افغانستان

دانش: د ملي پخلاینې شورا طرحې د اشرف غني سپکاوی کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د مشر اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش وايي، د ملي پخلاینې عالي شورا لخوا د سولې توحید شوې طرحې وړاندې کول په حقیقت کې د اشرف غني او د هغه د طرحې سپکاوی دی.

نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د پخلاینې شورا لخوا توحید شوې طرحه کې یوازې د اشرف غني د طرحې مخالفت شوی او کوم نوی ابتکار په کې نه تر سترګو کیږي، بلکې دده په خبره دد هغه ټوله طرحه د خلیلزاد په طرحې راڅرخي او د جمهوریت په جبهه کې د اختلاف ښکارندويي کوي.

دانش وايي، په دې طرحه کې یوازې د یوه ګوند(جمعیت) لیدلوری منعکس شوی، ځکه دده په اند صدارتي نظام د ټولو لوریو استازیتوب نه شي کولای بلکې د یو ګوند غوښتنه ده.

د واک د ویش په اړه دانش وايي، د ملي پخلاینې عالي شورا طرحه په اصل کې د دوو قومونو ترمنځ د واک ویش دی، کوم چې دده په خبره یو قوم ته ولسمشري او بل ته د صدارت حق ورکوي.

دانش ویلي، یو منتخب ولسمشر چې هر قوم ته منسوب وی، باید د یوې میرمنې په ګډون څلور مرستیالان ولري او ښځینه مرستیاله یې باید د ولسمشر له قوم پرته د نورو څلورو قومونو سره تړاو ولري.

سرور دانش په داسې مهال د ملي پخلاینې عالي شورا لخوا د سولې توحید شوې طرحه د اشرف غني سپکاوی بولي، چې د ملي پخلاینې عالي شورا د رهبرۍ کمیټې غړي محمدیونس قانوني بیا نوموړی په سطحي توب تورن کړی او هغه ته یې سپارښتنه کړې، چې له قضاوت وړاندې باید هغه طرحه په دقت سره وګوري او بیا فیصله وکړي.

څارونکي وايي، د کابل حکومت مشران په داسې مهال د افغان سولې په اړه د خپلو شخصي ګټو د ساتلو په موخه د مختلفو طرحو جوړولو سره د «کاغذ پرانۍ» په لوبه بوخت دي، چې طالبان بیا د مئ لومړۍ نیټې ته ورځې او ساعتونه شمېري.

د څارونکو په باور که چیرې د مئ تر لومړۍ نیټې پورې ټول بهرني عسکر له افغانستانه ونه وځي، نو کیدای شي طالبان یوځل بیا په خپل ټول قوت سره د بهرنیو او افغان عسکرو پرضد جګړه پیل کړي او ممکن د سولې له هرډول خبرو سره پرېکون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

اخیر له افغانستان نه هم لبنان جوړوی. داسی صدارت نه صدارت دی.

طوطی

لدی بی دانش څخه دی دا پوښتنه وشی چی تا خو د علیپور ضمانت کړی وو، اوس راشه پر ځای یی ځان بنده کړه. سور خر دی په ولا. دغو ته وخت ورکړل شی بیا نو د نیم افغانستان دعوای کوی ګوری به یی که حالات همداسی روان وی دوی به د هزارستان دعوای وکړی او جنګونه به شروع کړی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x