افغانستان

واشنګټن پوسټ: بایډن امریکایي عسکر د روان کال «د سپتمبر پر یوولسمه» له افغانستانه وباسي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۰ل): له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې «واشنګټن پوسټ» په خپل ننني راپور کې ویلي، چې د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د کړي تړون خلاف خپل عسکر د سپتمبر د میاشتې پر یوولسمه نېټه (هغه ورځ چې د امریکا پر ستر تجارتي مرکز بریدونه وشول) له افغانستانه وباسي.

واشنګټن پوست د یوې دولتي سرچینې له قوله ویلي، چې بایډن به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي، د کومې له مخې چې به امریکايي عسکر د مۍ د میاشتې د لومړۍ نېټې پر ځای د سپتمبر د میاشتې په یوولسمه نېټه له افغانستانه وځي.

تر دې وړاندې امریکا له طالبانو سره په کړي تړون کې ژمنه کړې وه، چې ټول بهرني عسکر د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستانه وباسي؛ خو د امریکا ولسمشر بیا ادعا لري، چې له لوژستیکي او تخنیکي پلوه په یاده شوې نېټه د عسکرو ایستل ستونزمن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت که څه هم په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور د غځولو په تړاو له طالبانو سره د مذاکراتو د دوام خبر ورکړی و؛ خو طالبانو په بیا، بیا ګواښ کړی، که بهرني عسکر په ټاکلې نېټه له افغانستانه بهر نشي، په وړاندې به یې تونده جګړه پيل شي، چې ددوی له قوله، د ناوړه پایلو مسئولیت به یې د امریکایي لوري په غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمود

دغه نن اول رمضان د نخه وي

امريكا به بيا په ۱۱ سپتامبر وروسته وایی چه موگ بل کال ته وزو

آمریکا همیشه د هر چا سره غدر او دوکه کری
په تعهد او خبر باندی د هیس چا سره هم وفا نه کوی

بهترین لار یی بیا د اشغال مقابل کی جهاد اعلان کول دی

صلحه او مذاکرات نور کار نه کوی
د ترکیه جلسه باید مکمله لغوه شی
زکه هسی وقت ضائع کول دی

طاهر ثابت

دجهارشنبی داعلان په تمه به کینو. اوس نو طالبان باید له درایت نه کار واخلی. دامریکایی وعده خلافی باید دافغانستان او اسلام دګټو لمخی وګوری. که طالبانو دا توافق کړی وی او یا یی کوی نو هغه بیله خبره ده. که داسی وی چه امریکا بیا دتکبر خبره غوره کړی وی نو له هغوی سره دی بیا مناسب اقدام وکړی. دا که نور هم بیا بمبارد (ټول بمبادونه چه هلته به هرومرو امریکیان رول لری) او یا شبخونی عملیات وی نو ددوحی توافق یی باید لاسونه ونه تړی. له بلی خوا که تالبان وکولای سی دامریکایانو وتل تر نظارت لاندی… نور لوستل »

غوربندی

کله چې د مې لومړۍ نېټې ته بهانې جوړېدای شي نو د راتلونکی ۹/۱۱ فرمایشی مهالویش ته خو تر لمر روښانه بهانه داده چې وایی به شپږ میاشتې نور وخت غواړو کنه د ۹/۱۱ بریدونو د قربانیانو ورثه به کوڅو ته راوباسي تر څو د خپلو قربانیانو په یادبود شمعې بلې او په اوښلنو سترګو له بایډن وغواړی چې له افغانستانه د بیا ځل تهدید د مخنیوي لپاره د ځواکونو په ایستلو کې بیړه ونکړي!

ګل احمد

غوربندي ځوانه! لکه رښتیا چي د غوربند یې. ته وا دا عسکر بیول او راوستل فقط د ولس مشر دوې چکچکي غواړي. د ۹/۱۱ د قربانیانو ورثې ته چي په افغانستان کي د امریکایي عسکرو د پاته کیدلو د یوې ورځي مصرف وروویشي، دستي به ورته ووایي چي امپایر بلډنګ کي هم یو دوې طیارې ووهئ.

pattang

امریکا اخلاقا مجبوره ده چې د طالبانو موافقه د ضرورت په اساس واخلي ، بیله موافقې به طالبان د هغوی په عمل خپل غبرګون ښکاره کړي ! داسې عمل غیر اخلاقي او قانوني ده چې د یوو دولت موافقتنامه بل راتلونکی حکومت ماتوي ، دا کار غیر قانوني او اخلاقي دی ! او که داسې وي په نړۍ کې به لوی قانوني، اخلاقي او رواجي انارشیزم رامنځته شي او دمعاهدو تړون ته به زیان ورسوي !! خو لکه چې یو متل دی وایې : مرغ کم ګویش کم !! ددوی د الله رنګ ورک کړي او مونږ ته د اتحاد… نور لوستل »

مجاهد

پتنګ صاحب ! نړیوال استعمار چه امریکا یی په راست کی قرار لری اخلاق بد اخلاقی ، ژمنی د ژمنو ماتول ، غلا، دروغ او درغلی یی هنر او تقوی ده. د هغوی اخلاق استعماری ګټی دی دوست او دشمن د خپلو استعماری ګټو یا تاوانو له مخی تعینوی په ځانګړی امریکا اضلاع متحده یو غصب شوی هیواد دی دوه نیم سوه کاله تاریخ لری په دوه نیم سوه کلو کی یی دوه سوه ځلی د نړۍ په ګوټ ګوټ کی برخه لرله یعنی هر جنګ د دوی له خوا او که خپله هم پیش شوی دوی یی د ځان… نور لوستل »

ډاکټر احرار

امریکایان د تړون لمخی یوه ورځ هم د پاتیدلو حق نلري یوولسم سپتمبره توره ورځ ده باید انتظار ورته ونشي
کافران په عهد ولاړ خلګ ندي د حساب خلګ دي

Adam Khan
No, no do not go out at all honey.  Trust me you will be alright.  

So far, all you did was to make Mujahid Dr Naeem smarter and smarter.
الحاج استاذ بیانزی

زه باور لرم چه امریکایان به په اول تاریخ په خوښه نه جبرا وځی، شوی تړون یی هم جبرا لاسلیک کړی د شرمیدلو ماتو به نتیجه کی ترلاسه کړی، د ترمپ په لیری کیدو او بایدن په مقرری امریکا هماغه امریکا ده طالبانو تړون د امریکا سره لاسلیک کړی او همدغه خللیزاد پکی نماینده وو. دا پوښتنه چه د دی ټولو سره سره بایدن ولی ګډی وډی وایی؟ صرف طالبان د یو ډول فشار لاندی راولی چه ګوندی د غلامی اداری او لا د بلی غلامی اداری برخه شی په داسی حال کی چه طالبان په هماغه کچه چه نظامی… نور لوستل »

ګل احمد

دا خو بایډن په خپل ټاکنیز کمباین کي د غني خسر ته زبان ورکړی وو چي کله ولسمشر سوم د ټرمپ ضربالاجل به لغوه کوم چي د می په میاشت کي عسکر باسو. د غني خسر ښه ډیر سره زر ورپه شا کړل (هغه سره زر چي د غني ماینې د بېسیم شرکتونو د ۱۰٪ غنډه ټیکس په پیسو خریداري کړي وه). کله چي طالبان په خبر سول و بایډن ته یې ویل چي ته خو دي عسکر مه وباسه چي نه یي هغه به درسره وکړو. بایډن ورته ویل چي ۱۵ کاله هیڅ ټکه درباندي ایله نه سول یوه… نور لوستل »

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x