افغانستانسولې اړوند خبرونه

ترکیه کې د افغان سولې په تړاو رابلل کېدونکې ناستې نېټه څرګنده شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۰ل): د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، په استانبول ښار کې د افغان سولې په تړاو ناسته د روانې میاشتې په وروستیو کې رابلل کېږي او لس ورځې به دوام کوي.

د ترکيې، ملګرو ملتونو او قطر له لوري په ګډه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د افغان سولې په تړاو د حکومت او طالبانو تر منځ د لوړې کچې مشورتي ناسته به د روانې اپریل میاشتې له ۲۴-مې څخه د راتلونکې «مۍ» میاشتې تر څلورمې پورې دوام کوي.

اعلامیه کې راغلي، چې د غونډې رابلونکي لوري یوه خپلواک او متحد افغانستان ته ژمنتیا لري او د رابلل کېدونکې ناستې موخه داده چې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه چټکه کړي، په دوحه کې د سولې روانې خبرې بشپړې کړي او د یوه دایمي اوربند تامین ته لاره هواره کړي.

د ترکيې ناسته چې د امریکا د متحده ایالاتو په وړاندیز رابلل کېږي، د حکومت او طالبانو د استازو تر څنګ د سیمې یو شمېر هیوادونه هم ورته بلل شوي دي.

حکومت په دې ناسته کې ګډون ته چمتووالی ښودلی؛ خو طالبانو تېره ورځ ویلي و، چې اپریل په شپاړلسمه په ترکیه کې ناسته کې ګډون نشي کولای؛ خو دا چې اوس ناسته د اپریل په ۲۴ مه نېټه جوړېږي، لا یې هم په اړه د طالبانو نظر څرګند شوی نه دی.

دا ناسته داسې مهال رابلل کېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق مطابق له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه تر بل هر وخت را لنډه شوې؛ خو د امریکا متحده ایالات وايي، د دوحې په توافقنامې کې له ټاکل شوې مودې سره سم د عسکرو ایستل ستونزمن دي.

طالبان بیا ګواښ کوي، که بهرني عسکر په ټاکلي نېټه افغانستان پرېنږدي په وړاندې به یې تونده جګړه پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیاتزی

اصلی ستونزه همدغه چه امریکا له خپلوذکړو ژمنو اوږی خالی کوی د عسکرو او تولو تجهیزاتو ) چه په هغو کیذسپیر تیرونهذهم شامل وی ) تر کافی هم څو ځلی زیات کافی وخت وو دوی چه د وتلو اراده نه لری لس کاله وخت ورکولو وروسته به همدغه خبره کوی چه د اشغال وخت او دوره مو تمدید کړی په داسی حال کی چه دغه تمدید اشغال ته مشروعیت ورکوی د لمړیرځل ۱۴ میاشتی وخت ورکول د مجاعد ولس د ښی انقلابی روحیی لهذمخی وو که نه دوی ته په هغه ځل هم د وتلو دپاره هماغهذوخت ورکړیذوی په څومره… نور لوستل »

طوطی

بیانزی صیب: روژه مبارک. لږ دی لیکل صحیح کړه زه خو پوه نشوم صرف بد الفاظ ښه او درست لیکی نوره دی مزه نشته. ما خو قصد کړی چی د روژې میاشت کی هیڅ څوک را څخه خفه نشی حتی بیانزی او غوربندی هم. څوک چی د روژی میاست وژنه کوی، جنګونه کوی هغه حکومت دی او طالب. الله د موزنږه تری ساتی.

Adam Khan
Sorry. It was already quite clear that the conference would take place on April 16, but 
when Mujahid Dr. Naeem refused to attend, they extended it to April 24, 2021.  
Now, I am sure that Mujahid Dr. Naeem would say "All troops must get out and 
then we would talk".  Mujahid Dr. Naeem is not less than Mujahid Mullah Omer.

There will be INSHALLAH always an Omer after an Omer.
Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x