روغتیا

د جونسن ایند جونسن شرکت د کرونا واکسینو د بندولو غوښتنه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۰ل): په داسې حال کې چې د نړۍ په شاوخوا کې د کرونا پر وړاندې د بېلا بېلو شرکتونو له لوري د واکسینو لړۍ په پراخه کچه پېل شوې، ځینې ناروغان یې له سخت منفي اغیز سره مخ کړي دي.

په دې لړ کې د اکسفورد استرازینیکا لومړي واکسین وو چې ناروغ ته له ورکولو وروسته د وینې ټوټه کېدو لامل شوي، او د برتانیا په ګډون په ځینې هېوادونو د ناروغانو د له منځه تلو لامل هم شوي دي.

وروسته له هغې چې د شپږ ناروغانو د وینې ټوټه کېدو نادره پېښې رامنځته شوي، د امریکا د خوړو او درملو ادارې او روغتیایي چارواکو له ایالتونو غوښتي چې د جونسن ایند جونسن امریکایي شرکت چمتو شوي کرونا واکسینو کارول د ټاکلې مودې لپاره ودروي.

دوی ویلي، دغه غوښتنه او سپارښتنه د ډیر احتیاط په پایله کې شوې، او دغه نادره پېښې په یو شمېر ناروغانو کې چې د کرونا جونسن ایند جونسن واکسین یې کارولي ډیرې څرګندیږي.

دغه پېښې له ۱۸ کلنۍ تر ۴۰ کلنۍ ناروغانو کې رامنځته شوي چې له واکسین لګولو وروسته له ۶ تر ۱۳ ورځو منځ کې په دماغو کې د وینې ټوټه کېدو سره مخ شوي دي.

د امریکا د خوړو او درملو ادارې د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکزونو سره په ګډه یوه بیان کې ویلي، د کوویډ-۱۹ واکسینو خوندي کول د حکومت لپاره لومړیتوب دی، او موږ له واکسینو وروسته د روغتیایي ستونزو اړوند راپورونو خورا په جدي توګه څیړو.

د جونسن ایند جونسن شرکت په یوه رسمي بیان کې ویلي چې په امریکا کې د ځنډولو وروسته یې په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې هم ددې واکسینو کارول ځنډولي دي.

باید وویل شي چې د کرونا پر وړاندې ګڼ شمېر واکسینونه د نړۍ په ۱۶۱ هېوادونو کې کارول کیږي او نږدې ۸۰۰ ملیونه کسانو ته لږ تر لږه یو ډوز ورکول شوی، خو روغتیا پوهان لا هم دغه واکسیناسیون له خطره خالي نه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x