ورزش

نیمار خپل تېر غچ واخیست او بایرن لوبډله یې له چمپینز لیګ څخه بهر کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو لیګ د کواټر پایلوبې په دوهمه ورځ پاریس لوبډله وتوانېدله له بایرن مونشن خپل تېر بدل واخلي او له یادو سیالیو یې بهر کړي.

د فرانسوي کلب پاریس سان جرمان او الماني کلب بایرن مونشن ترمنځ د کواټر فاینل دوهم لیګ ترسره شو، چې په کې بایرن مونشن په ۱-۰ بریا خپله کړه، خو پي ایس جي د ګولونو په توپیر نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

د سان جرمان او بایرن لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال د چمپینز لیګ پایلوبه ترسره شوې وه چې بایرن مونشن په ۱-۰ بریا او دغه اتلولي خپله کړې وه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ تېره اونۍ د کواټر پایلوبې لومړی لیګ ترسره شوی و، چې سان جرمان لوبډلې د بایرن په کوربه توب د ۲ ګولونو په بدل کې ۳ ګولونه وهلي وو.

په ننۍ لوبه کې د بایرن یوازیني ګول که څه هم په اګریګیټ ۳-۳ مساوي شول، خو سان جرمان د سیال لوبډلې په کوربه توب ۳، او بایرن یو ګول وهلی، له کورني ګولونو څخه په ګټه اخیستنې د نیمار لوبډله سان جرمان د اروپا اتلانو لیګ نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

د کواټر فاینل دوهم لیګ دغه لوبه په پاریس کې ترسره شوه، چې د دواړو لوبډلو له لوري په زړه پورې لوبه وشوه، نیمار او کیلیان امباپی څو ځله د بایرن پر ګول هڅې وکړې خو په ګول وهلو بریالي نشول.

سیالي هغه مهال په زړه پورې شوه چې د بایرن مونشن لوبډلې له لوري په لومړۍ نیمایي کې چوپو موټینګ ګول وواهه، خو وروسته له جالبو صحنو وروسته لوبه د نیمار لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده. نیمار په زړه پورې کارکردګۍ سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

بل لوري ته د چیلسي او پورتو لوبډلو ترمنځ د کواټر پایلوبې دوهم لیګ ترسره شو، چې د پورتو لوبډلې په ۱-۰ بریا خپله کړه، خو چیلسي د اګریګیټ قانون له مخې چې په لومړۍ لوبه کې یې دوه ګولونه وهلي وو د ۲-۱ په توپیر د اروپا اتلانو لیګ نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

د یادونې وړ ده چې د اروپا اتلانو لیګ کواټر فاینل دوه نورې سیالۍ به د چهارشنبې په ورځ د شپې په ۱۱:۳۰ بجې ترسره کیږي، چې لیورپول به د ریال مدرید او مانچسټر سیټي به د بروسیا دورتمند پر وړاندې مخامخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx