دیني، سیرت او تاریخ

خلک د اسلام په اړه شکمن کول

حفيظ الله مومند

پخوا دوه نړۍ وې، یوه شرقي نړۍ وه او دوهمه غربي نړۍ وه، چې شرقي نړۍ ته یې اسلامي نړۍ ویله.

کله چه اروپایان دې نتيجې ته ورسیدل چې دوی نشي کولی مسلمانان د جنګ له لارې له خپل دین څخه واړوي نو دوی بله لار غوره کړه هغه دا چې مسلمانان د خپل دين په اړه شکمن کړي او شبهات ورته پیداکړي او په یو او بل نوم خپل دین ته د شک او تردید په نظر وګوري، نو یو شمیر خلک یې پدې اړه وګومارل چې اسلامي علوم زده کړي او بیا پرې اعتراضات وکړي چې بلاخره دوی دا کار وکړ او نیوکې یې شروع کړې، د دوی نیوکې نه یواځې په مسلمانانو پورې محدودې وې بلکه په قرآنکریم، نبوي احادیثو، اسلامي تاریخ او کلتور باندې هم وې، حتی داسې بېځایه اعتراضات چه د ذکر کولو وړندي.

همدارنګه غوښتل یې چې اسلامي تاریخ بدنام کړي، دوی به ويل چږ اسلام له ابتداء نه تر اوسه پورې په جنګونو او کشمکشونو ولاړ ده……….
غوښتل یې چې مسلمانان په شک کې ولویږي.

دوی به خلکو ته ویل مسلمانان یو څه وایي خو قول او عمل یې له هغې څخه مخالف وي نو ددې نه معلومیږي چې دا صحیح دین ندی، دوی به ویل. حتی پدې اړه یې یو زیات شمیر کتابونه هم ولیکل. ځکه دوی نور مایوسه شوي وو چې مسلمانان د جنګ له لارې یا د زور له طریقه له اسلام څخه منحرف کړي. نو هڅه یې کوله چې یوه بله بدیله لار پیدا کړي او په پټه مسلمانان له دین څخه واړوي.

دوی مختلف هسپتالونه، مکتبونه، پوهنتونونه او نور بنیادونه جوړول او لدې لارې یې خلک بې دینۍ او نصرانیت ته اړول.
زویمر د دوی یو عالم ده هغه وایي چې: تاسې داسې مه کوﺉ چې مسلمانان په نصرانیت کې داخل کړﺉ، ځکه دا د دوی لپاره یو عزت ده یعنې د خپل دین څخه یې وباسئ او په نصرانیت کې یې مه داخلوﺉ او همداسې په یوه انزوا کې یې وساتئ.

د دوی عقيده تر دې حده رسیدلې وه چې خپل هغه منسوخ شوی دین یې هم په مسلمانانو نه لوریده.
همدا اوس فعلآ په افریقا کې له سلو زیات مختلف بنیادونه او تقریبا له 200 زیات کلینیکونه لري، دوی خپله زیاته توجه افریقایي ملکونو ته ځکه ډیره کړې چه تقریبا هلته دین زیات ندی رسیدلی، حتی په اندونیزیا کې یې دا سلسله چټکه روانه کړې او دا د همدغو معهدونو او بنیادونو په وسیله مخته وړي.

د منځني ختیځ اکثره هیوادونو کې دا لړۍ جاري ده، د خلکو له فقر څخه سوء استفاده کوي او د پیسو په مقابل کې خلک دې لارې ته تشویق کوي. افغانستان کې هم مختلفې طریقې کاروي او دا کار د مختلفو مؤسسو له آدرسه کیږي، داسې اوازې دي چې حتی دلته د اتیستانو او نورو عیسویانو ټولنې دي او له یو ښکاره آدرس څخه حمایت کیږي.

د دوی زیاته توجه دې ته ده چې د جهاد کلیمه د اسلام له مضامینو  څخه لرې کړي او جهاد په تروریزم بدل کړي، او د دې نظريې خپرول چې جهاد یواځې يو تخریبي عمل دی او دین د هر چا یو فردي عمل دی، اکثره وخت دا خبره هم کوي چې مسلمانانو څه کړي او داسې نور پروپاګند چې متاسفانه اکثره مسلمانانو هم ترې الهام اخیستی او عین خبره به کوي خو دا هغه خلک دي چې د اسلام له تاریخ او سیرت څخه ناخبره دي.

مسلمانان يو ډول توهینوي چې ګواکې مسلمانان هیڅ نلري نو بنآ بل دین دې قبول کړي او که یې نه قبلوي نو د اسلام لپاره صرف لمونځ، روژه، زکات،…وغیره کافي دي او د اسلام په نوم نظام راوړل د جنګونو سبب ګرځي. له دې څخه علاوه د دوی بل هدف دادی چې محصلین خپلو هیوادونو ته بوځي او هلته یې تربیه کړي همدا تربیه شوي کسان بیرته د مشرانو په صفت را ولیږي او خلکوته وښایي چې‌همدوی په اداره او ډیموکراسۍ ښه پوهیږي او دا نور نپوهیږي چې پدې سره خپل خلک غټ معرفي کوي او دا نور ښکته معرفي کوي چې عملاً یې په سترګو وینو چې دا کومه اتفاقي خبره هم نده بلکه هرڅه د یو ځانګړي پلان له مخې مخته ځي.

دلته افغانستان کې چې کومې استخباراتي شبکې او تلویزونونه د ډیموکراسۍ او بې دینۍ وغیره وغیره لپاره شپه او ورځ کار کوي او په ملیونونه ډالر ورته را روان دي مستقیم تاته نه وایي چې بې دینه شه یا اسلام کې څه نشته بلکه د بیلا بیلو وسایلو څخه کار اخلي.

ټوله ورځ سندرې او فحشا خورول، د ښځو په حقوقو بحث کول، جهاد ته دتروریزم نوم ورکول، دښځو او نارینه و د مختلط نظام خبرې کول، د ترکي او هندي ډرامو نشرول، افغان ستار او کابل ستار وغیره وغیره په نامه دا ټول هغه شیان دي چه ددین خلاف دي او خلک له اسلام څخه لرې ساتل دي تر څو مسلمانان د دوی په کړۍ او حلقو کې داخل شي چې متاسفانه همدا د دوی جمهوریت ده.

د جمهوریت په اړه باید یو څه ووایو هغه داده چې جمهوریت په څه معنی کله او څنګه پیدا شو چه دا خپله اوږد بحث ده، خو دلته د جمهوریت چیغې هغه څوک وهي چې حد اقل په لغوي مفهوم به یې هم نپوهیږي او دې همدې جمهوریت جمهور د نوموړي دغې ترشا پټیږي او د اقتدار د دوام په خاطر د ولس پاکې او مقدسې ارادې او افکار  د خپلو شومو اهدافو ښکار ګرځوي.

د همدې جمهوریت جمهور د ارګ څخه دوه سوه متره بهر 600 PPS ورته امنیت خوندي کوي، د جمهوریت پخواني یوه معاون څلور سوه باډیګارډان ول، دوی چې د خپل ځان امنیت نشي ساتلی نو د ولس امنیت خوندیتوب خو بلا لرې خبره ده، بلکه د ناامنۍ سبب هم دوی دي.

%90 خلک په فقر کې ژوند کوي، اقتصاد مو ورځ تر بلې ښکته ځي، خپله ډاکتر غني وایي چې نیم عواید غلا کیږي، ښه ولې غلا کیږي؟ څوک یې غلاکوي؟ متاسفانه همدا د حساب اخیستل او د حساب ورکول دي!

خو بعضې دومره تالي څټي دي چې پوښتنه هم نه شي کوی، بس چکچکې به ورته وهي.  د یو کس د مرګ د ورځې د تجلیل په خاطر پنځه ملیونه افغانۍ ځانګړې کول، څیړنې ښیي چې له 200 تر 300 خلک یواځې د جنګ په وجې روزانه وژل کیږي. خو کومه خبره نده ځکه چې عام ولس ده توپیر نکوي که دوچنده هم ووژل شي خو چه د دوی چوکۍ امن وي نور يې په قصه کې ندي.

تاریخ مو هره ورځ زخمي کیږي او تخریب کیږي، په مشرانو او رهبرانو مو د دوی سپیرو له وجې ملنډې ووهل شوې، ته تاریخ وګوره چې زمونږ تاریخ جوړونکي څه قسم څیرې وې، دربار به یې د علماوو مرکز و، نه دا چې د فحشا اوازې به ترې راوتې.

سلطان محمود، احمد شاه بابا وغیره د دوی په اړه تاریخ لیکي چې د الله تعالی ولیان پاتې شوي حتی لوی ملاصاحب،  بیټي ډام یې په اړه قضاوت کوي چه یوه خارجي ژورنالیسته ده هغه وایي چه نوموړی د ولایت کچې ته رسیدلی و هر څوک هغه کتاب لوستلی شي، خبره داده چه که حقایق وایو نو شل رنګه ټاپې او الزامات به راباندې لګول کیږي. په سلهاو دښمنۍ مو ددې حقایقو په ویلو ځانته پیداکړي دي اما څوک مو اواز نه اوري درحالیکه چې همدا اولس د هر څه قرباني کیږي.

پنځه کاله مخکې دې جمهوریت په ملي مشارکت بدل که، پنځه کاله وروسته دې په همه شمول بدل که، هغه وخت دا سرې کرښې چیرته وې اوس چې ولس هرڅه غواړي او زمونږ عزت او حیثیت، سر او مال خوندي کیږي باید همغه وشي.

نور لطفاً باید په ولس رحم وشي او په یو نوم او بل نوم ونه ویشل شي. فکر کوم چې ولس ته یعنې اکثریت ته تر ډیره عنوان مطرح نده ځکه د حکومتونو وظیفه همدا ده چې خپلو خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

مونږ په نړۍ کې مختلف حکومتونه ګورو عملاً وجود لري، شاهي، ډیموکراسي، مذهبي…..چې په نړیواله سطحه په رسمیت پیژندل شوي حکومتونه دي.

له طرفینو مو هیله داده چې له شته فرصته اعظمي استفاده وکړل شي او د ولس په زخمي شونډو د سولې کلمه جاري شي.

لوی رب څخه د یو داسې سولې غوښتونکی یم چې ټول پکې آرامه او اسوده وي او رب دې هغه ورځ هم راولي چې ددې وطن خرڅونکي او د ولس قاتلین په دارشي.

والسلام

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x