرو ماما چې د زړه تکلیف يې درلود او څو ځله ورباندې د زړه حمله راغلې وه خو د غریبۍ له وجې يې روغتون ته مراجعه نشوای کوله احمد د درسونو ترڅنګ له میرویس سره د معمارۍ په دوکان کې شاګرد شو ترڅو کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

احمد چې د پلار مرض يې زړه خوړلی و نو یې له ډاکټرۍ سره يې ډېره لیوالتیا وه ترڅو په راتلونکي کې ډاکټر شي  او د خپل پلار په شمول د نورو هېوادوالو د مرضونو علاج هم وکړي.

بالاخره د کانکور ازموینې له لارې د ننګرهار پوهتنون د طب پوهنځي ته د 315 نمرو په اخیستلو بریالی شو په مور او پلار يې د خوښۍ څپې راغلې دا يې د مور یواځنی ارمان و ترڅو زوی يې ډاکټر شي.

وختونه تېرېدل، احمد چې په پوهنتون کې هم اول نمره و، د طب پوهنځی يې په بریاليتوب سره پای ته ورساوه، د فراغت وخت يې رانږدې شو، د احمد مشرې خور ګل غوټۍ د احمد د فراغت لپاره یو قندهاری یخن وګنډلو، ترڅو د فراغت په ورځ يې واغوندي. احمد چې د ستاج دوره لاپاتې وه خور ته يې وویل چې دا یخن به د ستاج دورې د فراغت په ورځ واغوندم.

د ستاج دورې فراغت ته لاڅو ورځې پاتې وې چې د احمد پلار خیرو ماما مرض زیات شو، مور يې ورته تلیفون وکړ، زویه راشه پلار دې ډېر ژوبل دی، کوم روغتون ته يې یوسه، احمد چې لوی ارمان يې د پلار علاج و نو د پوهنتون له لوري د کورپه طرف حرکت وکړ، خو تقدیر بل ډول و.

د احمد چې ډیره عجله وه، موټروان ته يې د ژر تللو وویل، په لاره کې د بهرنیو ځواکونو قطار روان وو.
کله به چې بهرني باداران په لار روان وو نو چاته به يې د مخکې تګ اجازه نه ورکوله، دا ځکه چې زموږ ځینو لاسپوڅو او بې ننګه افغانانو په خوښه يې زموږ په ګران هېواد یرغل کړی و او زموږ په هېواد کې به هرکار د دغو یرغلګرو په خوښه کېده، هېچا د دوی له اجازې پرته یو قدم هم نشو اخیستلای، زموږ په هېوادوالو يې د وحشتونو لړۍ خپره کړې وه، هره شپه به لسګونه بېګناه هیوادوال د دوی په شپنیو چاپو کې د داخلي لاسپوڅو او غلامانو په مرسته په شهادت رسېدل کورنه، مسجدونه، مدرسې او مکتبونه به يې راته بمبارد کول.

خبره رانه اوږده نشي، احمد دوی ډیر ګړندي روان وو چې ناڅاپه د یرغلګرو لخوا د دوی په کورلا موټر ډزې او زربې شروع شوې، ټول موټر ودرېدل لاره بنده شوه احمد سره له دریو ملګرو يې په موټر کې په شهادت ورسول.

انالله واناالیه راجعون

دلته يې پلار د مرض په حالت کې ډیر په تکلیف و او مور يې د احمد راتلو ته دوه سترګې څلور شوې چې ناڅاپه د کور په دروازه باندې د احمد جنازه رادننه شوه، د مور له خولې اه زما احمده زویه! ووتل بس نور يې د زوی وروستی دیدن هم په نصیب نشو‌.

احمد چې په وینو کې لت پت په تابوت کې پروت و نو خور يې هغه کندهاری یخن چې د احمد فراغت ته يې ګنډلی و د احمد په سینه هوار کړ په ټول کلي کې ویرجنې ساندې او ژړاوې شروع شوې آه د احمد د کورنۍ ټول ارمانونه د اشغالګرو لخوا نیمګړي پاتې او په اوبو لاهو شول.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x