پاکستان او هندوستان دامنیت شورای غیردایمي غړیتوب ترلاسه کړ

السفير الباكستاني لدى الأمم المتحدة ووزيرة الخارجية الباكستانية(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۲) تیره ورځ دنړیوالي امنیتي شورای دغیر دایمي غړو دټاکنو پروخت پاکستان له خپل سیال هندوستان سره یوځای دامنیتي شورای غیردایمی غړیتوب ترلاسه کړ.

همدارنګه د مغریب، ګوټومالا او ټوګو هیوادونو هم وکولای شول چي دنړیوالي امنیتي شورای غریتوب ترلاسه کړي، او دختیځی اروپا لپاره ځانګړ کړل شوی چوکی باندي به لا له دی څخه وروسته ټاکني ترسره کیږي.

شنونکي داخبره لا له وخت څخه لری ګڼی چی هندوستان او پاکستان کوم چي دواړه ګاونډي هستوي هیوادونه دی، یوبل سره یی همیشه ډیري ترینګلي اوپردښمني باندی ولاړی اړیکی درلودلي دی، اوس چی دواړه هیوادونو دامنیت په شورای کي غیردایمی چوکیاني لری، ددغو هیوادونو پراړیکو په کوم مثبت اثروکړي اوکه نه.

سیاسی پوهان وایی هندوستان او پاکستان د ځینو نړیوالو مسایلو په اړه ورته  نظرلری، کیدای شي دغه هیوادونه دشورای دعملی کړونو په ډګر کی رغنده رول ولوبوی او له دغی شورای سره په ځینو چارو کی مرسته وکړي.

دامنیت شورای په روانو ټاکنوکی به  امنیت شورای له لسو غړو څخه پنځه غړي دنویو غړو په راتلو سره غړیتوب له لاسه ورکړي.

دامنیت شورای دغیر دایمي غړو دټاکنو پروسه دپخوا په شان دسمیزو ټولنو داتفاق په صورت کی رامنځ ته کیږی،خو شنونکی وایی دټاکنو پایلي له څرنګه چی یی وړاندوینه کیدله دهغو په خلاف را ووتي.

نوموړي وایی ګوټومالا او دمغریب هیوادونوپه ډیره اسانی سره وکولای شول چی غړیتو ب ترلاسه کړی، خو دټوګو هیواد بیا له دري ځلي ټاکنو څخه وروسته غړیتوب ترلاسه کړ.

په ملګرو ملتونو کی دپاکستان سفیر حسین هارون له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت وویل، ارزومند یم په نړیواله امنیت شورای کی به  دپاکستان اوهندوستان استاځی یو له بل سره مرسته او همکاری وکړي، نوموړی همدارنګه وویل چی په امنیت شورای کی یی دهندوستان داستاځی له لوري دمبارکی پیغام ترلاسه کړی دی.

شنونکی وایی کیدای شی پاکستان دامنیت شورای په غړو هیوادونو کی دهغوهیوادونو په لیکو کی ودریږي، څوک چی دسوریی او ایران په وړاندي دبندیزونو مخالفت کوي، اوکه چی رښتیا هم پاکستان ددغو هیوادونو په ډله کی شامل شي، دابه دبرازیل دهیواد ځای ونیسي کوم چی مخکي یی دغه چوکی باندی استاځی ناست وو، او دسوریی اوایران هیوادونوپه وړاندی دلګیدونکی بندیزونو مخالفت یی کاوه.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د