افغانستان

د کمپاین عسکرو په پکتیکا کې د دیني عالم په ګډون ۳ ملکیان «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۰ل): د پکتیکا ولایت په سروضې ولسوالۍ کې تیره شپه د ملي امنیت ۹۰۴ قطعې ځواکونو لخوا د یو ملا امام په ګډون ۳ تنه ولسي وګړي «شهیدان» شوي دي.

د سروضې ولسوالۍ د «علیزو» کلي اوسېدونکي شکایت کوي، چې تیره شپه د عزیزالله کاروان د معاون قومندان شاهین وزیر په مشرۍ د کمپاین عسکرو ددوی په کورونو چاپه وهلې، د جومات ملا امام مولوي عبدالقیوم او یو درمل پلورونکي محمدنبي ولد سپین او محمد ولد شمو په ګډون یې ۳ تنه ولسي خلک په «شهادت» رسولي او یو درملتون یې هم ویجاړ کړی دی.

ځايي خلک وايي، چې شهید کړل شوی ملا امام مولوي عبدالقیوم د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی ؤ، چې له تیرو څو کلونو راهیسې یې ددوی په جومات کې خلکو ته لمنځونه ورکول او کوچنیانو ته یې دیني زده کړې ښودلې.

دا هغه انځورونه دي چې د سیمې خلکو لخوا نن ټکي اسیا ته رالیږل شوي، به کومو کې چې د یادو عسکرو لخوا په بمونو ویجاړ شوي ولسي کورونه له ورایه ښکاري.

عزیزالله کاروان چې د پکتیا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې یې د کمپاین په نوم د ضربتي عسکرو مشري کوله، درې کاله وړاندې په کابل ښار کې د طالبانو لخوا په یو «تکیتکي» برید کې ووژل شو، چې د هغه له مرګ وروسته د نوموړي اړوند ملیشې د ملي امنیت ۹۰۴ قطعې ترنامه لاندې د هغه معاون قومندان شاهین وزیر تر مشرۍ لاندې د ولسي خلکو په کورونو چاپې او عملیات کوي.

د سي ای اې له خوا حمايه کیدونکې ملېشې (کمپاین عسکر) چې په خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې فعالې دي، د امريکا له خوا په افغانستان کې تر ټولو اغېزناک نظامي تشکيل بلل شوی، د بشري حقونو ټولنو له خوا پر وحشيانه او غيرقانوني کړنو تورن شوی دی. ځينې وايي چې ياد نظامي جوړښت او دوی ته ورته ملیشه یې جوړښتونه په افغانستان کې، که د زرګونو نه وي، نو لږ تر لږه د سلګونو بې ګناه خلکو د وژنې مسئولیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

ډ‌یر ښه کار یی کړی تروریستان یی له منځه وړی.
## چی پرون فراه کی ملت په وینو ولړل د هغه ولی نه وایی که هغه مسلمان او مومنان نه وه؟
خدای مو په الهی عذاب اخته که

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x