دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتيا ده «نولسمه برخه»

اسدالله رزين

امتي صاحبه! هلته واک امانت و نه غنیمت، هلته واک د خدای(ج) بندګي، د رسول(ص) اطاعت او د مخلوق خدمت و، هلته واک مسؤلیت و، هلته واک د خیر لاس، د امن ضامن، د پرمختګ اراده او پیلامه او د سولې آواز و، هلته واک د ظلم او ناروا مخنیوی و، هلته واک د عدالت تامین او تعمیم و، هلته واک د الهي قانون د ترویج دنده مخ ته بېوله، هلته واک د انسان په چوپړ کې و، هلته واک امام او مسجد نه شهیدانول، هلته واک د رحم لاس و، هلته مظلوم واک ته فنا ور وړه، هلته واک د انسان په ویسا کولو او بسیا کولو لګیا و، هلته واک د محراب د جلال او عظمت په تصور کې د امت اراده او عقیده تمثیلوله نه د کلیسا په تصور کې د امریکا اراده، هلته واک د پیر او پلور توکی نه و، هلته واک اخلاقي او معنوي اصالتونو ته هوډمن و نه د واشنګټن ساتني ته، هلته د واک واګي له انبیاوو(عليهم السلام) پرته تر ټولو ښه انسان ته سپارل کیدل نه ډم، سپک،چغه پار، مکار او مزدور ته، هلته ارګ د فحشا د ترویج مرکز نه و، هلته لوړ پوړي د فحشا د ترویج دولتي ارګ میشتي چې له الحمد لله ویلو سره دا شان نا بلده و لکه یو امریکایي چې په اسلامي هیواد او اسلامي اداره کې ځای نه درلود، هلته واک د انسان وژنې لاسونه ور تړلي او د انسان پالنې لاسونه ور پرانستي وو، هلته واک په هر ښار، کلي او کوڅه کې چاودنې او وژني، چاودني او وژني بللې نه یواځې د جعلي واک ارګ میشتو په لیکو کې، هلته واک په بیه نه اخستل کیده، هلته د واک ناروا استعمال په پایله کې کومې په اصطلاح لومړۍ میرمنې یا بي بي ګلې له ډالرو ډک بکسونه بیروت ته نه لیږدول او هلته واک افغاني ننګ غیرت، سرښندنې او شلمې تر جعلي مسیحیت، صهیونیزم او دموکراسۍ نه ځارولې.

امتي صاحبه!
صحابه کرامو ته د ټول انسانیت د لوړ پوړي انسان د رحلت غمیزه ور پیښه وه او یارانو د هغه لومړي او آخري نبي مبارک بدن پخپلو لاسو په خاورو کې پټ کړی و، کوم چې لا په هغه مهال کې نبي و چې آدم(ع) د روح او جسد په منځ کې و.

یارانو نور هغه محمد(ص) نه لید چې ټول هوسونه او هیلې به یې د هغوی(ص) په یو وار لیدو کې پوره کیدې. صحابه کرام د انساني تاریخ په تر ټولو ستونزمن څرخاو کې را ګیر وو، محمد(ص) وفات سوی و او انسانیت ته د ور رسولو ټول امانتونه له دوی سره وو، د ټول انسانیت د مشرتابه له پوښتنې سره مخ و. د انساني تاریخ په پاڼو کې بله دغسې تشه نه وه رامنځ ته سوې. یاران باید هم هک پک وای، خو نبي کریم (ص) د دغو ټولو ستونزمنو حالاتو غمه پخپل مبارک ژوند کې خوړلې وه او پخپلو یارانو کې یې د مشرتابه واکونه روزلي وو او همدغه لامل و چې یارانو یاده تشه ډیره لږ محسوسه کړه، ډېر زر لاس په کار سو او مهال او حالاتو ته په کتو سره یې بریالۍ پریکړې وکړې او د بحران په خوله کې حالت یې د نبوي پاک سیرت ته په رڼا کې د محمد(ص) په مبارک پله مخ په وړاندې روان وساتلای سوای.

رښتیا هم په دغسې حالاتو کې د امیرالمؤمنین په حیث د هغه چا ټاکل چې هغه نبي کریم (ص) د اشنا او ورور په حیث غوره کړی وي د نبي د یارانو د ډیر ځراکت، لر لید، هوښیارتوب او له نبي او پیغامه سره یې د بې پولې مینې معنا لرله او ابوبکر(رض) هم هغسې څوک و چې په دغو ستونزمنو حالاتو کې یې وکړای سوای چې د نبي یاران سره راټول او په پیغام کې یې هغه نبي ورښکاره کړي چې نه یې سوای هیرولای.

ابوبکر(رض) چې هسې هم خپل یار ته ورته انسان و، نوې او لويه ذمه واري یې نوره هم د سیرت متبرکه په ښکلا ښکلې کړه. د نبي د یارانو تسلي د هر چا کار نه و، خو ابوبکر صدیق(رض) په ډیر ښه ډول سره دا ارزښت لرونکی کار هم وکړ او د انسانیت لید لوری دا پیاوړې ډله یې یو موټی و ساتلای سوای او ثابته یې کړه چې دا ابوبکر(رض) و چې د نبي منبر یې هغوی(ص)ته په ورته کړنو او وینو کې وساته چې انساني نړۍ بله دغسې بیلګه بیخې نه لري.

امتي صاحبه!
د رسول الله(ص) خلیفه ابوبکر صدیق(ض) د بیعت په سهار، وختي په داسې حال کې چې ډیرې زړې او شکیدلې چپنې یې په مبارکو اوږو نازونه کول. د اولاد د نفقې پیدا کولو لپاره یې د خرڅلاو ډیر لږ شی واخيست او د بازار په لور یې ګړندي او غیرتمن ګامونه ور مخکې کول چې له عمر فاروق(رض) او د امت له امین عبیده بن جراح(رض) سره مخامخ سو. هغوی دواړو ته دا حال بیخي د منلو او کتلو نه سو ښکاره چې د رسول الله(ص) خلیفه دې د اولاد په نفقه پسې ستړی وي، نو له پوښتنو او ګرویږنو وروسته یې ابوبکر(رض) په دې قانع کړ چې له بیت الماله به د نفقې یوه ټاکلې کچه درته و ټاکو.

امتي صاحبه!
هلته عزت او وقار په باډۍ، کورتۍ او ګاډۍ کې نه و، هلته د نیټو د مشرتابه د اوباما، ټرمپ، بایډن په ناسته کې نه و او په امریکایي او اروپایي جوړ بلند منزلونو او ماڼیو کې چې له خوا سره به یې د ده په څیر ډیر انسانان د لوږې، سړو، ګرمۍ، وړ وړ ناروغیو، بې وسيو او بې رحمیو په رحم او کرم کې اوسیدل او لکه چې دوی ته ګران دي، همدغسې د دې هیواد په مور او پلار ګران او نازولي ماشومان د دوی له کوره په را وتلو خوراکي کچرو کې ځانونه مړوي؛ عزت نه و. بلکې هلته عزت او وقار د خدای د رضا په حصول او د رسول الله(ص) په محبت اطاعت او د خدای له مخلوق سره په شفقت او د هغوی په چوپړ کې و.

امتي صاحبه!
له هغوی سره د عباء او قبا فکر نه و، هغوی د دریشۍ او ټایي ماډل په لندن او پاریس کې نه خوښول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x