شعـــــرونه

د اوښکو تسپې!/عبدالقديم نظام

عبدالقديم نظام

دوو سترګو يې له ما صبرُ قرار اخيستی دی
په لاس کې یې زما د ژوند مهار اخيستی دی

وتلې دلته خوشي له ټوپکه ګولۍ نه ده
له چا يې ورور او زوی له چا يې پلار اخيستی دی

ليدو ته یې اوبه شي د تنكيو زخمو شونډي
پر شونډو مې چې کله نوم د يار اخيستی دی

پېيم تسپې د اوښکو دا ستا نوم پرې يادومه
د درد په نرۍ ګوتو کې مې تار اخيستی دی

راپرېوتله خدايه پر ګودر باندې بمونه
اوبه په وينو سرې دي اور چنار اخيستی دی

شکولی مو د هر فرعون له ږيږې د خدايۍ لاړ
باک نشته که لاسو کې مو انګار اخيستی دی

نظامه هغوى تل د انتقام د غشو ښکار شي
کوم چا چې مو د سوي آه آزار اخيستی دی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x