دیني، سیرت او تاریخ

د پیغمبر صلی الله علیه وسلم روژه ماتی

عبدالمالک همت

د صحيح البخاري په کتاب الصوم، باب تعجيل الافطار، ۱۹۵۷ شمېره حديث او د صحيح مسلم، کتاب الصيام، باب فضل السحور وتأكيد استحبابه، واستحباب تأخيره وتعجيل الفطر ۲۴۴۳ / ۱۰۹۸ شمېره حديث دی:

عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «لاَ يَزَالُ النَّاسُ بِخَيْرٍ مَا عَجَّلُوا الفِطْرَ».

ژباړه: د سعد له زوی سهل رضي الله عنه څخه روايت دی چي پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمايل: زما د امت په وګړو کي به خير تر هغه مهاله پاته وي چي هغوی په روژه ماتولو کي تلوار(بېړه) کوي.

يعني: چي د روژې ماتولو وخت سي بيا نو بايد په روژه ماتولو کي ځنډ ونه سي.
ابن عبدالبر ويلي دي: د روژې په تلوار ماتولو او په پيشلمي د خوړو په وروستي وخت کي خوړلو په هکله احاديث صحيح او متواتر دي.

نامتو حديث پوه مصطفى البغا د بخاري په لمنليک کي پورتنی حديث داسي تشريح کوي:
يعني تر هغو چي مسلمانان د ماښام په تحقق پسې سمدستي روژې ماتوي په پراخي او هوسايي کي به اوسي، ځکه دا دوی ته ګتور او پر عبادت ورته ځواک بخښونکی دی او د دې ترڅنګ دوی ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو د پیروۍ او تمسک له امله زيات ثواب او اجر هم رسېږي.

په دې اړه يو عالم ليکي: د رسول الله صلی الله عليه وسلم اصحابو به هم روژه ژر ماتول او پيشلمی به يې ناوخته کاوه، خو زموږ په زمانه کي خلک عموماً روژه په ځنډ ماتوي او پيشلمي وختي (ژر او په بېړه) کوي. له دې امله دی چي پر هغو باندي تباهۍ را رواني دي. د رسول الله صلی الله عليه وسلم خبره درسته وه چي کله مسلمانان پر سنتو باندي تله پرېږدي ورځ تر بلي به يې تنزل وي.

د مصر پخواني مفتي او د دغه هيواد د لویو عالمانو د ډلي غړي دکتور علي جمعه نن د ۲۰۲۱ ع. کال د اپريل پر ۱۳مه په يوه علمي غونډه کي د يوه پوښتونکي په ځواب کي داسي څرګنده کړه: اذان بايد په خپل وخت کي وسي، خو که ځيني اذان په خپل وخت کي او ځيني يې تر وخت دمخه وسي، اذان باطل دی.
فقهاوو دې ته حد ټاکلی دی او هغه يو توری(حرف) دی، نو که د الله جل جلاله د نامه همزه کوم چي موږ په عامه توګه الف ورته وايو تر وخت دمخه وسي، نو اذان باطل دی، له دې امله اذان کوونکی امانتکار بلل سوی دی، ځکه هغه امين باله سي او دنده يې ده چي په بشپړه توګه په خپل وخت کي اذان وکړي. وګورئ: د (علي جمعة يوضح حكم الإفطار قبل الانتهاء من أذان المغرب) تر سرليک لاندي مطلب، دغه يې پته ده:

https://www.masrawy.com/Ramadan/Islamicnnews-fatawa/details

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x