نظــر

ګوانتانامو کې د اسدالله هارون پنځلسمه روژه!

رومان شېرزاد

د اسدالله هارون ورور

که څه هم له ګوانتانامو څخه ټول افغانان او حتی عربان او د نورو دولتونو اوسیدونکي چې په یوه او بله بهانه هلته وړل شوي ول ټول ازاد شوي.

مګر دادی زمونږ د مظلوم او بې ګناه ورور اسدالله هارون(شیرزاد) پنځلسم کال او پنځلسمه روژه هلته تیریږي چې نن یې لومړنۍ ورځ او د13-4-2021 تاریخ دی؛ لاهم په ګوانتانامو وحشي زندان کې شپې ورځې سبا کوي.

متأسفانه امریکا د رمضان المبارک میاشتې په خاطر هم زمونږ د ورور چې پوره ۱۴ کاله او دا یې پنځلسم کال دی او هیڅ ډول تهمت او تور هم ندی پرې ثابت شوی ددغه مبارکې میاشت چې تقریباً د دوه نیم میلیارده مسلمانانو مبارکه میاشت ده د هغې په خاطر هم راخوشې نکړ البته امریکا به د تقدس په نامه کومه میاشت یا ورځ نلري.

حتی که د دوی د عیسوي قانون له مخې هم کومه مقدسه ورځ  یا میاشت یا کال وای، نو نن به یې زمونږ مظلوم ورور اسدالله هارون(شیرزاد) چې مور، پلار، کورنۍ، ورته دا پوره تېر ۱۴ کاله  سترګې په لار دي؛ راخوشې کړی وای.

مونږ له افغان دولت، طالبانو، حزب اسلامي، بشري حقونو، مدني فعالانو، رسنیو څخه وار وار غوښتنه کړې چې په دغه مورد کې زمونږ له دغه محض ملي، اسلامي او انساني قضیې سره هر اړخیزه مرسته او لاس رسی وکړي.
هغه پدې چې اسدالله هارون(شیرزاد) کله هم له خپل افغان ورور، خور، پلار، خاورې، خلکو سره لله الحمد کوم خیانت یا جنایت ندی کړی او ددې خاروې یو اصیل په دین، وطن مین تعلیم يافته په پوهه او علم سنبال بچی دی.

فلهذا! د هرافغان که هغه د هیواد دننه یا بهر دی ملي، دیني، انساني د نده ده چې د هغه او نورو مظلومو افغانانو چې د پردیو په زندانونو کې قرار لري پوره کوښښ او مرسته وکړي.

مونږ او زمونږ کورنۍ یو ځل بیا پر ټولو ذیدخلو طرفونو غږ کوي چې د صلحې د خبرو په جریان کې زمونږ د مظلوم ورور اسدالله هارون (شیرزاد) خبره له پامه ونه غورځوي او پر امریکایي طرف فشار راوړي ترڅو د دغه او نورو مظلومو بندیانو د خلاصون غوښتنه عملي کړي.

ددې ترڅنګ له ټولو هغه وروڼو، خویندو او رسنيو له ملګرو نړۍ مننه کوو چې زمونږ دغه مظلومانه غږ یې همیشه اوچت کړی او هغه یې خپل غږ بللی، ددغه با احساسه وروڼو، خویندو، هیوادوالو همدردۍ زمونږ د کورنۍ حوصله افزایي کړې چې تردې دمه لله الحمد مونږ ددغه قضیې په اړه ځانونه یواځې نه بولو او دا ډول له هغه ټولو رسنیو مننه کوو چې وخت ناوخت یې زمونږ د کورنۍ مظلومانه غږ د خپلو رسنیو له لارې لله في الله اوچت کړی او خپل انساني، افغاني، حقوقي مسئولیت یې ترسره کړی.

پدې هیله چې لومړی الله جل جلاله او بیا افغان دولت، طالبان، حزب اسلامي او ټول افغان ملت
ددې سبب او باعث شي چې همدې مبارکه روژه کې زمونږ مظلوم ورور اسدلله هارون (شیرزاد) راخلاص او زمونږ د کورنۍ، مور، پلار او د هغه د یواځينۍ لورکۍ د خوښۍ سبب شي.

رومان شیرزاد

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

بس الله پاک یی د په خپل فضل او کرم ازاد کړی. مونژ او ستاسی به په دا مبارکه میاشت که د ټولو مسمانانو بندیانو او خصوصا د هارون صاب لپاره دوعا کوو انشاالله.

وروره الله پاک په هر څه قادر دی، هو، بلکل یقینا قادر ذات دی. که چیری سړی د خپلی درنی کورنی سره دا  د (( لاحول ولا قوة إلا بالله العلي العظيم)) ورد روزانه وکړی ، الله پاک مهربانه دی که الله پاک دا ستونزه حل کړه. ځکه چه ملاصاحبان د دغه ورد زیات ګټی بیان کړی. الله پاک ښه پوهیژی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x