افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له اشرف غني سره د ترکیې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۰ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر‌ «انتوني بلینکن» د کابل حکومت له مشر «اشرف غني» سره تلیفوني‌ خبرې کړې دي او د افغان سولې پروسې او په ځانګړي‌ ډول د ترکیې د راتلونکې ناستې په اړه ورسره غږېدلی.

اشرف غني پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي، چې له بلینکن سره د افغان سولې پروسې او په ترکیه کې د جوړېدونکې راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی او دده او بایډن تر منځ د راتلونکې تلیفوني‌ اړیکې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

دغه تلیفوني خبرې داسې مهال دي، چې تمه ده روانه میاشت د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې په تړاو ناسته راوبلل شي.

دغه ناسته چې د امریکا په وړاندیز او د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې رابلل کېږي، د طالبانو او حکومت تر څنګ یو شمېر افغان سیاسیون او د سیمې ځیني هیوادونه هم ورته بلل شوي.

حکومت په ناسته کې د ګډون لپاره چمتو ښکاري‌؛ خو طالبان وایي، د اپریل په شپاړلسمه په استانبول کې جوړېدونکې ناسته کې ګډون نشي کولای؛ مګر ددې موضوع په تړاو بحثونه او سلا مشورې روانې دي.

دغه ناسته داسې مهال رابلل کېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي‌ تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موده رالنډه شوې؛ خو یو شمېر امریکایي چارواکي ادعاء لري، چې د لوژستیکي او تخنیکي ستونزو له امله نشي‌ کولای د می تر لومړۍ نېټې ټول عسکر له افغانستانه وباسي.

بل لور ته طالبان بیا ګواښ کوي، که بهرني‌ عسکر په ټاکلې نېټه له افغانستانه ونه وځي،‌ په وړاندې به یې تونده جګړه پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
I am sure they are sharing the pain because they failed to corner Talib.
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x