افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان:د بهرنیو عسکرو  په شتون کې، د افغانستان په اړه هیڅ کنفرانس کې برخه نه اخلو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د امریکا په وړاندیز د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو ناسته رابلل کېږي، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، تر څو چې بهرني عسکر له افغانستانه وتلي نه وي؛ د افغانستان په اړه کېدونکې هيڅ کنفرانس کې برخه نه اخلي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» پر ټويټر لیکلي «تر هغو چې ټول بهرني ځواکونه زموږ له هېواد څخه نه وي وتلي،د افغانستان اسلامي امارت په هېڅ هغه کنفرانس کې ګډون نه کوي چې د افغانستان په اړه پريکړه په کې کېږي.»

د طالبانو پورتنی موقف داسې مهال دی، چې ترکیه وایي، د افغان سولې په تړاو د طالبانو او حکومت د استازو تر منځ د لوړې کچې مشورتي ناسته د روانې میلادي میاشتې له ۲۴-مې نېټې د «مۍ» میاشتې تر څلورمې نېټې په استانبول کې جوړېږي.

ورته مهال یو شمېر غربي رسنۍ وایي، د امریکا ولسمشر بایډن له طالبانو سره له کړې توافقنامې په شا شوی او ښایي په افغانستان کې خپل پوځي حضور د روان میلادي کال د سپتمبر تر یوولسمې نېټې وغځوي.

طالبانو که څه هم په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د دوام تازه احتمالي پرېکړې ته تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې يې په بیا، بیا ګواښ کړی و، که بهرني عسکر په ټاکلې نېټه له افغانستانه ونه وځي، په وړاندې به یې تونده جګړه پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

ZA DA ASIA PA ZRAH KI PAZHEDALLAI TALIB JAN YAMA
MA RAZA MARGAYA ZA DARZAMMAH DARAWAN YAMA

NAEEM WRARAH GULLAH ALLAH DE MADADGAR SHA

I CAN SEE A LOT INSIDE IN YOUR HEAD THROUGH YOUR SMART EYES, THE EYES OF A LOIN, THE EYES OF MUJAHID OMER

ګل احمد

ادام خانه ستا سترګي ښایستې دي چي هري سترګي ښه درته ښکاري

ډاکټر احرار

الحمد لله
یو والی او قاطع دریخ زموږ د بریا راز ده تل مو رب سرلوړي ولره

دوکتور عبدالله

په ځای اقدام دی دا د زمانې فرعون انسانیت نه پیژني.

عبدالمالک همت

ډېر ښه او پرځای دريځ دی، د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال مک کانويل چي وايي موږ د مې مياشتي تر لومړۍ نېټې کولی شو، خپل ټول پوځيان او وسائل له افغانستانه وباسو نو ولي د خپلي ژمني سره سم نه وزي؟ دوی حتماً يوه حرامزاده ګي لري. د ګران هيواد د خلکو جهاد او مبارزه خو د امريکايي اشغال د خاتمې لپاره ده نه د مافيايي کړيو او ملي خاينانو له نوي سره او د بياهم پردوی باندي د واکمن کېدو لپاره. دغه د خلکو کورني دښمنان چي اوس لګيا دي په موقت حکومت کي د ځانونو د… نور لوستل »

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
الله سبحان وتعالی دې د افغانستان او د نړي د مجاهدينو حافظ او ناصر ووسې.
ناټو او متحده ايالت چې د اسلام او مسلمانانو د اقدار يه وړاندې خيرن او کثيف ، د مکر ، چل او فريب څخه ډک زړونه لرې، کله غواړي چي د تورې په شرنګ د مورچلونو شاځلمي دې په افغانستان کي په واک کي وويني ، ځکه نو د ګيدړانو په څير لوبه يې په مخکې روانه کړې ده .

الحاج استاذ بیانزی

کږی خولی سوکونه سموی، امریکا د ځنګل هغه ځناور دی چه له زور غیره خوله کړی شکار په اسانه نه پریږدی . دوحه کی چه یی د وتلو مهال ویش د طالب سیاسیونو سره لاسلیک کړو د امریکا ترحم نه وو د امریکا مجبوریت وو د استشهادی مټو او بوشکو برکت وهو خپله پمپیو وویل چه په تیر دوه کلو کی یی د یو امریکایی پوزه نه ده سره شوی ، هغه پخوانی دردونه او وژنی یی هیری شوی یو څو کاله یی د طالبانو عملیاتو ته پریږدی چه ماغزه یی ورته عملیات او واپس ځای ته راولی دوی په… نور لوستل »

سلامت خان

یا الله ستا ډې ډېر شکر ادا کوو چې زموږ مشرانو ته دې دا درایت او توفیق ورکړ چې د نړیوال کفر په ايښودل شویو دامونو کې ښکېل نشي. کمونستانو سره چې جوړه ونشوه نو متلاشي شول او هېڅکله بيا سره راټول او مطرح نشول. لېبرالانو او غرب پلوو ته هم باید فرصت ورنکړ شي چې د سیاسي جوړې او مشارکت له لارې دلته خپل شتون ته دوام ورکړي. دوئ باید د سپېڅلي جهاد له لارې محو کړل شي چې هېڅ بېخ او ريښه يې په دې خاوره کې پاتې نشي. ژوندی دې وي مجاهد طالب جان او د آريانا… نور لوستل »

ګل احمد

پر ځای خبره ده خو چي دوې خبري نوري ورسره یوځای کړي. لمړی دا چي د می میاشتي لمړۍ نیټې وروسته به د طالبانو مشرتابه د خپلو جنګیالو د طلفاتو د مخنیوي لپاره موثره جنګي سټراټیجیاني په کار اچوي او او بل د بې قیدو شرطه اعدام لپاره به د ټولو ملي امنیتي ادارو هغه منصوبینو لیسټونه جوړیږي چي د کابل د مرتدي ادارې په نیابت په یو شکل د شکلونو په شپنیو عملیاتو یا نورو ولسوژني او ولسزوروني پیښو کي ښکیل پاته کیږي او دا لیسټونه به د ولایاتو او ولسوالیو په کچه طالبانو د رهبریو لخوا ترتیب او… نور لوستل »

طوطی

هغوی چی مؤظف دی چی افغانان ووژنی، هیڅکله به پر کافرانو لدی ورسته یو ډز هم ونکړی بیغمه اوسی.

دوکتور غروال

جو بایدن غواړی ؟ خپل ټول عسکرد اوسنی کال تر ۱۱ سپتامبر له ا افغانستان څخه وباسی یعنی ددوی اخیری عسکر وتلو سره به ددوی نامداره تاریخی یرغل ورځ پر افغانستان ولمانځل شی اوس به ګورو چی ایا طالبان هم د امریکا سره ګډ ددوی یرغل تاریخی ورځ لمانځی او که نه ؟

Back to top button
11
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x